تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر څو چې افغان لارۍ چلوونکو ته اجازه نه وي ورکړل شوې چې خپل بار د هند تر امرتسر ښاره پورې ورسوي، پاکستاني ټرکونو به د افغانستان خاورې ته نه پرېږدي.
ښاغلي غني دا خبره په جلال اباد کې د ننګرهار د ولایتي شورا له غړیو سره په کتنه کې وکړه.
ارګ وايي، افغانستان باید له پاکستان سره د یوه اقتصادي پلان پر سر نتیجې ته ورسېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په تېر یو نیم کال کې له دوه نیم ملیاردو څخه څه باندې یو ملیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.
خو د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بانک) وايي چې په وروستیو ۱۰ میاشتو کې په نسبي ډول افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات شوي او دوی هیله لري چې په کال کې به یو ملیارد او ۲۸۲ ملیون ډالرو ته ورسېږي.
دا بانک وايي چې تېر کال افغانستان ته د پاکستان صادرات ۹۵۶ ملیون ډالره وو.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د ایران واردات په کال کې تر ۲ ملیارد ډالرو زیات شوي دي.
که د افغانستان دولت د پاکستان پوقانې ، پاپړ ، بنګړي ، جرنګانې او له زهرو ډک ، تاریخ تېرشوي درمل ، بمونه ، راکڼونه ، وحشي داعشیان او ټالبان ممنوع الورود اعلان کړی او د وارداتو مخه ېې ونیسي زمونږ هېواد به له ډېرو کورنیو ، سیاسی ، اقتصادی او امنیتي ستونزو نه خلاص شي.
د غنی په پلار دی رحمت شي!ا دی ته وایي حق!ا
Bravo, Seems to me that finally the President growing strong bones in order to safeguard and hold the meat.