تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جلال اباد نننۍ انتحاري حمله یو تروریستي برید وباله او هغه یې وغانده.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر غني ویلي چې «په عمومي ځایونو کې تروریستي حملې د هغو بې غیرته ترهګرو کار دی چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مخامخ نه شي جنګېدای او له دې لارې غواړي چې په ټولنه کې وحشت رامنځته کړي.»

د ولسمشر غني په تونده اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د تروریستانو له خوا داسي غیرانساني او غیراسلامي اعمال د دوی په وړاندې د خلکو کرکه نوره هم زیاتوي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکتر نجیب الله کامه وال ازادي راډیو ته وویل چې د جلال اباد د مخابراتو په چوک کې د کابل بانک مخته د نن ورځې په حمله کې ۳۴ تنه وژل شوي او ۱۲۵ ټپیان شوي دي.

د ډاکتر کامه وال په وینا په ټپیانو کې د ۸۰ تنو لاس یا پښې قطع شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت هم دا پېښه غندلې ده.

د جلال اباد په حمله کې، چې ویل کېږي انتحاري برید و، یو شمېر زده کوونکي او ښوونکي هم وژل شوي دي.

د پوهنې وزارت له خلکو په تېره بیا له دیني عالمانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو غوښتي چې د د ښوونکو او زده کوونکو د سرو مال په ساتنه کې همکاري ونه سپموي.

په کابل کې د امریکا سفارت د جلال اباد حمله غندلې، هغه یې وحشیانه بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په کابل کې د ملګروملتو دفتر هم دا حمله غندلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یا یوناما مشر نیکولاس هېسم ویلي، په ګڼ نفوسو سیمو کې د انتحاري حملو دوام، چې د ډېر شمېر ملکي افغانانو د وژلو او ټپي کولو په هدف کېږي، جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.

7 thoughts on “ولسمشر غني: د جلال اباد حمله بې غیرته ترهګرو کړې”
  1. آی اس آی ( پنجاپی استخبراتو) په ننګرهار کی نن بیا د بی ګناه او بی دفاع افغانانو وینی توی کړی له ۳۰ ډیر ننګرهاریان یی په شهادت ورسول او تر سلو یی زیات زخمیان کړل.
    کله چی څو میاشتی وړاندی په پښاور کی په عسکری حمله کی یو تعداد د صاحبمنصبانو زامن او لوڼه ووژل شول نو پاکستان اعلان وکړ چی دا پیښه پاکستان ته د ۱۱ د سیبتمبر په معنی ده کومه چی څو کاله وړاندی په امریکا کی شوی وه. نو هغه وو چی پاکستانی جنرالانو ګرم ، ګرم سفرونه کابل ته شروع کړل یو به بیګا ه راغی بل به یی سهار راورسیده اعلان یی وکړ چی نور به د تروریزم ملاتړ نه کوی بلکی تروریز به له منځه وړی. خو موږ همهغه وخت هم د پاکستان پر دروغو پوهیدلو او همهغه وخت مو هم په وار وار ویلی دی چی دا دروغ وایی دوی خپل ولس ته بازی ورکوی تر څو د پاکستانیانو احساسات کابو او تر کنترول لاندی راولی چی پدی کار کی موافق هم شول د خپلو ولسونو پر احساساتو یی سړی اوبه توی کړی نن هغه د پښاور پیښه د ټول له ذهن څخه وتلی ده.
    وړاندیز:
    نو تر هغه چی پر پاکستان باندی ورته فشار رانه وړل شی لکه اوس یی چی افغانستان تر خپل فشار لاندی نیولی دی، موږ به د لا ډیرو او لا خونړیو پیښو سره مخامخ شو.
    زموږ وړاندیز د افغانستان استخبراتو ته دا دی چی پنجاپ ته د مخه کړی په ورته عمل د لاس پوری کړی کوم چی پاکستانی استخبرات یی په افغانستان کی تر سره کوی. که چیری افغان استخبرات یو څو خونړي بریدونه په پنجاپ کی تر سره کړی بیا نو دا امکان لری چی پاکستان د افغان وژنی څخه لاس واخلی او د خبرو میز ته کشنی بله لار نه شته او نه یی موږ وینو.
    همدارنګه افغانان باید د پاکستان لپاره ورته سرخوګۍ جوړ کړی کوم چی پاکستان افغانستان ته جوړ کړی دی لکه د افغانستان پر وړاندی چی مخالیفین روزی. افغانستان د هم د بلوچانو د ازادی پلوه غورځنګونو سره مرسته وکړی، په پښتونستان کی د هغه پښتانه چی نه عواړی د پاکستان سره یو ځای واوسی ازادۍ ته وهڅوی او مرسته د ورسره وکړی.
    همدارنګه دغه هدفونو ته د رسیدلو لپاره پکار ده چی د هند د حکومت سره پر ګډو پروژو کار وشی تر څو پاکستان له سره د نړۍ له نقشی ورک شی دا ځکه هند ډیر امکانات په لاس کی لری. ګنی هسی په غندلو او بښول باندی څه نه کیږی. او نه پدی باندی څه کیږی چی موږ هر ورځ دا ناری وهو چی په غم کی د شریک یو عمل پکار دی.

  2. دا عکس ډېر بوږنوونکی دی، ډېر وحشیانه دی، ډېر غیرانساني دی. الله تعالی دې په طالب او داعش دواړو لعنت ووروي. الله تعالی دې بیا دوی ته د بګرام او ګوانتانامو په څېر محبسونه پرانستل کړي چې په نرو یې …. کړي. هیله ده چې دا عکس بدل کړئ.

  3. اشرف غني او عیدالله ګله: الله مو په شرمو وشرموه له داسې بې غیرته او بې شهامته حکومت سره. یوځل له تورمخو پې ناموسه او موردګاوه پاکستانیانو سره جنګ اعلان کړي. مونږ خو غیر له دی هم پدی بې غیرتۍ ژوند کې مرو خو راځی چې ددی تو مخو او … فروشه پاکستاني موردګاوانو نه هم یو څه مړه کړو. پداسې بې همتۍ نور ڼه کیږي. که دا ستاسو ماشومان وای او به په افغانستان کې ماتم وو، خو دا د یوه غیریبې کورنۍ ماشومان دی ستاسو پروا څه ده. لس کاله کیږی چې هره ورځ افغان ماسومان، ښځې او ځوانان وژل کیږی او تاسو یوازې او يوازي غندل کوی. نور غندل بس کړي او دانتقام لړي شروع کړي پدی کارونو او خبرو په خدای که څه جوړ کړي. پرون يي شتا په کور د طالب يه نامه سوځوه او نن يي د داعش په نامه. او تاسی حړۍ خړۍ ورته کوری

  4. ددې پیښې شا ته هر څوک چه وي دهغوی ځای دوزځ دی اوالله ئې دجهنم ځای کړي. ولې اې کُفارو دغه موږ دخدای بنده ګان نه یو . اې ابلیسانو تاسو فکر کوئ چه زما زوئ مو مړ کړ تاسو به جنت ته ځئ ، دغه چه په ځمکه لاس او پښې شلیدي جنت ددوئ ځی دی نه د تازه مسلمانو کافرو . انشالله تاسې به جهنم ته ځئ۰

  5. ډیر غمجن او خواشینونکی خبر دی. الله پاک د په اول قدم کی ټولو هغو کسانو ته چی پدی جنایت کی یی لاس درلود جهنم نصیب کړی. په دوی د ابدی لعنت او غم وی. د دوی کورنۍ او پاتی ټوله اولاده دی په داسی غم کی ګرفتاره او سرګردانه وی.
    دوی ته د انسانانو مرګ لکه د صحرایی مرغیو د ښکار په شان آسانه ښکاری. واړه او لویان په خپلو وینو کی لت پت پراته دی.
    وایی چی هرکی ناموزد زروزګار ، هیچ نیاموزد ز آموزګار
    دا دوهم ځل دی چی په همدی محل کی افغانان په داسی مصیبت اوړی. او هغه هم د پاکستان د ګوډاګیانو له لاسه. ځکه چی د افغانستان ولسمشر هند ته د سفر کولو تیاری نیسی او پدی بدبختو منافقینو سور اور بل دی.
    د دولت مامورینو ته باید د بانک کارت ورکړل شی ، د هغوی معاشونه د هغوی بانکی حساب ته په اتومات شکل سره ولیږدول شی او هر وخت چی حساب لرونکی پيسو ته ضرورت ولری یو مقدار پيسی د له مربوطه بانکه واخلی . پدی حساسو شرایطو کی د ډیرو خلکو راټولول غلط کار دی . د افغانانو دښمنان هره لحظه په کمین کی دی او غواړی د افغانانو د وینو ویالی د کابل او سیند د سیندونو رنګ سور کړی. د بانکونو امنیت باید سل په سلو کی تامین وی . هر هغه څوک چی د بانک خواته نژدی کیږی باید تلاشی او وڅارل شی. مشکوک کسان باید ودرول شی . د زورواکو او قوماندانانو موټر هم د بانک خواته نژدی پرینښودل شی ممکن دوی په خپلو موټرو کی خرمرګی او ځان مرکی راوړی.
    له بلی خوا د ټپیانو او زخمیانو لیږدول په پورته شکل سره درست کار نه دی دوی ته باید تذکری یا هغه وسایل چی د دونفرو لخوا یو زخمی پکی واچول شی لکه یو څادر یا یوه کمپله او تر موټرونو یا امبولانسونوپوری پکی ورسول شی. ځکه که د چا لاس یا پښی ماتی وی نو په پورته شکل سره څلور نفره یی له لاسو او پښو کش کوی، د هغوی درد دوه چنده کیږی. زمونږ ټول عاجل سرویسونه باید داسی اضطراری حالاتو ته آماده او تیار اوسی. دوی کولای شی د ټپیانو او مجبورو کسانو ژوند ته نجات ورکړی.
    په پای کی ټولو ټپیانو ته عاجله شفا او سلامتی دعا کوم شهیدانو ته د خدای تعالی جنتونه او کورنیو ته د جمیل صبر ورکړی . آمین یا رب العالمین

  6. که محترم رئس جمهور حاحب دفاسيدو وکيلانو مخنيوئ ونه کړي او په جرئت سره اقدام نه کړي او ژر تر ژره اول دپاک آلله (ج) په کومک او زور سره او آفغان دآکثريت ملت په کومک به ددې مافيا چه ۰,۱ % هم نه دې دپائ ټکۍ کښيږدې تر ځو په آئنده کې دداسوپيښو مخنوئ وسي لکه دجلال آباد,بدخشان,خوست،هلمند او که داسي ونه کړې اول به ددې حديثو مسوليت به دده په غاړه وي اودۍ ئې جواب ويونکۍ دۍ نه بل څوک .

  7. اباسین جکړ

    انسان له تیږې سخت، د وحشایانو وحشې، له غمونو جوړ یو اړخ لرې! چې دا ډول انسانان په نوم انسانان وې خو په حقیقت کې د حیواناتو په ډله کې شمیرل کیږې.

    ریښتنې انسان له ګله نازکه، د مینې او عاطفې نه ډک او له خوښیو جوړ وې.

    دا نو اوس تا پورې اړه لرې چې خپل کوم اړخ کاروې؟

    د ننګرهار ننې خونړې پیښه بې له شکه د دو پښو حیواناتو یا پردې پالو (طالب) لخوا تر سره شوې، او دا ثابته شوه، چې د ټولنې هغه ځناورو دا پیښه تر سره کړې د سالم عقلانیت څښتن ندې. او د قیامت پر ورڅ به د همدې ځناور نه وپوښتل شې ” په کوم جرم دې زه ووژلم”

    د دې ځناور سره به ځواب څه وې؟

ځواب ورکول اباسین جکړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *