تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هغه پولیس برطرفه کړل چې یو پولیس یې وهلي و.

د دوشنبې په ورځ د احمد ایمل قادري په نوم پولیس د نورو پولیسو له لوري په کابل ښار کې په دې خاطر ووهل شو چې ده یې په ناسمه لار د تګ مخه ونیوله.

پر قادري حمله کوونکو ویلي چې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش ساتونکي دي.

ولسمشر غني له قادري سره پرون وکتل او درې میاشتې معاش یې د جایزې په توګه ورکړ.

دا لومړی ځل دی چې یو پولیس د خپل مسوولیت د ادا کولو په خاطر له وهل کېدو وروسته د حکومت له لوري تقدیر کېږي.

ولسمشر غني وروسته له دې قادري خپل دفتر ته وروباله چې په ټولنیزو رسنیو کې د ده د وهلو خبر په پراخه پیمانه منعکس شو.

په تېرو کلونو کې په ځلونو د زورواکانو او جګپوړو چارواکو ساتونکو هغه پولیس ډبولي چې د دوی د غیرقانوني اقداماتو او ترافیکي سرغړونو د مخنیوي هڅه یې کړې ده.

7 thoughts on “ولسمشر غني د خپل مرستیال ساتونکي د یوه پولیس د وهلو په خاطر برطرفه کړل”
  1. ولسمشر خو دا ډیر په ځای کار کړی، مګر پدې وړو شیانو خو لومړی ځان سپکوي او بیا دا جوتیږي چې څومره ظرفیت لري. دا فکر کوي چې پدې مایکرو مینجمنټ به اصلاحت راولي، په اساسي او تغیر راوستونکو شیانو کې باید دا تګلاره خپله کړي. ددې په ځای چې هغه دوه بیچاره د ملي امنیت کارمندان د دندو لري کړي او ژوند یې خراب شي او بدو کارو ته مخه کړي ده باید لوی کار کړی وی او خپل معاون ته یې جزا ورکړی وی. داسې شیان د ولسمشر سره ښایي، که په ریښتیا ولسمشر وي باید په غټانو شروع وکړي او اصلاحات د پورته نه راولي دا د لومړۍ ورځې نه سرچپه روان دی. نو زه ځکه وایم چې دده فکر، سوچ او ظرفیت ډير وړوکی دی. د غني د دولت مثال د یوې کیشتۍ دی چې واړه واړه سوري پکې وي او د یو لوی طوفان په طرف روانه وي ددې په ځای چې کیشتۍ د طوفان څخه راواړوي دا په وړو سورو بندولو مصروف دی.

  2. زماپه نظر دا یې ښه کار کړی دی. چې د ناقانونه کړنې د مخنیوي لپاره یې یو پولیس وستایه. دا په ټولو کې د قانون د حاکمیت پر لور ښه ګام دی.

  3. د ولسمشر اقدام ستایو اود لوی خدای د دربار څخه ورته داسې زړورتيا غواړو چې د غټ سرو پسې راواخلي او ځانته په تاريخ کې يود افتخار مقام خپل کړي ، دسیند د څپو سره هر خس اوخاشاک په ښکته تللای شي خو قهرمان هغه وی چې د موجونو او څپو اوبه ېې د ځانه سره د وړله څخه ناتوانه او دئ په میړانه د وطن د ساتنې لپاره خپله مبارزه مخ په وړاندې وړي ځکه چې { په جهان د نـنګيالي دي دا دوه کاره ،،، يابه وخوري کـکرۍ يابه کامران شي } هغو چې د وطن لپاره د منصور غوندې دارقبول کړئ په زرهاو کاله به ېې نوم ژوندئ وي

  4. دې ته هر څوک قایل دي چې په ځای کار یې کړی مګر دا د یو معمولي چارواکي وظیفه ده نه د ولسمشر چې هر شي پسې خپله منډې وهي. زما د کیشتۍ مثال هم د پخواني دولت په هکله دی چې غني ته یې سورۍ کیشتۍ د طوفان په لور روانه پریښې خو غني ته یې هم چل نه ورزي. حتی د یو معمولي مامور سره انټرویو پخپله کوي، دا پدې معنی چې دده سره هیڅ وړ کسان نشته او نه یې وړ کسان ګمارلي ځکه هر شی پخپله کوي او یا خو د خپل ځان نه علاوه په بل چا اعتماد نلري چې دا هم یو اساسي مشکل دی.

  5. کله کله ولسمشر هم یو سم کار کولای شی. په رښتیا هم قانون جوړونکی او قانون ساتونکی باید له ځانه شروع وکړی او قانون مراعات کړی چی نور یی هم تری زده کړی.

  6. ولسمشره السلام علیکم و رحمته الله و بر کا ته ! لکه څنګه مو چې ستا سې پر نیم ګړ تیا وو نیوکه کوله همدا شان ستا سې دغه کار سخت د ستا یلو وړ دۍ خدای پاک د تا سې ته تو فیق در په بر خه کړي چې ددې زنځیر شلیدلو مخه په پوره قوت او میړانه ډب کړۍ ملت ددې کا رو نو په سر ته رسولوکې ستا تر شا ولاړ دۍ، نور ددې ملت د زغم کا سه بلکل ډکه شوې ده . مننه

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *