تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار /شنبه/ له یو شمېر مشرانو سره د سولې د پروسې په اړه سلا مشوره وکړه.

په دې غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، د سولې د عالي شورا ريیس کریم خلیلي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ګډون درلود.

ولسمشر غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«نن سهار ما له مهمو سیاسي مشرانو سره مشورتي غونډه لرله. د دې لپاره چې د سولې په پروسه کې ګډ دریځ ته ورسېږو، له نورو سیاستوالو او د ټولنې د بېلابېلو پرګنو له نورو استازو سره به مشورو ته دوام ورکړم.»

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې ټاکل شوې ده د مسکو د غونډ�� په دوام د طالبانو او یو شمېر سیاستوالو ترمنځ بل پړاو خبرې په قطر کې وشي. ویل کېږي چې په دې پړاو خبرو کې به د حکومت استازي هم برخه لري خو دا موضوع لا نهايي شوې نه ده.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته رارسېدلی او ژر به له ولسمشر غني او نورو افغان مشرانو سره وویني.

3 thoughts on “ولسمشر غني د سولې په اړه د واحد دریځ په اړه له یو شمېر مشرانو سره سلامشوره وکړه”
  1. ټول یې د امریکا معاشخواره راغوڼډ کړي لوی ترهګر قاتلان دي، دوی که د سولې خلک وی خپل منځ کې به لکه لیوني سپي نه جنګیدل. جالبه یې لا دا چی سیاف بن لادن او خلیلی بن خامنه ای یی هم راغوښتي…. خو چې بادار(امریکا) هرڅه غواړي هماغه به درباندی تحمیلوی د غلامانو نرخ مالوم وي ههههه

  2. Can someone please define Mr. Sayyaf’s political believe?

    He behave like the type of guy that would cut so called bad-infidel throat with an unshaped knife in his hand while at the same time waiting for years for the so called good-infidel to help him becoming president of Afghanistan.

  3. According to the contents of the book “First In” written by Gary Schroen, when CIA officers were giving money, prior to the Taliban bombing, to the leaders of northern alliance, Karzai and Mr. Sayaf. when Sayaf saw the cash dollars he held it very close to his eyes and looked very happy and surprised. the writer of the book explains it very well.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *