ړ ارګ خبرپاڼه:

جمهوررئیس غني: زموږ د ستر شخصیت سیال کاکړ معنوي پانګه او خزانه خپل تاریخي کور افغانستان ته سپارل کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د پروفیسور سیال کاکړ له لوري د سپارل شویو قلمي نسخو په مناسبت جوړو شویو مراسموکې ګډون او وینا وکړه.

په دغومراسمو کې چې د ارګ په ارشیف کې ترسره شول، په علمي او ټولنیزو چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر لال پاچا ازمون جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو په همت، ملاتړ، همکارۍ او لارښوونه وتوانېدو چې د سیال کاکړ کتابتون او قلمي نسخې کابل ته راوړو.

ښاغلي ازمون له پروفیسور سیال کاکړ څخه له دې امله مننه وکړه چې په خپلو شخصي امکاناتو یې دغه برابره کړې پانګه د لا ښې استفادې او خوندیتوب په موخه په ویاړ او وړیا افغانستان ته راوسپارله او دا یې د هغه د علمي او عملي مبارزې لویه نښه وبلله.

نوموړي وویل، د پښتو، دري او عربي ژبو پردغو ۱۳۳ قلمي منظومو او منثورو نسخو سربېره چې له ۲۰۰- ۳۰۰ کاله پورې تاریخي مخینه لري، د نوموړي د کتابتون ۴۶۰۰ بېلابېل کتابونه او مجلې علومو اکاډمۍ ته وسپارل شوې.

استاد ازمون د دغو نسخو د خوندیتوب، سکن کولو، کابل پوهنتون، علومو اکاډمۍ او ملي موزیم ته د یوې یوې کاپي د سپارلو او په اړه یې د څېړنو ترڅنګ وړاندیز وکړ چې علومو اکاډمۍ دې یوه خونه او یا د کتابتون یوه برخه د پروفیسور سیال کاکړ په نوم ونوموي او په کوټه ښار کې دې هغه ودانۍ چې د افغانستان د دولت ملکیت دی، فرهنګتون ته ځانګړې شي.

ورپسې د جمهوري ریاست سلاکار زرین انځور د قلمي نسخو ارزښت ته په اشارې وویل، د ښاغلي سیال کاکړ په څېر دغه ارزښتناکې پانګې دې د ښې ساتنې او ګټه اخیستنې په موخه له بېلابېلو اشخاصو، ځایونو او شخصي کتابتونو څخه په منظم ډول راټولې او په علومو اکاډمۍ او ارشیف کې خوندي او د ګټه اخیستنې وړ وګرځي.

دغو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهوررئیس غني وویل، نن ټولوته د خوښۍ ورځ ده چې زموږ د ستر شخصیت سیال کاکړ معنوي پانګه او خزانه خپل تاریخي کور افغانستان ته سپارل کېږي. د نوموړي د قدرانۍ په موخه به زه، علومو اکاډمۍ او ټول علمي شخصیتونه په خپلو لاسلیکونو نوموړي ته مننلیک ترتیب کړو.

جمهوررئیس څرګنده کړه، څلوېښت کاله وړاندې مې له سیال کاکړ سره په کوټه ښار کې ولیدل اود هغه مینه، ژمنه او څېړنې ټولو افغانانو او څېړونکو لپاره ویاړ دي. پروفیسور سیال کاکړ خپل ټول ژوند د پښتو ژبې ودې، د افغانستان تاریخي هویت او د ځوانانو روزنې ته وقف کړی و.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه، چې په کوټه ښارکې د افغان قونسلګرۍ ودانۍ دې د سیال کاکړ په نوم د افغانستان پېژندنې مرکز او د فرهنګ کور شي. علومو اکاډمي دې د ښاغلي سیال کاکړ په نوم ځانګړي کتابتون ته د کنړ لرګي لوحه چې نوموړی ورسره ځانګړې مینه لري، جوړه کړي.

جمهوررئیس غني د ارشیف مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروفیسور سیال کاکړ د قلمي نسخو په ګډون ټولې قلمي نسخې تداوي او سکن کړي او د هغو یوه یوه کاپي دې د کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او بامیانو پوهنتونونو ته ورکړي چې په اساسي توګه ورباندې کار او څېړنې وشي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، موږ باید پوه شو چې زموږ عمده خطي اثار چېرې دي او د دې لپاره به اړین امکانات ترتیب کړو. زموږ زیاته برخه اثار په هند، استانبول، تاشکند، المان، فرانسه، انګلستان، پېښور، لاهور او نورو ځایونو کې دي.

محمداشرف غني له هغو کسانو څخه چې تاریخي اثار او قلمي نسخي ورسره دي، هیله وکړه چې د خوندیتوب، اساسي ګټې اخیستنې او پانګونې په موخه یې علومو اکاډمۍ او ارشیف ته وسپاري.

2 thoughts on “ولسمشر غني: د سیال کاکړ معنوي پانګه خپل تاریخي کور ته سپارل کېږي”
  1. سلام
    یوه یادونه: د امریکې غږ هوښیاره ا
    و باشخصیته،مهربانه خبریاله ښایسته سعاذت( لامع) دملګرو ملتو دایمی دفترته لاړه چې دغه مرکز وڅیړی او به رسنیو کې یی راژوندی کړی .د افغانستان له دایمی استاذی عاذله راز چې دکومې( ان .جی. او) او دښخو دحقونو به مرسته دغه مقام ته را رسېذلی مخ شوه نور شیان یې څه کوی خو فرهنګی برخه یی ډیره کږه وږهو سپېره او کمزوری وه او کوم تصویرونه چې بر دیوال ځوړند ښکاری د یوه زاړه سماوار نه هم بد تر دی او دیر واړه او بې ترتیبه چې دهېح ډول فرهنګ نه استاذیتوب نه شی کولی دادچا مسولیت دی؟ داکار هم ولس مشر وکړی ؟
    د هېواد معنوی او فرهنګی خزانې،او فرهنګی مرکزونه باید په کومو خایونوکې راڅرګند او پیاوړی شی
    د ملګرو ملتو دایمی دفترکي حتمي ده ، یوشمیر سفارتو نو کې
    پوهنتونو اودعلومو اکادیمیو کې
    موزیمونو اوتاریخی مرکزنو کې بشبړې پاملرنې، رغونې او روزنې ته اړه لری نه تداوی ته !!! باید هیر نه کړو چې ملی ارشیف او هویت سره تړلی دی، خطی ، قلمی اوتاریخی اثار او ابدات د یوې ټولنې معیار او ملی ارزښتونو راځرګندول دی . مه بریږدی چې دغه فرهنګ مړشی څو کاله وروسته به هیڅ ونه لرو تشه لاسه ت مط دښمن یی

  2. سلام
    یوه یادونه: د امریکې غږ هوښیاره او
    باشخصیته،مهربانه خبریاله ښایسته سعاذت( لامع) دملګرو ملتو دایمی دفترته لاړه چې دغه مرکز وڅیړی او په رسنیو کې یی راژوندی کړی .د افغانستان له دایمی استاذی عاد له راز چې دکومې( ان .جی. او) او دښخو دحقونو په مرسته دغه مقام ته را رسېد لی مخ شوه نور شیان یې څه کوی خو فرهنګی برخه یی ډیره کږه وږه ، سپېره ،او کمزوری وه او کوم تصویرونه چې بر دیوال ځوړند ښکاری د یوه زاړه سماوار نه هم بد تر دی ، دیر واړه او بې ترتیبه چې دهېڅ ډول فرهنګ نه استاذیتوب نه شی کولی دادچا مسولیت دی؟ داکار هم ولس مشر وکړی ؟
    د هېواد معنوی او فرهنګی خزانې،او فرهنګی مرکزونه باید په کومو خایونوکې راڅرګند او پیاوړی شی
    د ملګرو ملتو دایمی دفترکي حتمي ده ، یوشمیر سفارتو نو کې
    پوهنتونو اودعلومو اکا د یمیو کې
    موزیمونو اوتاریخی مرکزنو کې بشبړې پاملرنې، رغونې او روزنې ته اړه لری نه تداوی ته !!! باید هیر نه کړو چې ملی ارشیف او هویت سره تړلی دی، خطی ، قلمی اوتاریخی اثار او ابدات د یوې ټولنې معیار او ملی ارزښتونو راځرګندول دی . مه بریږدی چې دغه فرهنګ
    مړشی څو کاله وروسته به د تش لاسه خبر ه شی چې وایی: تشه لاسه ته مې دښمن یی

ځواب ورکول ع.شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *