تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، کله چې د تلفاتو په اړه راپورونه ویني، که هغه د امنیتي ځواکونو وي یا طالبانو پرې ځورېږي.
ښاغلي غني له وایس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل«زما د کار تر ټولو بده برخه سهار وختي وي. کله چې لومړنی امنیتي راپور اخلم او د تلفاتو شمېرې وینم. زما زړه یوازې د امنیتي ځواکونو، چې ریښتیاني اتلان دي، پر وژل کېدو نه دردېږي، بلکې پر طالبانو هم خوږېږي؛ دوی هم افغانان دي او زه د ټول افغانستان ولسمشر یم.»
ولسمشر غني په دې مرکه کې د استخباراتي کمزورتیاوو یادونه هم کړې، ویلي یې دي چې پر غزني ښار د طالبانو له حملې ۳ ورځې وروسته خبر شو.
«د طالبانو له حملې تر ۷۲ ساعتونو پورې خبر نه وم. د دې حملې په اړه کابل ته خبر نه و رسېدلی او دا یوه استخباراتي ناکامي وه خو کله چې کابل ته خبر راورسېد افغان امنیتي ځواکونو په ۱۲ ساعتونو کې طالبان له غزني ښاره وایستل.»
ښاغلي غني دغه راز ویلي چې که د افغانستان اوسنی نظام ړنګ شي، دا هیواد به د نړیوالو ترهګرو پر پناهځای بدل شي.
ښاغلی ولسمشر په ځان عریضه کووی که کووم لویه ناکامی پټوی؟ ته څنګه ریس جمهوریی چی ۷۲ ساعته وروسته دخپل یولوی او له خطر سرمخ ولایت له سقوط نه خبریژی؟ څوتنه دی ددغی بی خبری په دلیل مجازات کړل؟