د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال فرید مشال

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /جمعه/ د غزني د سفر په لړ کې د دغه ولایت امنیه قوماندان فرید مشال ته د مل پاسوالۍ (جنرالۍ) رتبه ورکړه.

راپورونه وايي چې د غزني په جګړه کې د امنیه قوماندان فرید مشال په مشرۍ پولیسو د طالبانو په وړاندې کلک مقاومت وکړ او دا ډله یې پرې نښوده چې امنیه قومانداني، د ولایت مقام او نورې مهمې دولتي ادارې ونیسي.

همداراز ویل کېږي چې ملي اردو د جګړې په لومړیو ساعتونو کې د غزني په دفاع کې برخه وانخیسته او د ښار په هغه څنډه کې، چې د محقق پلویان پکې پوستې لري، طالبانو ته ډزه لار پرېښودل شوه چې ښار ته ننوځي.

ولسمشر غني فرید مشال ته د مل پاسوالۍ د رتبې د ورکولو ترڅنګ له هغه څخه د غزني د دفاع په خاطر مننه کړې ده.

One thought on “ولسمشر غني د غزني امنیه قوماندان ته د مل پاسوالۍ رتبه ورکړه”

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *