تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فرانسوي مجلې چارلي ابدو له لوري د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د کاریکاتور بیا خپرېدا په کلکه وغندله.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني د چارلي ابدو مجلې اقدام د اسلام مبین دین او مسلمانانو ته ستر سپکاوی بللی دی.

ولسمشر ویلي چې د افغانستان د مسلمانو خلکو په استازیتوب د اسلام د ستر پیغمبر د کاریکاتور خپرېدا غندي او هغه مسلمانانو ته سپکاوی ګڼي.

ده همداراز ویلي چې مقدساتو ته سپکاوی غیرمسوولانه عمل دی.

د افغانستان ولسمشر په عین حال کې ویلي چې د بیان له ازادۍ څخه باید د دینونو ترمنځ د لا زیات تفاهم او ګډ سوله ییز ژوند لپاره رغنده کار واخیستل شي.

ولسمشر ویلي چې افغانستان د بل هر هېواد په پرتله له جګړو او تاوتريخوالي زیات ځورېږي، نو ځکه تر نورو ملتونو د نړۍ له ټولو خلکو سره د تفاهم او یو بل منلو اړتیا لا زیاته درک کوي.

د کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر دوهم پاب او ګڼو اسلامي هیوادونو د فرانسوي مجلې له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور خپرېدا غندلې ده.

چارلي ابدو مجلې، چې څلور کاله وړاندې یې هم د اسلام د پیغمبر کاریکاتور خپور کړی و، د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې یو وار بیا د اسلام د پیغمبر کاریکاتور خپور کړ چې پر دفتر یې وسله واله حمله وشوه او ۱۴ کارکوونکي یې ووژل شول.

په همدې حال کې له فرانسې وروسته په بلجیم کې د ورته برید اندېښنې زیاتې شوي او د دغه هیواد پوځ په مختلفو ښارونو کې تیارسی شوی دی.

په بلجیم کې وروستته له دې پوځ په ښارونو کې ځای پر ځای شو چې امنیتي ځواکونو د مشکوکو وسله والو اسلامپالو پر ضد په عملیاتو کې څو تنه ونیول.

One thought on “ولسمشر غني د فرانسوي مجلې له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور خپرېدا په کلکه وغندله”
  1. ګرانو لوستونکو
    سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ
    د ولسمشر ښاغلي اشرف غنی دغه دریځ د ټولو مسلمانو افغانانو دریځ دی او باید ټوله نړۍ ددغه شان ناوړه او بې منطقه کرغیړن عمل په کلکه غندنه وکړي ترڅو فرانسوي احمقان نور له دغه شان پارونکو کړنو لاس په سرشي او که داسې ونه شي نو بیا د راتلونکو نا کراریو پړه به نه یوازې د چارلي ابیدو د مجلې د کارکوونکو او په ځانګړې توګه د مسؤول مدیریت په غاړه وي بلکه فرانسه او نور د فرانسې په شان هیوادونه به هم ورسره شریک او ګډ ګڼل کیږي چې ددغه شان کړنو په خپله خاوره مخه نه نیسي. زمونږ ولسمشر باید دغه شان دریځ ولري او د سولې او په نړیواله توګه د قرارۍ لپاره ګامونه پورته کړي.

ځواب ورکول شریف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *