تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې د لاهور حمله وغندله او د پاکستان له ولس او حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

له ارګ څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني ویلي:«د افغانستان حکومت د پاکستان د لاهور نننۍ تروریستي حمله، چې د بېګناه ملکیانو ژوند یې واخیست، غندي.»

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي:«موږ د قربانیانو له کورنیو، د پاکستان له خلکو او حکومت سره غمرازي کوو. په عین حال کې په دې ټینګار کوو چې تروریزم پولې نه پېژني، نو باید د سیمه ییزو همکاریو د زیاتولو له لارې په ګډه ورسره مبارزه وشي.»

د لاهور د ګلشن اقبال مېنې د پارک په چاودنه کې، چې پولیس وايي انتحاري وه، ۷۰ تنه وژل شوي او ۳۰۰ نور ژوبل دي.

روغتوني سرچیني وېره لري چې د تلفاتو شمېر به زیات شي ځکه ډېری ټپیان مرګي حاله ښکاري. (د پېښې نور جزییات ولولئ)

 په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې اکثره دا ډول بریدونه د پاکستاني طالبانو تحریک کوي خو تراوسه پوري دې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی. پر طالبانو سربېره په پاکستان کې ګڼې نورې سختدریځې ډلې شته چې ادعا کېږي د پاکستان استخباراتي ادارو د هند او افغانستان لپاره جوړې کړي او روزلي خو ډېر ځلي د پاکستان عام خلک وژني.

د یوه تازه خبر پر اساس د پاکستان ډان ورځپاڼې وویل چې جمعیت الحرار ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی. د ډان پر اساس جمعیت الحرار په پاکستاني طالبانو پوري تړلې ډله ده.

2 thoughts on “ولسمشر غني د لاهور پر پېښې د پاکستان له ولس او حکومت سره غمرازي وکړه”

ځواب ورکول نجیب الله علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *