تاند- ولسمشر غني د ښوونځیو د نجونو زده کوونکو لپاره د پوهنې وزارت له لوري وړاندیز شوی یونیفورم رد کړ.

ولسمشر غني د پوهنې وزارت ته ویلي چې د زده کوونکو، د هغوی د والدینو او ښوونکو نظرونه هم وپوښتي او د هغوی له خوښې سره سم یونیفورم تجویز کړي.

ولسمشر غني د پوهنې وزارت ته همداراز ویلي چې د کورنیو اقتصادي وضعیت، کلتور او افغاني دودونه هم په پام کې ونیسي او په رڼا کې یې نوی یونیفورم چمتو کړي.

د ښوونځیو د نجونو زده کوونکو لپاره د یونیفورم په اړه پرېکړه شاوخوا دوې میاشتې پخوا د اجرايي رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه او د پوهنې وزارت ته لارښوونه وشوه چې یونیفورم وړاندیز کړي.

د پوهنې وزارت د ابتدايي ښوونځي یا تر اتم ټولګي پوري تر زنګنونو پوري اوږده ابي یونیفورم او د لېسې او متوسطې د دورې لپاره خړ رنګه اوږده کالي وړاندیز کړي دي.

د دواړو دورو د زده کوونکو ټیکري سپین په پام کې نیول شوي دي.

3 thoughts on “ولسمشر غني د نجونو زده کوونکو لپاره د پوهنې وزارت تجویز شوی یونیفورم رد کړ”
  1. که یونیفورم نه وي زمونږ اولادونه به له اسلامه ووځي؟ څوک به راپورې وخاندي؟ له نورو به بېرته پاته شو؟ ګټه به یې څه وي؟
    فکر کوم ستاسو وړاندیز شوی یونیفورم به پاکستان ته ډېره ګټه ورواړوی او د هغوی د نساجي فابريکې به نورې هم فعاله شي.

  2. دا کوم تور او سپين لباس چې اوس د ښونځي نجونه لري پدې کې څه ستونځه ده؟ ددې پر ځای چې لباس بدل کړي که عبدالله نر وي د هغو غریبو نجونو سره دې د لباس لپاره مالي مرسته وکړي چې د اخستلو توان یې نه لري. او بیاعبدالله ولې خپلې لور ته د پتلون او تې شرټ پر ځای شرعي لباس نه اغوندي. ولې د خلکو په اساسي ستونځو چې امنیت او بې کاري ده فکر نه کوي؟ بې ادبي معاف وايی چې هندو اوزګار وي خپلې ……. تلي نو عبدالله هم د ځان مطرح کولو لپاره دا موضوع پيدا کړه.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *