تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله وژل کېدا تایید کړه.
ولسمشر غني د جمعې په ورځ ناوخته /جون۱۵/ په یوه ټویټري پیغام کې د کونړ ولایت په مروره ولسوالي کې د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کېدا تایید کړې او هغه یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اعتماد جوړولو لور ته یو لوی ګام بللی دی.
ولسمشر غني دا هم ویلي چې په دې اړه یې د پاکستان له موقت صدراعظم نصیرالملک او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې کړي دي.
د پاکستان پوځ هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان ولسمشر له قمر باجوه سره د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه خبرې کړي دي.
ولسمشر غني ویلي«د ده وژنه د افغانستان د امنیتي ادارو په مشرۍ د نه ستړې کېدونکو استخباراتي هلوځلو نتیجه ده.»
ولسمشر غني دا هم ویلي چې د پاکستان له صدراعظم او د پوځ له لوی درستیز څخه یې په کلکه وغوښتل چې دوی دې هم په پاکستان کې مېشت افغان طالبان د سولې د خبرو مېز ته راولي.
تر دې وړاندې د امریکا پوځ ویلي و چې بې پېلوټه الوتکو یې د پنجشنبې په ورځ /جون ۱۳/ د کونړ په مروزه ولسوالي کې د پاکستاني طالبانو مشر په نخښه کړی دی.
پاکستاني طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ویلي.
پاکستاني طالبان، چې د افغانستان، امریکا او پاکستان له لوري پر له پسې تر فشار لاندې دي، اکثره مشران له لاسه ورکړي او سخته ځپل شوي دي.
محترم اشرف غنی صاحب.که چیری د مولوی صاحب په شهادت ،له پاکستان څخه سوله غواړی دا هیله تمه له پاکستان فوځ څخه مه کوه،د پاکستان طالیب یی در باندی شهید کړ،او افغان طالیبانو ته پاکستان فوځ د عید جشنونه ،په اسلام اباد کی برابر کړی دی.په تا یی وژنی،او تاته یی چاغوی،
د افغانستان دولت باید د پاکستانی طالبانو د مشر په وژلو کی مرسته نه وای کری او هغه یی د یو فشار ذریعه د پاکستان په مقابل کی کارولی وای پا کستان هسی هم د افغانستان په سوله کی مرسته نه کوی او هر وار یی د افغانستان حکومت ته دوکه ورکری
اوس چه وژل شو باید د منظور ملاتر وکری