تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل ښار ته ووت او یو سړک یې جارو کړ.
دا ورځ د نورې نړۍ په شان په افغانستان کې د دې لپاره لمانځل کېږي چې د چاپېریال ساتنې ته د انسانانو پام واړول شي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې ولسمشر په دې کار سره غواړي چې افغانان د خپل چاپېریال پاک ساتلو ته وهڅوي.
د چاپېریال ساتنې د ا��ارې مرستیال غلام محمد ملکیار رسنیو ته وویل:«ولسمشر نن یو مهم نوښت وکړ، تر دې مخکې موږ له ولسمشر او د کابینې له غړیو سره خبرې کړې وې. ولسمشر د کابل پُل ارتل ته راغی، زموږ له ځوانو همکارانو او رضاکارانو سره یې یو ځای جارو په لاس کې ونیوه او سړک یې پاک کړ. د دې معنا دا ده چې هر افغان د خپل چاپېریال د ساتنې او پاکولو مسوولیت لري.»
د «شین افغانستان ټولنه» او «افغان ملي غورځنګ» نن په دې مناسبت له یوې غونډې وروسته د چاپېریال ساتنې او خلکو ته د چاپېریال ساتنې د اهمیت د څرګندولو لپاره کمپاین پیلوي.
د ملګروملتو د چاپېریال پروګرام له ۱۹۷۲ م کال راهیسي د چاپېریال ساتنې د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي د زیاتولو لپاره هر کال د جون پنځمه په بېلابېلو مراسمو لمانځي.
په افغانستان کې تر بل هر هیواد د چاپېریال پاکولو ته لږه پاملرنه کېږي ځکه چې له یوې خوا خلک خلک د چاپېریال ساتنې پر اهمیت لږ پوهېږي او له بلې خوا د حکومت او خلکو امکانات لږ دي.
غنی جانه ، نظر دی ښه دی
او که رښتیا د زړه له کومی دچاپیریال د پاک ساتلو هود درسره وی نو لمړی باید هغه مافیایی کړی چی دا هرڅه نا خوالی په هیواد کی دهغوی له لاسه را پیش دی لاسون لند او قانون ته یی وسپری
مګر تاسو دا کار نکوی او خلک خطا باسی ، هغه دیر جنایتکاران او مافیا دا اوس ستاسو په څنګ او ستاسو سره په حکومت کی دی او دهغو سره د خلکو پر سر او دهیواد پر سرنوشت غیر قانونی او خلاف د ملی ګټو تصمیمونه نیسی ، او بیا کوڅې ته را وځی او د درواغو تظاهر کوی چی دا مو بله نیرنګ دی ! د خدای په روی که خدای ته عقیده نلری خو په سیکولار رژیمونو کی بشر ته حد اقل احترام شته دهغه په روی د درواغو لاس په سر شی! دادی ستاسو د دنیمګړی پاچاهی نه اته میاشتی ووتې ، تاسو خو ویلی وه چی سل ورځی بعد له خپل حاکمیت نه د خپل اجاآتو ګذارش ملت ته ورکوی! تاسو دویلو دپاره بیله درواغو نور هم څه لری؟
محقق ویلی وو چی ستاسو قواره ریاست جمهوری ته نه ایسی ، داچی هغه خپله یو جنګی جنایتکار او یو فاشیست دیو جنایتکاره ګروپ مشر دی بله موضوع ده مګر هغه خبره خو رښتیا را ووته چی تاسو خو هیڅ هم نه یاست؟ مونږ به فکر کاوه چی قواره دی نغواړو مګر شاید په اجراآتو کی به ستاسو ابتکار ثابت شی ، هغه خو ستاسو تر قواری هم بدتره را وخوت! اوس به ملت څه کوی؟
دا دکوڅی پاک کاری خو ښه کار دی په شرط ددې چی تاسو او عبدالله جان دسترګو طبیب دواړو دا درهبری لوی مسولیتونه وخلکو ته پریږدی او دغه اوسنی او ننی کار په شوق سره پر مخ بو ځی چی ملت به درنه خوشحاله وی
فکر کوم چی د سرک له جارو کولو نه نور زیات مهم کارونه شته چی ښاغلی ولسمشر یی وکړی. په زرګونو ځوانان بیکاره ګرځی کیدای شی چی د ځوانانو په استخدام سره د ښار واټونه هره ورځ پاک وساتل شی .
ترټولو د مخه هیواد ته پاک او له کیفیته ډک تیل وارد شی ترڅو د هوا له ککړتیا نه مخنیوی وکړی. که ښاغلی ولسمشر له خپل قانونی صلاحیت نه کار واخلی او یو با دسپلینه کابل ښاروال وټاکی چی د منظم پلان له مخی د ښار لپاره نوی نقشی ، کانالیزاسیون ، پاک او پاخه سرکونه او کوڅی جوړی کړی دا به له هرڅه با ارزښته او هیواد ته ګټور وی.
دوستانو چی هره تبصره ليکلی هغه ددوی شخصی نظر دی اما دهيواد هغه مشکلات او جنجالونه چی محترم جمهورريس غنی ته په ميراث پاته دی دهغو لمنځه وړل کوم اسانه کارندی.زموږ جمهورريس دښامارانو سره لاس اوګريوان دی راځی چی دريښتينی قضاوت وکړو،دتيلو تجارت ، چی دغلو په لاس کی دی اودتيلو دټانګونو دغلو سره لاری لری غنی څنګه کولای شی داغله کنترول کړی، چی خپله خلک ورسره پدی کی شريک وی، دا زموږ دنده ده چی مخنيوی يي وکړو اودحکومت دچارواکو سره دغلو اودبډه اخيستونکو په وړاندی چپه خوله ونه اوسو.باکيفيته تيل لوړ نرخ لری ايا زموږ خوار ولس دهغوی درانيولو وس لری؟ البته خبری ډيری دی اما زما په اند محترم جمهورریس معقول اوسم کار کړی چی کوڅی ته راوتلی او په تورشيشه موټرکی دخپلو وطنوالو څخه نه پټيږی.محترم جمهورريس ته په ټولوکارونوکی دکاميابیوهيله کوم ومن الله توفيق . اکبری
There are more important things to be done than cleaning the street.
Many young people need jobs other wise they will be recruited by the Taliban and/or IS.
ولې باید مثبت کارونه تاید نه کړو؟
دې ته وائي یو پوه اودعلم څښتن ،اودې ته وائې تواضع او دې ته وائې داسلامیت نښه (حشر)۰