تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: ولسمشر غني د کابل امنیه قومندانۍ ته درې میاشتې ضرب الاجل ورکړی چې په دغه موده کې د جرمونو او فساد کچه صفر کړي.

د ارګ د ویاند دفتر وايي، ولسمشر د کابل د دریم امنیتي زون له مشرانو سره نن په دې اړه لیدنه کړې او امر یې ورته کړی دی چې په دریو میاشتو کې د جرمونو کچه راټیټه کړي.

ولسمشر د پولیسو مسوولانو سره په لدینه کې زیاته کړې، خلک او دی پخپله د کابل د پولیسو له کار څخه راضي نه دی: (( تاسې تر اوسه د جرمونو په مخنیوي او د خلکو د قناعت په ترلاسه کولو بریالي شوي نه یاست.))

ولسمشر ویلي، د کابل امنیتي مسوولان باید په دریو میاشتو کې د امنیت فساد او اصلاحاتو په برخه کې ځان ثابت کړي او د قاچاقبرو تر څنګ د جرمي کړیو په راپرځولو کې پراخ اقدامات وکړي.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، ارشد امنیتي معین، د کابل امنیه قومندان او د کابل د حوزو د امرینو تر څنګ د کابل مرکزي دریم امنیتي زون مسوولانو برخه اخیستې وه.

2 thoughts on “ولسمشر غني د کابل امنیه قومندانۍ ته ۳ میاشتې مهلت ورکړ چې جرایم او زورواکان له منځه یوسي”
  1. مطلب نه یی ختموی ولی یو دولت خپل راز افشاء کوی ما ته خو هسی مارکیټنګ ښکاری

  2. ښه خبر دی خو پدی شرط چی وزارت داخله د جرمنو او غلاو په اړه جدی اقدام وکړی

    ځکه تیره اونی الماس ځوی په کاردان پوهنتون یو امنیتی کس وواژه او همدارنګه کابل کی زیاتره غلا او ترور او وژنی د فهیم له وخته روانی دی چی دا کړی اوس هم فعالی دی چی زیاتره دولتی او پارلمانی چارواکی یی مالی او تخنیکی ملاتړ کوی

    ځکه خو د خوشحال سادات په وړاندی ډول ډول جنجالونه جوړ کړل

ځواب ورکول شینواری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *