تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي په یوه فرمان کې د کابل بانک د دوسیې د څېړلو حکم وکړ.

ولسمشر احمدزي ویلي چې له فساد سره کلکه مبارزه کوي او د نوي کابل بانک دوسیه باید راپورته او وڅېړل شي.

کابل بانک د حامد کرزي په دوره کې لوټ شو خو د دغه بانک لوټونکي، چې د ادعاوو پر اساس د کرزي او مارشال فهیم خپلوان ول، معاف کړای شول.

وروسته دا بانک د افغانستان ملي بانک ته وسپارل شو او بېرته د هغه ونډې داوطلبۍ ته وړاندې شوې.

د کابل بانک په قضیه کې له ۸۰۰ ملیون څخه تر زر ملیون ډالرو پوري تاوان وشو.

0 thoughts on “ولسمشر غني د کابل بانک د دوسیې د څېړلو حکم وکړ”
  1. عزتمند جلال التماب دافغانستا ریس صاحب جمهور.!
    مونږ پو هيدو او پو هيږو څه چه دي ويلي وه اوس دهغي دعملي کيدو په لار کي مثبت قدمونه اخلی داد ملت دخوشحالۍ چراغونه دي چه روشانه کيږي.
    زه جنرال حبيبالله جلالزوې دهالند څخه په سر او مال خپل ملا تړ دستا څخه اعلانوم.
    بعدې امکانات تا پورې تعلق لرې.
    پشنهاد?
    زه دتحقيق ،اپراتیفې ، استخباراتې کار پوه اوپه دې ډنډه کې کاملا په ځان حاکميت لرم يخ مغز,ګرم زړه ،او دخداې په فضل پاک لاسونه لرم ځما دکار کردګۍ پوشتنه هم کولي شي?
    هيله مند ېم چه دکابل بانک دوسيه ماته وسپاري زه به دخپل مسلکی پوهې په لرلو سره اوتا محترم ته په اطمينان سره واقيعتونه او مسولين به په ګوته او دمحاکمي ميز ته ودروم.
    زه افغان يم اروپا پريږدم افغانانو او دافغانستان ملت دخدمت دپاره اماده او حاضريم.
    په خورا درناوي جنرال حبيبالله جلالزوی دهالند ځخه

  2. ولس سمون غواړي خو له دې هم وېره لري چې دا نسبي وضعیت لکه غازي امان الله خان په اوبو لاهو نه کړي…. که مشر وایي ولس راپسې دی خو په دې باید هم فکر وکړي چې ګاونډیان او کور د ننه برکټیان ناست همدېته دي…خیر الامور اوسطها…. چې ټکر نه شې موږ خوشاله یو خو بیا نه چې له صفره یی پیلوو

  3. درنو هیوادوالو اسلام وعلیکم ورحمت الله وبرکاتُ ! اوبیا داچی نوې ولسمشر داکتر محمد اشرف غنی احمدزئ چی زه یی هیڅ شناخت او پیژندګلوی نه ورسره لرم ، او درسته هم نده چی د حتماً د سیاسی حمایت لپاره پیژندګلوی به منځکی وی ، راځم اصلی تکی ته هغه داچی محترم ولسمشر دافغان ولس د شتو او دارایی دغلو هغه دوسیه چی مخکی د لور پورو چارواکو له خوا لوټ او تالا شویوه او هغه دکابل بانک نه په حدود دیو ملیلردو دالرو دغلا دوسیه دبیا څیرلو امر کړیدی، درنو هیوادوالو ! ددې فرمان دصدور نه افغان ملت ته دیر لوی زیرئ دئ او په مقابل کی دهغو غلو او خواخوږو د دسیسو او سبوتاژونو لرئ ددې امر دمخالفت دپاره هم هیر نشی، ځکه نو د درنو هیوادوالو نه په دیره درنښت هیله کیږی چی په دیر هوشیاری او او خپل سیاسی ، معنوی او دهر دول همکاری دپاره دنوې ولسمشر دملی امورو دپرمخ بیولو دپاره ځانونه حاضر او چمتو کړی او پرینږدی چی دملت دښتمنی غلو ته ځای خالی کړی.
    همداسی له درنو ملی ویبسایتونو مدیرانو نه هم په دیر درنښت هیله مند یم چی دا جریان په میړانه او دملی ګتو دساتلو په خاطر هره ورځ ژوڼدئ وساتی.
    په دیر درنښت
    سباوون برئ

  4. جلا لتمآب جمهور رییس ډاکټر اشرف غني احمد زۍ السلام علیکم و رحمته الله و برکاته! زه پوهیږم چې ته ددې جنګ ځپلي وطن د جوړولو ټینګ عزم لرې، ولې پام د وي چې په څنګ کې د ډیر داخلي او خارجي دښمنان هم شته، چې نه غواړي دا میړه نۍ ولس پخپلو پښو ودریږي، ځکه دوی پو هیږي چې که دا میړنۍ ولس پخپلو پښو ودریږي ، دومره تونده ځغا سته به وکړي چې را ایل کول به یې ډیر ګران وي، نو په دې خا طر زه ستاسې د یوه خوا خوږي( خوا خوږۍ په دی خا طر چې ته دا وطن جوړوي) په توګه وړاندیز کوم چې له پوره دقت او هر اړخیزې څیړنې او له مؤمنو او په وطن مینو مشا ورینو له هر اړ خیزې مشورې وروسته هوډ وکړه او، وروسته اوچت او استوار قدمونه پورته کړه، زه په دې لیکنه نه غواړم ستا اراده سسته کړم تاریخي تجربې هم مهمې دي و.

  5. This is the first step towards reforms and what Ashraf ghani had promised to the nation that he will take account of each illegal and corrupt practice exercised by any one in the past.but he must also take each step very carefully because there are still a lot of hurdles in this way this is a way of thorns not sillk.But we think this is a positive gesture and proves his honesty and sincerity about Afghanistan and his devotion to the duty of his place.

  6. ښاغلی جنرال حبيب الله جلالزوي وایم بیشکه چه غمخور افغان یی، خدای دی وکړی چه ستا ږغ لوړ پولو چارواکو ته ورسیږی، ځکه چه وطن نن سبا ستا او ستا په شان ورته مسلکی او پوهه اشخاصو ته ډیرضرورت لری.

    کله چه مودوطن جنگی مجرمین، غله اوفسادیان دقانون پنجو ته وسپارل شی، نودوطن پاک خلک په تیره بیا غریبانان اومحتاجه به ډیر خوشحاله شی، اوهم به مو خاوره، غرونه، سیندونه، هوا، څاروی او مرغان خوشحاله شی، ځکه دغو فسادیانو ددغو ټولو حق خوړلی دی.

    په درناوی

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *