تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن مخکې تر دې چې ازبکستان ته روان شي، د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر ريیس او قوماندان برطرفه کړل.
ارګ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د کابل د نړیوال هوايي ډګر ريیس او قوماندان په دې خاطر چې په دندو کې یې غفلت کړی، لېري کړي دي.
ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته ویلي چې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د قوماندانۍ لپاره درې تنه تجربه کاره کسان ورمعرفي کړي.
ولسمشر غني همداراز امر کړی، د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر هغه ټول کارکوونکي دې بې استثنا تبدیل شي چې په دغه هوايي ډګر کې یې تر ۵ کاله زیات کار کړی او د هغو پر ځای دې د یوې شفافې پروسې له لارې نوي کسان وګومارل شي.
محمد اشرف غني وویل، په میدان کې د دفترونو شمېر زیات دی، مسوولیتونه روښانه نه دي او وظیفوي تفکیک موجود نه دی. هغه زیاته کړه، څرګند مقررات دې رامنځته او پر ټولو تطبیق شي او د هوايي ډګر د ریاست دندې دې په اصولي بڼه تعریف او تنظیم شي.
ولسمشر دا پرېکړه نن وروسته له دې وکړه چې د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د چارو د هر اړخیزې څېړنې کمیسیون راپور یې واورېد.
د دغه کمیسیون مشر سردار محمد روشن وویل د هوايي ډګر وضعیت او ټولې کمزورې برخې یې څېړلي او لازم وړاندیزونه یې برابر کړي دي.
ښاغلي روشن څرګنده کړه، په امنیتي برخه کې د څو امنیتي اورګانونو شتون وظیفوي تداخل رامنځته کړی او همدارنګه په میدان کې د څو دفترونو موجودیت قاچاق ته لار پرانېستې ده.
هغه له امنیتي پلوه د قراردادیانو د تیلو زېرمې او د درې شرکتونو له خوا د هغو د قراردادونو انحصار د اندېښنې وړ وباله.
خوشاله یم چې د هوايي ډګر په اړه د ولسمشر د پریکړې اورم.
د کابل د هوايي ډګر د فساد زه پخپله قرباني یم ځکه چې سره د جنرالۍ حقنواز حقیار زما په پاسپورت د دخولي ټاپې په سره ۲۵۰ امریکايي ډالر رشوت پداسې انداز کې واخیست چې ما ته یې د احمق فکر وکړ او دا یې انګیرله چې زه هیڅ پدې هر څه نه پوهیږم.
الله ګواه دی چې پخپلو ۲۵۰ دالرو نه وه خپه خو پدې خپه وم چې په افغانستان کې آن یو جنرال هم تر دې کچه پست او ذلیل کیدلی شي چې ۲۵۰ دالر رشوت ته هم لاس اوږد کړي!
د تعجب وړ خو راته دا وه چې زه ورته د کورنیو چارو وزارت څخه یو بل جنرال ورپیژندلی وم خو بیا یې هم په ډیره سپین سترګۍ را نه رشوت واخیست. زه پدې پایله ورسیدلم چې فساد دومره لوړ دی چې د اول تر اخره ټول چارواکي پکې ښکیل دي ځکه که چیرته هغه چا چې زه حقیار ته ورپیژندلی وم، پاک وای نو حقنواز به هیڅکله دا جرائت نه وو کړی چې زما نه دې رشوت واخلي!
او ترټولو یې د خندا وړ دا وه چې کله په لومړي سر کې حقنواز ما ته منفي ځواب راکړ چې نشي کولی زما په پاسپورت کې دخولي ټاپه ووهي نو خدای شته زه ورسره یو څه تیز لاړم او نور یې د دفتر نه راوتلم چې د راباند غږ کړ، راځه یو پښتون ځوان یې د پښتو لپاره به دې دا کار وکړم خو ته باید ما ته ۲۰۰ لار د دوبۍ – کابل د ټکټ راکړې چې زه یې د اماراتو هوايي کرښې ته ورکړم ترڅو ستا نوم پخپل منوفسټ کې واچوي او مونږ وتوانیږو د هغوۍ د راپور پر بنسټ ستاسې راتګ پخپل ډیټابیس کې راجستر کړو. ما ورته د بیوسۍ مسکا وکړه، خو په زړه کې مې ویل چې امارات هوای کرښه خو څه د افغانستان دولت غوندې بې سر و پایه شرکت ندی چې ما دې ورسره سفر نه وي کړی او تش د ۲۰۰ دالرو په بدل کې دې زما نوم پخپل منوفیست کې واچوي او بیا ته دې د هغوۍ د اکاونټنټ دنده ترسره کړې ترڅو زما نه د ټکټ پیسې واخلې او هغوۍ ته یې ورسوې!
لعنت دې وي ستا پشان په رشوت خور پښتون
سردار روشن خپله یو غټ غل دۍ چې په یو وخت له څو ځایونو ماشونه اخلي.
Zama pa fikar dagha wazir der qoomparast shakhs da dagha ba tol khpal nafar rawali aw bas dagha dumra bewejdana de che quran warata wanisi waba na mani os kho yaw so taki pashto wai bia ba dagha na we haqnawaz bad na woo bayad akhtar warkarai shawai wai na bartarafi pa hamid karzi nariwal dagar ke moshkelat der woo bechara hagha moosafir che de saudi na ratlai chon pakistani passportoono bandi ratalal bayad warta tapa kawalai lekan dui dagha kar na kawo che dero ziato moshkelato sara makha makh shwal aw de bazo vizi khatmi shwee.
ډیر کثیف شخص او ډیر کثیف عمل !
یو جنرالاو ۲۵۰ ډالره رشوت وشرمیږه شرمیدلی دخوستوالو نوم دبد کړ.
Kaseep insan kho zaka o chi afhganan ba kharij na raghla da pakistan pa passport watan ta ratlah har dawlat ba raprikho doy ba aoniwal waly ??ta kho mi khpal hakomat e kana waly ma na passport nisi .da pakistan pasi bad mawayai 37kala mo kho pa aizat ki taer kra tool Afghanan e pa khpallo passporto kharij ta waligal nan Masha,Allah afghana gozarakai !zmong khpal hkomat ta gora rishwat darna akhli hagha ham doular ghware mosolman e dakho ma,aloma khabara da chi afghan da pakistan pa passport kharij ta tlali o hasi pakhtano sara khkara ziatay rawan da kho Insha,Allah da doy lapara ba e anjam kharab v