تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند درېیم فېز پرانیست.

ښاغلي غني په دې مناسبت غونډې ته وویل«کمال خان بند یوازې نیمروزیانو ته ویاړ نه دی، بلکې دا د افغانستان ویاړ دی او د سیستان بیا احیا د هر افغان هیله ده. د افغانستان په هره نقطه کې به د هر بند جوړولو وار را ورسېږي او په دغه برخه کې ټینګه اراده لرو.»

د کمال خان بند په نیمروز کې په لکونو جریبه مځکه خړوبوي د لسګونو زرو افغانانو پر ژوند مثبت اغېز لري خو د نیمروز خلک وايي چې ګاونډی هیواد ایران یې مخالفت کوي او تل یې د وسله والو طالبانو په وسیله د دغه بند د جوړېدو د چارو مخه نیولې ده.

د کمال خان بند او د ایران د چاه بهار بندر بشپړېدا به د نیمروز، چې اوس د افغانستان یو وروسته پاتې او بېوزله ولایت دی، څېره یو مخ بدله کړي.

ولسمشر غني د نیمروز د ودې لپاره د چاه بهار اهمیت ته په اشارې وویل «نیمروز به له چابهار سره وصل شي، چې د سیمې په اقتصادي وده کې به د پام وړ بدلون راڅرګند شي.»

ولسمشر د ورېښمو د دویم پُل د کار د پیلېدو ژمنه هم وکړه، ویې ویل چې د دغه پُل نیمايي لګښت به حکومت ورکړي.

ښاغلی غني بندونو ته ځانګړی پام لري او غواړي چې شاوخوا ۲۱ بندونه جوړ کړي.

د افغانستان د اوبو لویه برخه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي او افغانستان ورڅخه ډېره لږه ګټه اخلي.

ویل کېږي چې که افغانستان له خپلو اوبو سمه استفاده وکړي نه یوازې دا چې په کرهڼه کې به د افغانستان محصولات څو برابره زیات شي بلکې ګاونډیو هیوادونو ته به د برښنا په صادروونکي بدل شي.

One thought on “ولسمشر غني د کمال خان بند درېم پړاو پرانیست”
  1. په رښتیا هم که افغانستان له خپلو اوبو سمه استفاده وکړي په کرنه کې به د افغانستان محصولات څو برابره زیات شي ، زرګونو خلکو ته به پدې برخه کې کار پیدا شي. خو پام چې تورن صیب درباندې خبر نه شي که هغه خبر شو د سلما د بند په شان به دا بند هم درته وران او د خپل بادار د خوشحالی لپاره به هرې خواته منډې وکړي.

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *