تاند- د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني به له پاکستان سره د خپل هیواد د اړیکو د بیا جوړولو لپاره روانه اوونۍ اسلام اباد ته لاړ شي.

د ښاغلي غني دا سفر افغان او نړیوالو چارواکو له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیاپیلولو لپاره د یوې نوې هڅې پیل بللی دی.

ولسمشر غني وروسته له دې اسلام اباد ته سفر کوي چې د پاکستان دوو تر ټولو نژدې دوستانو یعني سعودي عربستان او چین ته یې سفرونه وکړل.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې دیپلوماتانو پیکینګ او ریاض ته د ولسمشر غني سفرونه د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره پر پاکستان نامستقیم فشار بللي دي.

د افغان ولسمشر ویندوی نظیف الله سالارزي وویل چې ښاغلی غني روانه اوونۍ د پاکستان له صدراعظم سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته په رسمي سفر ځي.

ده په عین حال کې وویل چې د دواړو هیوادونو مامورین د دوو هیوادونو د مشرانو د خبرو پر اجنډا کار کوي.

راپورونه وايي چې ولسمشر غني د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز له لوري پاکستان ته د سفر د بلنې په خواب کې ویلي و چې د دوو هیوادونو د چارواکو ترمنځ زیاتې خبرې شوي، اوس وخت د عمل دی، کابل غواړي چې د اسلام اباد په دریځ کې عملي بدلون وویني او بل دا چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ د پرېکړو مراجع زیات دي.

وروسته د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته سفر وکړ او ولسمشر غني ته یې وویل چې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت په استازیتوب راغلی او خبرې کوي.

ښاغلي سالارزي وویل چې له پاکستاني لوري سره به د ولسمشر غني د خبرو تمرکز د دوو هیوادونو د اقتصادي اړیکو او د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا وي.

ده همداراز وویل:«افغانستان له پاکستان سره د ریښتینو او صادقانه اړیکو او دوستۍ غوښتونکی دی. هماغسي چې ولسمشر ویلي، موږ دې ته د فرصت د یوې اورسۍ په سترګه ګورو. موږ غواړو چې دا کوچنی اورسۍ پر یوې لویې دروازې بدله شي، او بیا پر یوه دهلېز واوړي او بالاخره یوه لویه لاره شي.

پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې تر ټولو زیات مهم بلل کېږي ځکه چې د افغان طالبانو مشران اود قوماندې مرکز د دغه هیواد په خاوره کې دی.

د پینتاګون په وروستي راپور کې ویل شوي چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې اور ته پوکی وهي.

4 thoughts on “ولسمشر غني روانه اوونۍ پاکستان ته رسمي سفر کوي”
  1. د پاک پروردګار په دربار کې دعا کوو چې د ولسمشر سفر بريالئ وي تر څو دواړه ملکونه د نیکو همسایه وو په څیر يودبل خيال وساتي او په هغه څه چې په خولې وايي د عمل په ساحه کې پلي کړي اود تیر په شان تیرایستونکې خبرې نه وي اود ولسمشر خبره نور د عمل وخت دئ

  2. دا هو ویلی وو چی پاکستان چی د افغانستان په سوله راوستو کی عملی هلی ځلی پیل نکړی نه به پاکستان ته سفر وکړی اونه به تش په خبرو خپل وخت ضایع کړی

  3. دا هو ویلی وو چی پاکستان چی د افغانستان په سوله راوستو کی عملی هلی ځلی پیل نکړی نه به پاکستان ته سفر وکړی اونه به تش په خبرو خپل وخت ضایع کړی هو په خپله وعده یی عمل ونکړو؟

  4. ډاکټر غنی په راتګ سره د پاکستان په دریځ کی ښکاره بدلون ښکاری او کچیری غنی دهند او چین سره خپلی اړیکی نوری هم پراخی کړی نو پر پاکستان به نورهم فشار زیاد شی او په افغانستان کی د تروریستانو د همکاری څخه لاس واخلی

ځواب ورکول samiullah Matoonwall ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *