تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړ چې د سولې په وړاندې هیڅ خنډ نه شي منلی او که خنډونه جوړ شي، ټول ولس ته به خنډ اچوونکي افشا کړي.

ولسمشر غني دا څرګندونې وروسته له دې نن /دوشنبه/د لوی اختر په مناسبت په وینا کې وکړې چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره د دولت د وروستۍ موافقې لاسلیک په وروستیو شېبو کې د حکومت په داخل کې د یوې زورورې حلقې له لوري وځنډول شو.

د حکومت او حرب اسلامي سرچینې د نوم د نه افشا کېدو په شرط وايي، عبدالله عبدالله او ډله یې له دغه ګوند سره د سولې د موافقې مخالف دی.

خو ولسمشر غني وویل«د افغانستان د ولسمشر په توګه د سولې په وړاندې هیڅ خنډ چې بې دلیله وي، نه شم منلی، هیڅ راز خنډ د دې مقدسې پروسې په مقابل کې زه نه منم او که موانع ایجاد شي نو بیا زما دنده ده او زما وظیفه ده چې ټول ولس سره جریان شریک کاندم او له ټول ولس نه غوښتنه وکړم چې د سولې لپاره ان شاالله او تعالي په واحد صف کې ودرېږي.»

پرون /یکشنبه/ ګلبدین حکمتیار په یوه اعلامیه کې وویل، د دوو کلونو له پر له پسې خبرو وروسته د افغانستان له حکومت سره پر یوې مهمې موافقې توافق ته رسېدلی خو په حکومت کې د داخلي ستونزو له کبله د موافقې نهايي لاسلیک ځنډېدلی دی.

ده په عین حال کې له حکومته غوښتي چې له ژمنې سره سم معاهده لاسلیک کړي.

8 thoughts on “ولسمشر غني له اسلامي حزب سره د سولې د مخالفانو د افشا کولو خبرداری ورکړ”
  1. که چېرې زه دې کابل دې شهرې قوماندانې دې قوماندن په صفت مقرر شوې واېې نو بېا دې ولسمشر دې اامر نه به پېدا شې چه سر غړونه وکړې او زه بېا هعه ته نر واېم افسوس چه شپېږو مېاشتو دې پاره زه ولسمشر مقرر کړې واېې او ما خپله لوې پاسوال عبدالرخمن رحمن ښه پېږنې او دې افسرانو ته زما ښه پېنځم مذهب ښه معلوم دې قسم درته خورم چه بېا کابل بدماش او غل نوم خو څوک په خوب کې ونه اورې مګر افسوس افسوس

  2. د ۱۹۹۲ کال را پدیخوا چې څومره وینه په افغانستان کې توی شوی او چې څومره ورانی شوی مسئولیت یې د شورای نظار په غاړه دی. دوی په هماغه وخت کې حزب اسلامی د خپلو بهرنیو ولینعمتانو په هدایت کابل ته نه راپریښود. دوی نه یوازی داچې د حزب اسلامي سره په جګړه کې وو بلکه د وحدت ګوند سره په افشارو، میرویس میدان، څلورمه کارته، د میوند د جادی دوهمه برخه، دریمه کارته ، دارلامان او په جمال مینه کې مسلحانه نښتو کې دخیل وو. د علی اباد روغتون همدی شورای نظاریانو د تلویزیون د غره نه په توپونو وویشت او وران یې کړ. د پل خشتي د سرک د دواړو غاړو دوکانونه او د میوند د جادی لومړی برخه او زوړ کابل د همدې شورای نظاریانو او دوستم تر منځ په جنګ کې چور او تخریب شو. جنګلک او پورته چهلستون پر حزب اسلامې د شورای نظاریانو د حملو په نتیجه کې وران شو. دې شورای نظاریانو یونس قانونی د پیسو د بوجیو سره کندهار ته ولیږه او کابل ته دده د راستنیدو یوه ورځ وروسته په کندهار کې جګړه پیل شوه او په کې ۵۰۰ تنه شهیدان شو او زرهاوو تنه بیرته بلوچستان ته وتښتیدل. په هرات کې د تورن اسمعیل سره دوی ووهل او بیا یی د ولایت او د قوماندانۍ څخه برطرف کړ. همداسی په نورو ولایتونو کې دوی د بیلا بیلو ډلو سره په جګړه بوخت وو. لنډه دا چې په افغانستان کې چې د ۱۹۹۲ کال نه وروسته څومره ورانی شوی په هغې کي شورای نظاریان مستقیما دخیل وو او د جګړو پیل ددوی له خوا شوی دی. اوس دوی د حزب اسلامي سره روغه نه غواړی بلکه د سقاو د زوی غوندی د حکمتیار نه بی قیدو شرطه تسلیمیدل غواړی چې دا کار هیڅ امکان نه لري. دوی د طالبانو سره د سولې مخالف دي او د روغې په لار کي اصلي خنډ همدا ډله ده. نو د سولې په خاطر باید اول دا ډله خلع سلاح شي او بیا د سیاسی پلوه دوی پر دې بوه کړی شي چې اقلیت دی او باید خپل ځای و پیژني. دا کار یوازی داسې کیدلی شي چې د دوی حامي امریکا په دې پوه کړی شي چې د افغانستان د خلکو د صیر او تحمل کاسه نوره ډکه ده او د دوی د پاره د بدو عواقبو د مخنیوي د پاره باید ددي خاینې ډلې د ساتنې نه لاس واخلې.

  3. علما دی قضاوت او جناب داکتر اشرف غنی ته دی منحیث ورثة الا نبیاء مسؤلانه مشوره ورکړی چه پدی مورد کی د خدای جل جلاله او رسول یی صلی الله علیه وسلم هدایات او فیصله څه ده؟
    اول دا چه صلح د خدای جل جلاله صریح امر دی د چا هغه هم د مفسدینو مشوری ته ضرورت نلری ،بیا دهغه افغان دښمنه ،معامله ګره او ښکرور مفسدین چه د بن د تړون نه ترننه یی ټول ارکان یی په فساد ،غلا ،په افغان وژنه لاسونه سره او د انحصار د دوام لپاره هیڅ ننګ او غیرت نه پیژنی.
    دا د رئیس جمهور صلاحیت دی چه د مسلمانانو او ملت د مصلحت لپاره هغه څه وکړی چه دین ورباندی امر کوی
    دوهم دا چه په معصیت کی له هیچا هم اطاعت نشته
    دا ډله بی له خود بینی او خود پرستی چه تر ټولو بدترین مهلک دی د خدمت او خیر کومه نښه هم تر اوسه ،ملت یی په یاد نلری او دا مفسدین جنګ کی خپلی ګټی لټوی ،نو نه تنها حزب اسلامی سره بلکه افغانی طالبانو سره هم باید صلح وشی ځکه ددی دواړو ډلو د محرومیت اساسی عامل او جنګ دوام همدا معامله ګر مفسدین دی چه باید حقوق یی اعاده او جنګ ختم شی
    علما او مصلحین د ملت نباید غلی یا ګنګی پاتی شی چه دابه ګناه او بی تمیزی وی چه دخیراومصلحت لپاره غږ پورته نه کړی

  4. واضح است که حلقات فروخته شده که در طول چندین سال با قاچاق و مواد مخدر با تعصب و چاپلوسی به باداران ایشان در حکومت شریک اند و نام کشور را در سطح ملی و بین المللی با خاک یکسان ساخته اند، منافع خودرا در صلح نه بلکه در جنگ میبینند، این حلقه منهوس هیچگاهطرفدار صلح نبوده و نیستند چون ایشان از خود اختیار ندارند

  5. ښاغلی ولسمشره مونږ ستاسی ددغه خبرو هرکلی کوو، هغه خلک چه دسولی ضد وی او یا سوله نه پیژنی هغه دنړی دټولوخلکو دشمنان دی

    ددی څخه معلومیږی چه دافغانستان خلک دیوی خوا دطالیبانو اوتورمخو داعیشیانو سره په جنګ دی اودبلی خوا په حکومت کی دننه دڅو خودغرضه زورباشانو، متعصبه او دسولی دشمنه خلکو سره په جنګ دی

  6. سلام درته وړندي کوم او ستاسو ته دزړه له کومی ده لوئ اختر مبارکې وايم ګران مشره الله تعالۍء دی ستاسو همت او حوصلاه درکړی چی دغه وطن د دی غذاب خلاس کړی نور تا دی اولس مشر ي ده سوله دپاره ټول افغان ملت به ته ملاتړ کوی الله پاک دستاسو ته په دنيک کار کښ کميابی درکړی

  7. دکړیدلې افغان ولس ښاغلیه مشره! لمړئ مو اختر مبارک شه ۰ رب دې روغتیا او بریالیتوب نصیب کړه۰
    د افغان مظلوم ولس څه کم څلویښت کاله (۱۹۷۱ میلادي) او په تیره بیا له ( ١۹۹۲میلادې) کال راپدیخوا چې د تنظیمونو د وروریت دوره ده، نه کور لري اونه اختر۰ د افغانستان د خلکو ژوند او سوکالي دې کمزورو کړیو چې تاسې زرورې بللې دي خراب کړئ۰ زمونږ د خلکوامنیت دې بې کلتورو چاړه په لاسو ناپوهو پردیو لیونیو، متعصبو کوماندانانو ګډوډ کړئ۰ تاسونه هیله ده چې نور د دې خلکو په ترپکواو خیزکو وخت ضایع نکړۍ۰ دغه یاغیان یو فزیکي(ضربي) عمل غواړي اوبس۰ او هیله ده چې ژر تر ژره په ټول هیواد کې د سولې پیغام واورو دا به زمونږ یو نیکمرغه اختروي۰
    د خپلواک افغانستان د سولیزـ پرمختګ په هیله۰ سرکوزي دې وي د افغان ولس دښمن۰

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *