تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد له یوې خورا مضرې ستونزې فساد سره د جهاد غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني، چې د ولسمشرۍ یې نژدې یو کال وځي، نن /سې شنبه/ وویل، فساد هغه سرطاني ریښه ده چې د افغان دولت بقا ګواښي.
ده په حکومتي ادارو کې فساد، د مځکو غضب، د مخدرو موادو تولید او قاچاق لویې ستونزې وبللې.
ښاغلي غني وویل چې حکومت پر کرهڼه پانګونه کوي ځکه چې اکثره افغانان کروندګر دي.
ده وویل افغانستان باید د قانوني زراعتي محصولاتو صادروونکی وپېژندل شي.
د شفافیت نړیواله اداره هرکال افغانستان د نړۍ په درو یا څلورو تر ټولو زیات فساد لرونکو هیوادونو کې شمېري.
همداراز د مخدرو موادو د تولید له پلوه افغانستان په نړۍ کې بد شهرت ترلاسه کړی دی.
متفکر صاحب په خپله قصیده کې وران شو، په خپل ځان یې عریضه وکړه.د خلکو نه یې د خپل ځان او خپلو دولتي مفسیدینو په ضد دجهاد غوښتنه وکړه. زه خو وایم په لومړي ځل یې حقیقت ووایه، ځکه څه حال روان دی، کار نشته، وحشیت او بربریت اوج ته رسیدلی، ځوانان مو څه ددې مفسید دولت د غلطو پالیسیو له امله تباه شو او څه ددې مفسید او بې کفایته دولت ، بیکارۍ او دبل له خوا تپل شوي جنګ له امله په تيښته نورو هیوادونو ته په لارو کې داوبو او ځناورو خوراک شو. لعنت دې وي ستاسو ددې نفاق ملي په دولت. د ترهګرونه زیات ستاسو ددې مفسددولت په ضدجهادپکاردی،که په افغانانوکې لږ غیرت هم وي باید راپاڅي اودایواځنۍ دخلاصون لاره ده.