تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ د قطر مرکز دوحې ته لاړ چې په یوه سرمشریزه کې د ګډون ترڅنګ له قطري مشرانو سره وویني.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ولسمشر قطر ته دا رسمي سفر د دغه هیواد د امیر تمیم بن حمد الثاني په بلنه کړی دی.

ویل شوي چې ولسمشر غني به په دوحه کې یوې سرمشریزې ته وینا وکړي او دغه راز به د قطر له امیر او صدراعظم سره وویني.

دی به د دې سفر په لړ کې د قطر له سوداګرو، نفوذ لرونکو شخصیتونو او پانګوالو سره هم خبرې وکړي.

قطر ته د افغان ولسمشر له سفر سره یو ځای په دوحه کې د طالبانو دفتر ته پام اوړي خو د ارګ په خبرپاڼه کې له طالبانو سره د ولسمشر د خبرو احتمال ته اشاره نه ده شوې.

ګومان کېږي چې ولسمشر غني به له قطره وروسته تهران ته لاړ شي چې د هند له صدراعظم او د ایران له ولسمشر سره د چاه بهار بندر د پراختیايي پروژې موافقه لاسلیک کړي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ښاري پراختیا وزیر سید سادات منصور نادري، د کرنې وزیر اسد الله ضمیر، د ولسمشر سلاکار ډاکتر همایون قیومي او د ولسمشر د دفتر رييس سلام رحیمي ملګري دي.

One thought on “ولسمشر غني له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ”
  1. د افغانستان د مهاجرو مشکلات خصوصا د پاسپورت او ویزی په باب هیر نکړی . دا یو ښه فرصت دی چې په دې باب د قطر د دولت له مقاماتو سره خبرې وشی.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *