تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /شنبه/ مزارشریف ته لاړ.
له ولسمشر غني سره د بلخ ولایت په سفر کې یو جګپوړی دولتي پلاوی هم ملګری دی.
مزارشریف ته د ولسمشر غني د سفر هدف د نوي تعلیمي کال او څو ودانیزو پروژو پرانستل ښودل شوي دي.
ښاغلی غني مزارشریف ته وروسته له دې ځي چې د دغه ولایت والي عطا محمد نور پر اجرايي رييس عبدالله عبدالله انتقادونه کړي او په عین حال کې یې ویلي چې پر دې غور کوي چې د بلخ له ولایته استعفا وکړي.
نور د تېر کال په وروستیو څو میاشتو کې له ولسمشر غني سره یو لړ خبرې وکړې خو تراوسه پوري یې پایلې نه دي څرګندې شوي.
ولسمشر غني په مزارشریف ښار کې د یوه ښوونځي زنګ وواهه او نوی تعلیمي کار یې پیل کړ.
ده په دې مناسبت ترتیب شویو مراسمو ته وویل«د دې ټاټوبي له نجونو او هلکانو غواړم چې د افغانستان راتلونکې ښه مدیریت کړي.»
ده د پاکستان له لوري د تورخم او سپین بولدک د لارو بندېدو او د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان نویو لارو ته په اشارې وویل«که د افغانستان دښمنان فکر کوي چې زموږ لارې به بندې کړي، باید پوی شي چې موږ مختلفې لارې لرو.»
ولسمشر به په دې سفر کې د (نور تالار) او د روضې جومات افتتاح کړي.
we knows attamohammed noor did good job in mazarishareef,
mazari shareef streets clean/health/jobs and security almost better from jalal abad city,
IN LAST 15 YEARS NO ONE DID GOOD WORK FOR JALAL ABAD CITY,
CITY IS DIRTY,UN EMPLOYEE /POVERTY/DISEASE(HEALTH ISSUE)
IS MORE FROM OTHER CITIES/
NATIONAL SECURITY INTELLEGENT IS NOT ACTIVE,
TERRORIST AGENTS (isis DAEESH) HAVE ACTIVITY IN NANGARHAR UNIVERCITY,
I HOPE GULAB MANGAL SAHIB WORK FOR JABD;
THANK YOU