تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا د تقنیني دورې د پیل په مراسمو کې وویل چې د تېرو دیارلس کلونو پر ټولنیزو بریاوو به د سولې په خبرو کې معامله ونه کړي.

ولسمشر غني دا خبره په داسي وخت کې وکړه چې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې خبرې پیلېدونکې دي او اندېښنه څرګندېږي چې ممکن سولې ته د طالبانو یو شرط دا وي چې هغه مدني ازادۍ دې واخیستل شي چې په ځانګړي ډول په تېرو ۱۳ کلونو کې ښځو ته ورکړای شوي دي.

ولسمشر وویل:«موږ نه غواړو چې د سولې بیه د جګړې تر بیې لوړه وي.»

ښاغلي غني زیاته کړه:«موږ به د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د تېرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې په کلکه وساتو.»

ده ونه ویل چې کومې بریاوې خو غالباً یې اشاره د ښځو حقونو او د بیان ازادي ته وه.

ولسمشر د ولسي جرګې غړیو ته ډاډ ورکړ چې د کابینې پاتې غړي به ژر ورمعرفي کړي.

ولسي جرګې د وړاندیز شوو کاندید وزیرانو له ډلې د ملي امنیت د رییس په ګډون اتو تنو ته د اعتماد رایې ورکړي او پاته نور یې رد کړي دي.

ولسمشر په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو یادونه هم وکړه، ویې ویل هڅه به وشي چې له اصولو سره سم وړ او لایق ځوانان دې وزارت ته جذب کړي.

ښاغلي غني تېره اوونۍ د افغانستان ۱۱ سفیران او د بهرنیو چارو په لسګونو کارکوونکي چې عمرونه یې زیات ول یا یې وړتیا نه لرله، تقاعد او برطرفه کړل.

ولسمشر غني د ناامنۍ  علتونو ته په اشارې له خلکو وغوښتل چې د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي: «په هیواد کې د ناامني دلایل هم سیاسي بعد لري او هم جرمي. ځکه خو د دولت په داخل کې د قوې مشروع استعمال او انحصار یوه ضروري چاره ده. د امنیتي او دفاعي قوتونو او خلکو تر منځ یو دوه اړخیز قرارداد شته. خلک باید زموږ له امنیتي او دفاعي قوتونو ملاتړ وکړي او زموږ امنیتي او دفاعي قوتونه باید د خلکو ساتندوی وي. دا لازمه ده چې عسکر، پولیس، ساتنمنان، بریدملان، افسران او جنرالان، هم قانوني مصونیت او هم قانوني مسوولیت ولري،په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې به نوي او مسلکي کدرونه داخل شي او په عین حال کې به د تقاعد او مکافات او مجازات سیستم عملي شي.»

ده د وچکالیو د مخنیوي لپاره د اوبو د زېرمو د جوړولو یادونه هم وکړه، ویې ویل:« په افغانستان کې د تمویل کوونکو د ټولو پروژو بررسي پای ته رسولې ده او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې د اوبو د مدیریت او تنظیم لپاره کم له کم یو میلیارد ډالره موجود دي او څو میلیارده ډالره نور د زیربنا لپاره موجود دي. په دې برخه کې به ټولې لویې او کوچینۍ پروژې د ځمکې او اوبو د مدیریت د انسجام لپاره په یوه ملي پروګرام باندې بدلې کړو. دا زموږ د هیواد د بزګرانو لپاره یو ښه زیرې او پیغام دی. دا پروګرام به مرسته راسره وکړي چې اکثره بزګران او ځمکه وال د وچکالیو او سیلابونو له خطره وژغورو. »

One thought on “ولسمشر غني: موږ نه غواړو چې د سولې بیه د جګړې تر بیې لوړه وي”

ځواب ورکول نثار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *