غني باید له ربړول شویو طالبانو بخشنه وغوښتل شي

تاند-  د افغانستان ولسمشر د وروستیو ورځو د بمي حملو په خاطر پر پاکستان نیوکې وکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني نن /دوشنبه/ یوې خبری غونډې ته وویل:«وروستیو څو ورځو وښودله چې د انتحاریانو د روزنې کمپونه او د بم جوړولو فابریکې، چې زموږ خلک وژني، د پخوا په شان په پاکستان کې فعالې دي. موږ سولې ته هیله لرله خو د پاکستان له لوري د جنګ پیغامونه رالېږل کېږي.»

ده د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف سره د یکشنبې د ورځې ټېلفوني خبرو ته اشاره وکړه، ویې ویل:«د پاکستان صدراعظم ته مې په ټېلفون کې وویل چې پ افغانستان کې تروریزم ته په هغه سترګه وګوري چې په پاکستان کې ورته ګوري. ما د پاکستان له حکومته وغوښتل چې که د شاه شهید ډله ییزه وژنه په اسلام اباد کې شوې وای اومسوولان (عاملان او طراحان) یې په افغانستان کې وای، زموږ په لویو ښارونو کې یې دفترونه او د روزنې کمپوږنه لرلی، تاسو به څه کړي و؟»

له نوازشریف سره د ولسمشر غني له دغو څرګندونو وروسته نن د کابل نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یوه بله موټر بمي حمله کې ۵ افغانان ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول.

پرون پاکستاني رسنیو د نوازشریف ذد دفتر د یوې خبرپاڼې له مخې ویلي و چې د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په کابل کې د خبرو د بل پړاو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني د پاکستان د چلن په اړه وویل:«موږ سولې ته هیله لرله خو د پاکستان په خاوره کې زموږ پر ضد جنګ اعلانېږي او دا په حقیقت کې له یوه ملت اړو له یوه ګاونډي هیواد سره په زغرده دښمني ده.»

دولسمشر وویل چې د افغانستان حکومت له هغو طالبانو سره سوله کوي چې د اسلامیت، افغانیت او انسانیت په معنا پوهېږي خو د افغانستان محکمو ته یې امر کړی چې د هغو کسانو په وړاندې له هیڅ راز نرمشته کار وانخلي چې لاسونه یې د خلکو په وینو لړلي دي.

ولسمشر وویل چې د ملاعمر مړینې ثابته کړه چې د افغانستان جنګ د نورو لپاره روان دی او څوک چې امیرالمومنین بلل کېږل او په ظاهره جنګ د هغو په نوم او قومانده دوام لري، اصلاً نشته.

تېره اوونۍ طالبانو ومنله چې ملا عمر دوه کاله پخوا مړ شوی دی. لا هم سمه څرګنده نه ده چې نوموړی په خپل مرګ مړ شوی او که وژل شوی دی. ځیني طالبان ادعا کوي چې د دوی پخوانی مشر وژل شوی دی.

د ملا عمر له مړینې وروسته د طالبانو په منځ کې د مشرتابه پر سر اختلاف رامنځته شو. طالبانو په وروستیو ورځو کې په کوټه او پېښور کې د خپلو اختلافاتو د حل کولو لپاره په ښکاره ګڼې غونډې وکړې او د پاکستان لپاره یې نور دلیل پرې نښود چې د طالبانو د مشرانو د اوسېدو له ځایه خبر نه دی .

5 thoughts on “ولسمشر غني: موږ پاکستان ته د سولې هیله لرله خو دوی د جنګ پیغامونه رالېږي”
  1. هغه پیسی چی له ټالبانو سره د خیالی او موهومی سولی لپاره لګول کیږی باید د هیواد د مدافعینو د تقویی لپاره ولګول شی. له یوی خوا به څو زرو ځوانانو ته کار پیداشی او له بلی خوا به د افغانستان د خلکو ژوند ، ارضی تمامیت او ملی حاکمیت وساتل شی.
    له بلی خوا به د هیواد او خلکو قسم خوړلی دښمنان د تل لپاره وځپل شی.
    د سعدی رح په قول :
    « ترحم بر پلنګ تیز دندان ستمکاری بود بر ګوسفندان »

  2. دافغانستان او لس مشره ؟
    څنكه چه دي واضح كړ ه ،او ودي ويل چه مونږ صلحه غوا ړو،.مګر پاكستان جنګ غوا رري .
    دا دلمر په شان يوه واضح خبره ده .
    اولسمشره ؟
    بس دي ډ ير دا تر هګر هيواد وو ژ لو كو نډ ي ،رنډ ي يتيمان او بوري خپل پلا رونه او ميړ ونو غوا ري ،و ږ ي تږ ي أو بي كوره دي كورونه غوا ړ ي،تر هګر هيواد مونز ته وخت نه راكوي چه دخبلو باز ماند ګانو غم وخورو .
    پشنهاد ؟
    يا مړ يا مو ړ زه ديو جنرال په تو ګه حاضر يم د ا خپل پشنهاد ته مثبت جواب ،او عملي كيدو ته ءي ديو سائري سپا هي نه نيولي تر وزارت مقام پ پور ي مسوليت په غا ړه وأخلم يا به خپل سر قربان كړ م او يا به خپل وطن او وطنوالو ته ددي بد بختي څخه نجات ور كړ م .

  3. پاکستان د افغانستان په مقابل کی داسی رول او پالیسی لری لکه اسرائیل یی چه د مظلمو فلسطینیانو په مقابلل کی لری. فلسطینیانو د خبرو، مفاهمی، مظاهرو، او احتجاجو له لاری که هغه یاسر عرفات وو او یا اوسنئ محمود عباس دی، بی له اشغال د توسیعی او د دیرو فلسطینیانو د وژنی حخه نور سه په لاس رانه وره. البته د حماس مجاهدینو سه نا سه د خپل جهادی او ملی مسلحانه مبارزی له لاری د اسرائیلو لاس لند کر. افغانستان ته هم په کار ده چی پاکستان ته د اسرائیلی دولت په سترگه وگوری او خپلی تولی پالیسی او ستراتیژی عیاری کری

  4. !ددې څخه معلوميږې چه پاکستان هيځ وخت صلحه نه کوې
    ۱پاکستان دخپل پيدايښت ځخه چه دآنګريزانو پواسطه جوړ سو هغه رول چه تر مخه آنګريزانو په جهان کي اجرا کاوه دا کار ئې وپاکستان ته وسپاره داددې معنی چه پاکستان يو آزآد دولت نه دۍ ددوئ ټوله سياست دآنګريز آمريکاه اوعربستان سعودي دۍ.ددوئ مصرف ټوله هم ددې هيوادو پر غاړه ده
    ۲آصلې دصلحي موافقت دپاکستان په اختيار کي نه ده دپاکستان جلو ددې هيوادو په لاس کي دۍ
    پاکستان لکه ډير خطرناکه حيوان يالکه ډير خطرناکه سپۍ يوازي دداړولو وظفه لري.
    که په ځير ورته متوجع سو دلوګر په پيښه کې دآفغان عسکرو دهوا دلارې ويشتل چه په دې وخت کي دي هيځ امکان نه لرې چه اشتباه دي وسې.دکابل پيښه دآفغانستان په مختلفو ولايتو کې دخلګو پر ښاديو بمباردمان دتروريستانو انتقال وهغو ځايوته چه امکان ئې نسته دآفغانستان په اتخاباتو کي ژوره لاس وهنه اويو داسي يو نظام راوستل چه هيڅ دمنلو وړ ندۍ دا ټوله دجهاني امپراليزم دسسيسه دډيرو وختو څخه وه
    ما دانګلستان په يوه آخبارکې ولوستل (هخه هيواد چه موږ غوښتل۸۵۰ کاله پخوا تر خپل تصرف لاندې راولو اوس مو تصرف کړ) نورمن چومسکې چه يو آمريکائې ژورنالست دۍ او دنوبل دجائزې ګټونکۍ دئ دده يو ناول چه په آنګريزي ژبه ليکل سويدئ ډير دفلسطن پروير چه ديهودوله خوا څخه پر دوئ کييږې کرار کرار خپل مطلب دنورو عربو او ديهودانو تر منځ او بيائې خبره ودوهم درجه عرب چه کردان دي پر دې ئې داسې ليکلې دي (آمريکاه او انګلس غوښتل چه پسله دوهم جنګ جهانې ځخه پر دو توکمو باندې آټم استمال کړي هغه عبارت دکرد او آفغان څخه ) ده پدې کتاب کې ليکلې دي چه کردان ئې پر ۴ ټوټو تقسم او ولې ئې پر آفغان آټم آستعمال نه کړ دډيورند وبلې خواته دپښتنو حضور او ددوئ نشنليزم.
    يوه ورځ پوتين ديوه ژورناليست دسوال په جواب کي چه نوئ داکرائن جنګ شروع و وويل دسلحې دپاره بايد مسلحانه وجنګيږو آوس هم صلح موږ ته ځوک په خيرات نه راکوي ددې کار لپاره وسالم حکومت ته ضرورت لرو مننه.

  5. سمه ده چې بې وسه یو خو په سیاست کې تر دې کچې تضرع هم څه ګټه نه لري. زموږ ټینګار تل باید ولې پر الف پلان وي، آیا ب پلان نه لرو؟ د خدای په خاطر دا د هیواد سیاسي مخالفان نه دا د وطن قسم خوړلي دښمنان دي… په زندان ډکولو نه ارزي… جدیت غواړو

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *