تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: ولسمشر محمد اشرف غني، د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ښاري نړیوالې مجمع لسمه ناسته کې د ګډون په موخه نن مازیګر د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ولاړ.

په دوبي کې پخواني افغان ستر قونسل عبدالصمد افغان په دې اړه پر خپل فیسبوک لیکلي، ولسمشر نن ماښام دوبۍ ته راورسید او استقبال ته یې د امارات د لوړو زده کړو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلی احمد الفلاسي او په کابل کې د امارات سفیر ښاغلی الظاهري راغلي وو .

د صمد افغان په وینا، ولسمشر به سبا سهار په ابوظبۍ کې د ښاري نړیوالې لسمه ناسته کې ګډون او وینا وکړي او لوړ پوړو چارواکو سره به ملاقاتونه هم ترسره کړي .

One thought on “ولسمشر غني نړیواله ښاري مجمع کې د ګډون لپاره دوبۍ ته ورسېد”
  1. ښاغلو او اغلو تاندوالو ورونو او خویندو:

    السلام علیکم!

    عزتمندو دری ورځی دمخه ستاسو لخوا په یوه لیکنه کی خبر خپور شوی وه، چه ښاغلی محمد صدیق افغان په حق رسیدلای دی. مګر نن هغه لیکنه ستاسی د ویب پاڼی څخه لری کړای شویده.
    ایا دغه خبر سهوآ خپور شوی وه؟ په لنډه که راته ووایاست چه هغه ژوندی دی او که….. دی؟

    والسلام

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *