تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې هیڅ غیرمسوول وسله وال حق نه لري چې کندوز ته داخل شي.

ولسمشر غني دا خبره نن /پنجشنبه/ د کندوز له یو شمېر مخورو سره په ارګ کې وروسته له دې وکړه چې د جمعیت ګوند یو شمېر مشرانو او قومندانانو پرون /چهارشنبه/ په پروان کې اعلان وکړ چې د کندوز د دفاع لپاره خپل وسله وال دغه ښار ته لېږي او د بلخ والي عطا محمد نور له بهر څخه په یوه ویدويي پیغام کې وویل چې د کندوز د دفاع لپاره به خپل کسان دغه ولایت ته ولېږي.

دا په داسي حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه کندوز ته رسېدلي او طالبانو ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې په کندوز کې به یوه پوځي فرقه جوړه کړي چې یو تورنجنرال به یې مشر وي.

ده همداراز وویل چې کندوز به د شمال ختیځ د پولیسو د زون په مرکز بدل شي.

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل چې په کندوز کې امنیتي کمیسیون جوړ شوی او هیڅ غیرمسوول کس به کندوز ته د ننوتو اجازه نه لري.

د کندوز د ناامنۍ یو اصلي علت په دغه ولایت کې د میرعلم په شان د وسله والو قومندانانو غیرمسوول جګړه مار بلل کېږي.

ولسمشر وویل چې د کندوز عملیات به یوازې د دغه ولایت تر مرکز پوري محدود نه پاتې کېږي بلکې ولسوالیو او کلیو ته به هم غځول کېږي.

ده وویل چې د کندوز ولایت د سقوط په تړاو پنځه تنه په مزارشریف کې نیول شوي او ژر به محاکمه شي.

ده ونه ویل چې نیول شوي کسان څوک دي.

ولسمشر غني په شېرخان بندر کې د بندو پاتې شویو په اړه وویل چې د هغوی د ملاتړ لپاره ځواکونه دغه بندر ته رسېدلي او اوس د هغوی اختیار دی چې چیري ځي.

مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې د کندوز شاوخوا ۷۰۰ مامورینو له جګړو څخه شېرخان بندر ته پناه وړې ده.

د وروستي راپور له مخې دا شېبه (د افغانستان وخت د شپې ۱۲ نیمې) امنیتي ځواکونو بېرته د ښار مرکزي سیمې نیولي دي.

په همدې حال کې له بدخشانه وروستي راپورونه وايي چې طالبانو د دې ولایت وردوچ ولسوالي نیولې ده.

د کندوز ښار له نیولو وروسته په شمال کې د طالبانو روحیه پیاوړې شوې او څو ولسوالۍ یې یو په بل پسې ونیولې.

طالبانو د کندوز، قلعه ذالو امام صاحب او خان اباد، د تخار اشکمش او خواجه غار او د فراه خاک سفید ولسوالۍ ونیولې.

خو د وروستیو راپورونو پر اساس طالبان له قله ذال، امام صاحب، خان اباد او خواجه غار ولسوالیو څخه په شا تمبول شوي دي.

9 thoughts on “ولسمشر غني: هیڅ غیرمسوول وسله وال کندوز ته د ننوتو حق نه لري”
  1. ګومان کوم چی د امان الله ګذر او د پروان نورو غلو ته د غلا او چور لاره یی بنده کړه. د افغانستان دولت باید ټول غیر مسوول وسله وال کسان چی د کندوز په ښار او شاوخوا او همدارنګه له بله ځایه دغه ولایت ته د جنګ جګړو او چور یا انتقام لپاره په تحرک راغلی دی ، خلع سلاح کړی ، هم به په کندوز کی سوله راشی او هم به شاوخوانور د وسلو تجاران خلع سلاح شی.

  2. ډېره ښه فيصله ده ، ځکه چې اوباشانو غوښتل د کندز پښتانه وځپي ، ولسمشره هیله لرو چې له خپل هوډ په شا نشې که نه مونږ ټول به بې عزته شو

  3. د شورای نظار غلو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د خلکو مالونه لوټ کړي. ولسمشر ډېر ښه اقدام کړی او باید همداسې له جدیت څخه کار واخلي.

  4. دا خوب وړیی دولت با دی کابل شاوخوا له لن‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډ غرو نه پاکه کړی لکه امان ګذر چی په زرهاو میله سلاح په دیپوکی لری لکه سیاف چی په خپله دی پنځم ستون رهبری کوی او له منافقت نه ‌‌‌‌‌‌ډګ انسان ده حتا سپکه او درنه سلاح لری باید له منځه یوسی او کنه دی دولت دی قبر شکولو پروسه یی شروع کړی ده

  5. ریس جمهور صیب؛
    ستا باچایی خو په همدغو وسلوالو اباده ده
    کنه لا دوخته به دی تخته چپه سویوه،
    اوس هم سه تللی راغلی ندی طالبانو سره روغه وکره اویرغلگر لدی پاکی خاوری سخه په شریکه ورک کری

  6. غیر مسؤل وسله وال هغه حرفوی جانیان دی چه د مسلح مخالفینو نه ډیر خطرناک او هره معامله چه پیسی ولری دوی یی ترسره کوی او هم غلاوی ،اختطاف، قتلونه،قاچاق ،غصب ، دمعادنو لوټ او په مجموع کی د مظلوم ملت آزار او بی نظمی اصلی عامل همدا دوی دی او د نورو دښمنانو نه ددوی شر لوی او خطیر دی زموږد امنیتی قواو وسلی ،وسایل،البسه،روغنیات د دوی او ددوی د حکومتی حامیانو په لاس په دښمنانو خرڅیږی دحکومت زیات فساد په دوی پوری تړلی دی او همدا دوی د پرمختګ پر وړاندی خنډ دی،دحج او اوقاف وزارت لوټ،دامنیتی قواوو روغنیات،البسه،ډوډی او معاشاتو غلا هم ددوی تخصصی او پدری ابتکار دی او داسی نور
    حکومت او خصوصا امنیتی قواوی باید دا لوی شر اچوونکی لکه چه رئیس جمهور امر کړی ژر مهار او ایل کړی او وزارت عدلیه او نور ذیربط ارګانونه لاندی کارونه باید په جدیت ترسره کړی تر څو اسلامی اوملی مصالح حفظ او خوندی وی
    دا غیر مسؤل وسله وال اکثر یی تننظیمی ملیشی دی باید ژر خپله وسله حکومت ته وسپاری او موازی منفی قوتونه باید ختم شی او اکثره حکومتی حامیان ددی ملیشو هغه لوی مفسدین دی چه هر څه حتی انتخابات هم دوی ااخلالوی
    نو که دا د فساد ملیشی وسله نه سپاری تنظیم یی بایدوزارت عدلیه ،غیرقانونی اعلان کړی او د انتخاباتو نه محروم کړای شی او هیڅ مسلح ملیشه دا حق ونلری چه ځان کاندید او یا چاته رایه ورکړی او ترڅو وسلی ټولی شوی نه وی انتخابات دی هم وځنډول شی ترهغی چه دا سرکشی او وحشی ملیشی اهلی شوی نه وی هغوی ته برخه ورکول هرڅه فاسدوی چه تیر۱۵کاله دهمدی لیوانو دچاغیدو او لوبو ګراف اعظمی حدته ورساوه

ځواب ورکول سیف الله منصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *