تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشبینه دی.

ده نن د امریکا له نوي دفاع وزیر اشتن کارتر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د سولې پروسې ته خوشبیني ښکاره کړه.

ولسمشر وویل، افغانستان د سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره سم لور ته حرکت پیل کړی دی.

ده په دې باب زیات جزییات څرګند نه کړل.

ولسمشر غني د سولې د خبرو لپاره د بېلابېلو خواوو د موافقې د ترلاسه کولو په لټه کې دی او په دې لړ کې یې له بېلتابېلو پرګنو سره سلامشورې پیل کړي دي.

ولسمشر وویل:« په تېرو ۳۶ کلونو کې هیڅوخت د سولې لپاره د اوس په شان ښه شراط نه و برابر شوي.»

ده چې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې څرګندونې کولې، همداراز وویل:« موږ ورته خوشبینه یوو خو په دې اړه زغرد ځواب د سولې بهیر له خطر سره مخامخولی شي.»

ده دا هم وویل چې سوله هغه وخت کېدای شي چې په خبرو کې شاملې خواوې د خبرو پر ټولو اړخونو موافقه وکړي.

راپورونه وايي چې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د سولې د خبرو پیغام د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته د تېرې اوونۍ د سې شنبې په سفر کې افغان ولسمشر ته ورساوه.

1پاکستاني رسنیو او لوېدیځو خبري اژانسونو د بېلابېلو پاکستاني پوځي چارواکو له قوله وویل چې طالبان د سولې خبرو ته تیار شوي او ټاکل شوې ده چې د مارچ تر میاشتې پوري د سولې خبرې پیل شي.

ولسمشر غني دې ته په اشارې سره چې د افغانستان نوی حکومت د سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره د شرایطو د رامنځته کولو په لاره کې په سیمه کې نوښتونه لرلي دي، وویل، زموږ هڅه دا ده چې افغانستان د تضاد له سیمې څخه د دوامدارو همکاریو پر سیمې بدل کړو.

محمد اشرف غني وویل: زموږ خلک له انارشۍ څخه ډیموکراسۍ او له نفاق څخه اتفاق ته ترجیح ورکوي.د هېواد پالنۍ لپاره اساسي تعهد وجود لري او زموږ امنیتي ځواکونه په داوطلب ډول له خپل هېواد څخه دفاع کوي او زموږ اساسي پانګونه په دې باندې ده چې یو شفاف او د باور وړ نظام رامنځته شي.»

له بلې خوا د امریکا دفاع وزیر، چې له ولسمشر غني سره په خبري غونډه کې خبرې کولې، اشارتاً وویل چې ممکن له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو په مهالوېش کې بدلون راوړي.

اشتن مخکې تر دې چې د امریکا د دفالع وزیر په توګه دنده پیل کړي، هم ویلي و چې که وزیر شو نو د افغانستان امنیتي شرایطو ته په کتو به د ځواکونو د ایستلو بهیر ورو کړي.

ده وویل: «دا باید په څرګند ډول ووایم چې د امریکا او د ائتلاف د ځواکونو د نوي ماموریت پیل د دې څرګندوی دی چې له افغانستان سره د دوامدارو همکاریو لپاره د امریکا تعهد په خپل قوت پاتې دی.»

اشتون کارتر وویل چې په افغانستان کې نوي بدلونونه رامنځته شوي، د هغې له جملې څخه د افغانستان پارلمان د افغانستان او امریکا، افغانستان ـ ناټو ترمنځ امنیتي موافقه لیکونه تائید کړي دي او اوس مهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېر درې سوه پنځوس زرو ته رسېدلی دی چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت بشپړ مسوولیت په مستقل ډول په غاړه لري.

ده زیاته کړه چې ټول دغه ټول پرمختګونه د امریکا او د ائتلاف ځواکونو د کمښت او زموږ د همکاریو د نوي پړاو د پیلیدو سبب شول.

One thought on “ولسمشر غني وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشبینه دی”
  1. محترم ولسمشره الله دی نور هم توفیق درکری او دوشمنان دی الله وشرمه وه. زما یوازی یوه غوشتنه ده ولسمشره کوشش وکری چی ملی زواکونه په درنو وسلو سمبال کری انشاالله د ژوند تر اخری سلگی پوری به د خپل کران هیواد سخه دفاع کوم. زه د دنتدر قل اردو د کوماندو زواکونو سر تیری یم او دلته مو پنجابک او د پورکستان .بیغیرتو سپیانو ته درانه تلفات ارولی دی

ځواب ورکول جمعه ستانیگزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *