تاند- ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د نن /شنبې/ د مشرانو جرګې د مرستیال محمد عالم ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې له درو پر له پسې چاودنو وروسته د ترهګرو په وړاندې د افغانانو د ملي یووالي پر ضرورت ټینګار وکړ.

ښاغلي غني وویل«وحشي او خونړي ترهګر هره ورځ یو نوی مصیبت او ناورین رامنځته کوي څو زموږ د ملت روحیه ماته کړي. هغوی غواړي چې زموږ په منځ کې ګډوډي، درز، تفرقه، بې اعتمادي او وېش راولي. دوی غواړي چې د ملت او دولت، قومونو، د لویانو او ځوانانو، د ښځو او نارینه وو، د سیاسي فعالانو او ټولنیز جوړښت ترمنځ واټن ایجاد کړي او زموږ ټولنه پکې ډوبه کړي. لویه بلوا د تروریستي ډلو د فعالیت راز دی. د حکومتولۍ او دولتولۍ له نظمه د ټولنو خالي کول د دوی ستراتیژیک هدف دی څو هغه ورانۍ چې په پام کې یې دي اوج ته ورسوي.»

ولسمشر غني همداراز وویل«د دښمن هدفونه او د هغو وخت ټاکل شوی دی. دوی یوازې زموږ د بې دفاع او بېګناه خلکو د وژلو په لټه کې نه دي، بلکې د دوی لوړ هدف د عمومي بلوا او بغاوت رامنځته کول دي؛ هماغسي بلوا چې په لیبیا، یمن، سومالیا، سوریه او نورو سیمو کې روانه ده. د دوی ستراتیژي همدا ده.»

په تېرو ورځو کې په کابل کې درې سترې پېښې وشوې. د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې انتحاري موټر بم شاوخوا ۱۰۰ تنه شهیدان او ۴ سوه نور ژوبل کړل. د جمعې په ورځ د چهارشنبې د ورځې د وحشیانه حملې په اعتراض کې په مظاهره کې د ډزو او ګډوډیو په نتیجه کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او نن د جنازې په مراسمو کې درو انتحاري حملو لږترلږه ۱۱۹ تنه ټپیان کړي او نژدې ۱۰ تنه شهیدان کړي دي. د شهیدانو دقیق شمېر لا هم څرګند نه دی.

ولسمشر غني په امنیتي ادارو کې اصلاحات ضروري وبلل، ویې ویل «زه دا منم چې د مسوولانو په کار کې نیمګړتیاړوې شته. دا منم چې باید په امنیتي ادارو او نورو ادارو کې اساسي اصلاحات وشي، او اصلاحات به په نژدې راتلونکي کې عملي شي. دا منم چې باید له هغو کسانو سره چې په خپلو دندو کې یې غفلت کړی دی، که هر مقام ولري، کلک او پرېکنده چلند وشي. دا منم چې زموږ خلک باید د دولت پر اقداماتو په هره کچه څارنه، او انتقاد وکړي، ځکه چې دا زموږ د هیواد او درست ملت په ګټه دي، او د حکومت مشران پرې باوري او ورته ژمن دي.»

ښاغلي غني په عین حال کې وویل، هغه غوټه چې په لاس خلاصېږي، غاښ ته اړتیا نه لري.


6 thoughts on “ولسمشر غني وايي، په امنیتي ادارو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده”
  1. ګرانه او عزتمنده ریس صاحب دولت ! تا پخوا ویلی و چه زه به دهر جنرال نه امتحان اخلم وړتیا به یی معلوموم خو موږ بیا یو نظر درسره شریکوو چه که چیری دوړتیا په ځای اعتماد لاسته راوړی هغه کسان چه واقعی افغانی وی سابقه یی ښه وی کوم جرم ونلری مثال یی درته وایم سید محمد (ګلاب زوی )وزیر داخله سابقه هم لوړ تحصیلات نه لرل خو وړ کس او وړ وزیر وو نظام ته وفادار وو نو دغسی خلک را ګوره او استخداموی یی

  2. تاند خو یا د ارګ لپاره خپرونې کوي او یا د بیان په ازادۍ باور نلري. ما دوه ځله داشرف غني په بې کفایتۍ تبصره وکړه مګر نشر یې نکړه.

    1. پر ولسمشر انتقاد، پر کارونو او دریځونو یې انتقاد خپروو، خو سپکې سپورې ورته نه شو خپرولی. که زموږ دا دریځ د بیان د ازادۍ خلاف درته ښکاري ، تاند د بیان د ازادۍ دښمنه ویبپاڼه وبولئ.
      د حکومت او ارګ پر ځینو کارونو تاند هم نیوکې کوي.
      دا یې یوه بېلګه؛

      http://www.taand.com/archives/91229

  3. ښه وړاندیزونه یې کړي، خو که امریکا غواړي چې په مرکزي او جنوبي اسیا کې خپلې اډې دایمي او شتون دوامدار وساتي نو باید په افغانستان کې یو قوي او مرکزي دولت جوړ او تمویل کړي. افغانستان باید په مرکزي اسیا کې داسې قوي کړي لکه څنګه یې چې په منځني ختیځ کې اسرایل د عربو او نورو لپاره په لاس کې نیولي.

ځواب ورکول سید رحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *