تاند- په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د اوربند په اړه د دې ډلې قاضي القضات ته منسوبه خبرپاڼه رد کړه، د افغانستان ولسمشر وايي، ژر به د اوربند په اړه پرېکړه وکړي.

په پام کې ده چې د افغانستان حکومت د لوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي.

په تېر کوچني اختر کې هم حکومت او هم طالبانو اوربند اعلان کړ. که څه هم ادعا کېږي چې طالبان د پاکستان د فشار په نتیجه کې اوربند ته تیار شول؛ خو طالبانو وویل چې تل یې په اخترونو کې اوربند کړی؛ په دې توبیر چې په تېرو اخترونو کې یې اوربند اعلان کړی نه و.

ولسمشر غني، چې د برېښنا د پروژې د پرانیستنې او د کاپیسا له خلکو سره د لیدو لپاره دې ولایت ته تللی، نن /چهارشنبه/ هلته وویل، د اوربند په اړه به ژر پرېکړه وشي.

ده دا هم وویل، خبرې روانې دي او هیله لري چې له طالبانو سره به سوله وشي.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي د خپلې ډلې قاضي القضات ته منسوبې خبرپاڼې، چې د لوی اختر په مناسبت پکې اوربند اعلان شوی و، رد کړې.

قاري یوسف احمدي ویلي چې د دې خبرپاڼې محتوا د طالبانو له تګلارې سره برابره نه ده.

د طالبانو قاضي القضات ته منسوبه خبرپاڼه په هرات، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې خپره شوې وه.

One thought on “ولسمشر غني وايي، ژر به اوربند اعلان کړي، طالبانو د اوربند په اړه اعلامیه رد کړه”
  1. که څه هم ټالیبان د آی اس آی له اجازې پرته تشناب ته هم اجازه نه لري او په تېره بیا د یوسف احمدي چې د پاکستان د پوځ ویاند دی ، خبرې تل بې اودسه وي ، دوی د اوربند او جنګ صلاحیت نه لري.
    هغوي چې دخپلې ډلې منافع نه پېژني د افغان لوي ملت په ګټو به څه پوه شي؟
    که د افغانانو ژوند وژغورل شي او یا زمونږ ماشومان د علم او حقیقي اسلام په ګاڼه سمبال لوي شي بیا به زمونږ دښمنان له افغانانو وېره ولري. زمونږ له اتحاد او یوالي ، پرمختګ او د خلکو له سوکالي پنجابیان دومره د خطر احساس کوي چې دوی ته خوب هم نه ورځي.

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *