تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له طالبانو سره یو اړخیز اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ.

د افغانستان حکومت، چې د روژې له ۲۷ د اختر تر ۵ پورې (د جون له ۱۱ تر ۱۹) اوربند اعلان کړی و، وروسته د خلکو او مدني ټولنو په غوښتنه ۱۰ ورځې نور یا د جون تر پایه وغځاوه خو طالبانو یوازې ۳ ورځې اوربند وکړ او د حکومت له اعلان شوي اوربنده په استفاده یې حملو ته دوام ورکړ.

ولسمشر غني وویل چې د هیواد وسله وال ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به عملیات له سره پیل کړي.

«اوربند پای ته رسېدلی، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اجازه لري چې پوځي عملیات پیل کړي.»

ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند په سلو کې ۹۸ بریالی وباله او په عین حال کې وویل چې د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی.

ده وویل چې که طالبان وغواړي چې اوربند وکړي، د افغانستان حکومت تیار دی چې بیا اوربند وکړي.

One thought on “ولسمشر غني وايي، که طالبان وغواړي بیا هم اوربند کېدای شي”
  1. اوربند د خلکو ارزو ده او ځيني دولتي او طالب چارواکي هم اوربند غواړي او هم ورته صادق دي، مګرپه تیرو دریو ورځو اوربند کې چې د اختر په ورځو کې وشو د ډیرو استخباراتي تکتیکونو څخه دواړو خواو هم استفاده وکړه او هم یې ترې ګټه واخسته. طالبان هم په ډلیز شکل ښارونو ته راغلل، ځينې اوربند ته صادقه او ځينې د خپلو اهدافو د موقیعتونو معلومولو او له مینځه وړلو مرام درلود. بله خوا دولت هم همداسې ندی ناست شوی، تر خپله وسه یې ددې درې ورځو اوربند نه استفاده کړې او هغه اشخاص اوډلې چې په ښارونو او کلیو کې یې په پټه د طالبانو مرسته کوله په ګوته کړل.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *