تاند- د افغانستان ولسمشر د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه څخه وغوښتل چې د افغانستان خاورې ته د سختدریځو د اوښتو د مخنیوي په اړه پر خپلې لیکلې ژمنې عمل وکړي.

ولسمشر غني نن /جمعه/ د غزني د سفر په لړ کې وویل، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه په لیکلي ډول ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به د پاکستاني سختدریځو د اوښتو مخه نیسي.

ده ټینګار وکړ«اوس باید باجوه ځواب راکړي.»

ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز ته په خطاب کې همداراز وویل، ولې پاکستاني سختدریځي د غزني جګړې ته راغلل او ولې یې اوس د پاکستان په روغتونونو کې درملنه کېږي؟

راپورونه وايي چې د غزني په ۵ ورځنۍ جګړه کې لږترلږه ۱۵۰ پاکستاني سختدریځي وژل شوي او مړي یې د ډیورند پورې خوا ته وړل شوي دي.

په پاکستان کې هم یو شمېر سیاستوالو د غزني له جنګه پاکستان ته د مړو د وروړل کېدو په اړه د پاکستان له پوځي چارواکو پوښتنې کړي دي.

افراسیاب خټک او اسفندیار ولي د غزني په حمله کې د پاکستان مداخله په ۱۹۸۹ م کال د جلال اباد د ناورین تکرار وباله، او ویې ویل چې پاکستاني چارواکي باید خپله پالیسي بدله کړي.

افراسیاب خټک د غزني په جګړه کې د ګڼ شمېر پاکستاني اتباعو د وژل کېدو او نیول کېدو راپورونو ته په اشارې له پاکستاني چارواکو په دې برخه کې د توضیح غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني هم د غزني په جګړه کې د پاکستانیانو ګډون ته په اشاره له جنرال باجوه څخه د ځواب غوښتنه وکړه.

ده په عین حال کې پر غزني د طالبانو د حملې هدف د سولې په خبرو کې د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره هڅه وبلله.

 

2 thoughts on “ولسمشر غني وايي باید باجوه د خپلې لیکلې ژمنې ځواب ووايي”
  1. غزني د جلال آباد تکرار دی حد اقل له دې اړخه چې پاکستان پوځ هغه وخت اشرار رجیم راوشکیرل او اوس یې طالبان، خو هغه وخت افغانستان کې پاکستان ضد حکومت وه او یو شوروي پوځي هم نه وه دلته. اوس خو که له حق تیرنه شو امریکا د افغانستان حکومت و پاکستان دواړو … دی او امنیتي قرارداد هم لرو د غلام رسول سیاف شاګرد اسامه هم همالته را وختو او نور طالبی تره‍ګر هم همالته خو جنګ دلته. چې جمهوررییس ولې ځواب له امریکا نه غواړي؟ البته یا د امریکا سترګې کار نه کوي آخر ۳۰۰ کلنه ده، یابه له ولسمشر امنیتي قرارداد هیر وي، سپینګیری دی څه ګیله پکار ده

  2. زه د ولسمسر له خواخوږي او اقدام سره همغږی یم. خو یوه ټکي ته یې پام را اړوم هیله ده څوک زما دا پيغام ور ورسوي. نوموړی وایي: پر غزني برید په حقیقت کې اولیاو مات کړ. هیله ده خپله تېروتنه او عقیده اصلاح کړې. که ته دا خبره د عقیدې له مخې کوې او یا د خلکو خوشالولو لپاره په دواړ حالاتو کې خطرناکه ده. ځکه اولیا خپله محتاج دي. بله دا څې ده. ووېل سې زما لومړیتوب د زیارتونو رغول دي. مهرباني وکه دغه پیسې بېوزلانو او جنګ ځپلو سره وکه د زیارتونو رغول او مینجورتب کوم اسلامي اصل ندی. بله ‌‌‌‌‌‌ډېره خطرناکه خبر یې دا وکړه سې زه د غزني خلکوته د تعظیم سر ښکته کووم. داپه بشپړه توګه ناروا ده زمونږ دتعظیم سر باید یواځې الله جل جلاله ته ښکته سي. ته او د پاکستان عمران خان باید توپير ولرئ. عمران خان د ټاکنوپه درشل کوم زیارت ته لاړه او د تعظیم سر یې ورته ټیټ که. کېدی سي دا به یې عقیده وه او یا به یې دخلکو د خوشالولو لپاره دغه کار وي څې په دواړ حالاتو کې یو شرکي عمل وکه. مننه

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *