تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار د مرستیال والي وژنه د افغانانو د دښمنانو کار وباله او ویې ویل چې د دې تروریستي برید عاملان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د کندهار پر مرستیال والي عبدالقدیم پتیال تروریستي برید ناځوانمرانه وژنه بللې او هغه یې په کلکه غندلې ده.

پتیال پرون ماښام په کندهار پوهنتون کې په داسي حال کې چې په ټولګي کې و، د مامعلومو وسله والو له لوري وویشتل شو.

ولسمشر غني ویلي، د کندهار پر مرستیال والي دغه تروریستي برید د افغانانو د دښمنانو کار دی او عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي او د دغه جنایت حساب به ورسره وشي.

ولسمشر غني د دې پیښې د څیړلو لپاره د کورنیو چارو د وزارت د پولیسو د مشر جنرال سالم احساس په مشری، د ملی امنیت د ریاست او د سیمه ییزو ادارو د اورګانونو یو لوړ پوړی پلاوی وټاکو څو دغه پیښه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او پایلې یې ژر تر ژره جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

د افغانستان ولسمشر د شهید پتیال له کورنې او د هغه له دوستانو  او د کندهار له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه.

0 thoughts on “ولسمشر غني وايي د پتیال قاتلان به د قانون منګولو ته وسپارل شي”
  1. ياره څه ووايم چی دا جدی څيړنی دی کومی پايلی ولری، ځکه د تعجب څای دادی چی د پوهنتون په انګړ کی او بيا د دومره امنيتی
    تداپيرو سربيره هغه په اصطلاح بريدګر توانيږی چی خپل هدف ووژنی او بيا وروسته دی په تيښته بريالی سی ياره بيخی تعجب دي والله. اوس نو ماته زړه دا ړوايي چی د بريدګر نه وو بلکه ښايی يو پيری وو چی ناببره يي ډزی وکړی او بيا غيب سو، که داسی نه وی نو د پوهنتون په ساحه کی دا ډول کړنه تر سره کول کومه ساده خبره نه ، او يا ښايي د کاسی لاندی کاسه وی، يو خدای ښه په پوهيږی

ځواب ورکول شمس نوزاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *