د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډې نن ماښام د صنعت او سوداګرۍ وزارت وضعیت او په دغه وزارت کې د بنیادي اصلاحاتو د تطبیق څرنګوالی وارزوه.
په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې جمهوررئیس ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره د ستراتېژۍ او پالیسۍ جوړولو په خاطر د صنعت او سوداګرۍ وزارت کړنې وستایلې او وې ویل، دغه وزارت کولای شي ټولو وزارتونو ته بریالۍ بېلګه واوسي.
هغه زیاته کړه، یاد وزارت باید د خپلو بنیادي اصلاحاتو پلي کولو او کاري ستراتېژۍ د تطبیق په برخه کې ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په خاطر، د عمل مشخصه برنامه ولري.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د اصلاحاتو، تشکیلاتو د تنظیم، د مسلکي او پیاوړو کادرونو د ځاي پر ځای کولو او د افغانستان د صادارتو پر زیاتولو د تمرکز په اړه خپل راپور وړاندې کړ او وې ویل، د تېر کال په پرتله د هیواد د صادراتو کچه ۵۷ سلنې ته رسېدلې، د محصولاتو لپاره مو مارکیټونه پیدا کړي او خصوصي سکتور ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
اجمل احمدي وویل، د سوداګریزې او ترانزیټي پالیسۍ جوړولو تر څنګ مو د سیمې او نړۍ له ۱۳ هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې ایجاد کړي دي، دغه راز د سیمه ییز اتصال او هوايي او ځمکنیو دهلېزونو د مطالعې لپاره د جمهوررئیس پر لیدلوري زیات کار شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست څرګنده کړه، د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان د ۸۶ تعهداتو څخه مو پر ۳۵ عمل کړی او په همدې ترتیب مو په ۱۳ بهرنیو هیوادونو کې افغان شرکتونو ته د ګډون زمینه برابره کړی ده.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ د صادراتو د بازارموندنې ستراتيژي جوړه کړې او په بېلابېلو ولایتونو کې مو د صنعتي پارک پروژې بشپړې کړي دي.
جمهوررئیس غني د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خبرو له اورېدو وروسته وویل، اوس باید له کمیت څخه کیفیت ته ولاړ شو او د صادراتو د کیفیت لوړولو په برخه کې باید جدي تغییرات راوستل شي.
هغه د پانګونې د اسانتیا لپاره د دولت پر رول او د صادارتو د زیاتولو پر تمرکز ټینګار وکړ وې ویل، د صادراتو لپاره دې پر ځنځيري ارزښت تمرکز وشي او په بهرنیو هیوادونو کې دې د افغاني محصولاتو بازار موندنې ته زیات کار وشي.
جمهوررئیس په مهمو سوداګریزو سازمانونو کې د افغانستان غړیتوب مهم وباله او وې ویل، د سیمې له هیوادونو سره باید د ترانزیټي موافقتنامو په برخه کې پایلې ته ورسېږو. هغه څرګنده کړه، پر صنعتي پارکونو پانګونه ملي لومړیتوب دی.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې پر تولیدي شرکتونو د لازیاتې پاملرنې ټینګار وکړ او وې ویل، د تولید ظرفیت باید لوړ او د وارداتو لپاره مناسب بدیل ولټول شي چې پر خپل ځان بسیاینې ته ورسېږو.
کچیری دولت د صنعت د رشد لپاره اود برق د تامین په خاطر یی د بندونو په جوړولو او د بندونو د جوړلو په خاطر د نفتو او ګازو معادنو په استخراج کار وکړی یو مثبت او د ځان بساینی په لور ګام دی او همدارنګه یاد کارونه د فقر او بیکاری له مینځ وړلو لپاره مهم ده
او ورسره د ریل پټلی او په څنګ کی د ټاپی (ګازو) نلیکی باندی نظارت کول او برق لین ټاپ باندی تینګار درلودل مهم دی چی پدی چارو وزارت مالیه اوانرژ او اوبو وزارت باید ګام پورته کړی