تاند- ولسمشر محمد اشرف غني نن د ویدیو کنفرانس له لارې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره خبرې وکړې، ویې ویل چې د هند په ګډون ګاونډي هیوادونه د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په لومړۍ کړۍ کې شامل دي.

په دې ویدیو کنفرانس کې، چې په پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، چین او هند سفیرانو ګډون کړی وو، ولسمشر غني وویل چې له دغو هیوادونو سره افغانستان هراړخیزې اړیکې غواړي او اوس دا اړیکې د بدلون په حال کې دي.

ولسمشر وویل چې په لنډ وخت کې به ایران او هند ته سفرونه وکړي او د تاجکستان ولسمشر ته به د کابل د سفر بلنه ورکړي.

ښاغلي غني وویل چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره زیات فرصتونه شته او دا په دغو هیوادونو کې د افغان سفیرانو دنده ده چې له دغو فرصتونو څخه ښه استفاده وکړي.

ده د بهرنیو چارو وزارت مکلف وباله چې د سیمې له هیوادونو سره د لاسلیک شویو موافقو د تعقیبولو او اجرا لپاره میکانیزم جوړ کړي.

په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره د ولسمشر د ویدیويي کنفرانس په مهال د بهرنیو چارو نوی وزیر صلاح الدین رباني او د باندنیو چارو سیاسي مرستیال یا معین حکمت کرزی هم حاضر ول.

ده د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته امر وکړ چې د یوه منظم پروګرام له مخې په دغه وزارت او له هیواده دباندې په سفارتونو کې اصلاحات راولي.

ویل کېږي چې په بهرنیو چارو وزارت او سفارتونو کې اکثره مقررۍ د خپلوۍ او سمت پالنې پر اساس شوي دي.

ولسمشر غني تاکید وکاوه چې افغانستان هیڅ هیواد په تېره بیا ګاونډیو هیوادونو ته خطر نه دی او نه به وي.

4 thoughts on “ولسمشر غني: په بهرنیو چارو وزارت او سفارتونو کې دې اصلاحات راوستل شي”
  1. محترم جمهورريس بلکل درست تحليل کړی چی په سفارتونو کی مقرری ډيراکثريت دخپلوی پر اساس شوی،البته هيره دی نوی چی دسفارتونو 80 %فيصده ان مسلکی ندی اود قونسلی عادی مسايلو باتدی نه پوهيږی زما دسترګو ليدلی حال ډير تريخ دی،چی ولی داسی بيسواده اشخاص په داسی مهمو پوستونو کی ځای پر ځای شوی ،دسفارت قونسلی شعبه چي افغانانو سره بايد مرسته وکړی دا کسان دکار دناپوهی له کبله هغوی ته مشکلات اوجنجالونه پيدا کوی ان اقتصادی ضربی هم ورسيږی ،نو لازمه ده چی درست اصلاحات رامنځته شی اودا اصلاحات بايد ديوخاص کميسيون له لوری کنترول شی،زموږ محترم اومحبوب جمهورريس ته کاميابی غواړم .

  2. First of all the people in Afghan consulate Los Angles should be replaced, they all belong to Karzai’s buddies. Most of them are not properly educated. They mistreat Afghans in Los Angeles California. if you go there they make you feel like shit, very unprofessional and arrogant people. They never respond to emial inquiries nor do they answer phones in a professional way. one of Karzia’ relatives who works there is very rude.
    I hope Dr. Ghani will take immediate action in this regard.

  3. یوازي دبهرنیوچارو وزارت همداسی نه ده هروزارت هره ریاست هرڅه همداسي شوی په یوه ریاست کی دري څلور کورني وي . ۲- ۵ وروڼه – څلور کاکا زامن دری څلور خاله زامن همداسی نور پلار،زامن خو فرق نه کوي هغه خو خامخا باید وي په کي . اشرف غنی یانوي وزیران که رښتیا هم فساد له منځه وړي یو لوي علت یی همدا ده چی څوه کورني په یوه دفتر کي کارکوي

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *