تاند- ولسمشر اشرف غني احمدزي په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو راوستلو په اړه په یوه غونډه کې له رسنیو وغوښتل چې د فساد د دود د ختمولو لپاره په ولس کې فساد ضد روحیه پیاوړې کړي.
اشرف غني احمدزی چې له فساد سره د مبارزې لومړی ګام یې د کابل بانک د قضیې په راژوندي کولو سره اخیستی، غواړي چې د فساد ریښې په ستره محکمه او لویه څارنوالۍ کې وچې کړي.
په همدې هدف یې تېر ماښام د پوهنتونونو استادان، حقوقپوهان، د سوداګرۍ خونې غړي، مدافع وکیلان، صنعتکاران، د بشري حقونو او د ښځو د ټولنو غړي ارګ ته وربللي ول چې په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره مشورې ورکړي.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې غونډه کې چې تېر ماښام د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه، د لویې څارنوالۍ د مشرتابه پلاوي د ټاکل کېدو د معیارونو، د فساد د مخنیوي، د مکافاتو او مجازاتو د اصل د تطبیق په باب خپل نظرونه او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل او له هغه څخه یې وغوښتل چې په لویه څارنوالۍ کې جدي تغییرات راولي.
اشرف غني احمدزي د غونډې د برخه والو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د څارنوالۍ اصلاح یوه حیاتي موضوع ده ځکه چې د عدالت ټینګښت هم په همدغه بنسټ پورې اړه لري. موږ باید داسې څارنوالي ولرو چې د افغانستان خلک پر هغې باور ولري.
ولسمشر احمدزي ټینګار وکړ چې څارنوالي باید د ټولنې له هر وګړي سره بې توپیره چلند وکړي، د قانون په وړاندې قوي او کمزوری وجود نه لري، د ټولنې هر وګړی د قانون پر وړاندې یو خيل حقوق او مکلفیتونه لري .
عمومي باور دا دی تر څو چې په څارنوالیو او محکمو کې فساد له منځه نه وي تللی افغانستان به د فاسدو حکومتونو د لیست په سر کې وي.
د شفافیت د نړیوالې ادارې، چې هر کال د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د فساد د اندازې په اړه راپورونه خپروي، له راپورونو سره سم افغانستان د فساد له نظره د نړۍ په درو تر ټولو زیاتو فساد لرونکو هیوادونو کې شمېر دی.
ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د قانون له حاکمیت پرته خصوصي سکټور نه شي فعالیدلی. ده وویل چې د قانون په تطبیق کولو سره به په هېواد کې بنیادي تغییرات رامنځته کړي.
د هېواد جمهور رئیس وویل چې افغانستان یو اساسي فرهنګي بدلون ته اړتیا لري، داسې فرهنګي بدلون ته چې د فساد د فرهنګ مخه ونیول شي او له فساد سره د مبارزې فرهنګ پیاوړی شي.
لویه څارنوالي نه بلکه لوی څارنوالي ده چې د لوی څارنوال له اصطلاح نه کږه شوې ده. هیله ده چې سمه یې کړئ.
عالیقدر ډاکتر صاحب :دریس دولت دحکم په صحت چه محکمه بیصله وکړی او دمحکمی فیصله شخص لوی څارنوال تیید کړی او ولیک چه دزراعت ریس صاحب دمخکمی فیصله تیید او قابل تطبیق است زه باید څه وکړم ؟
دغه دلوی څارنوال (الکو) حکم می تطبیق کړی سبایی وخوست والی یو داچه سره قومی دی بل داچه سره ددوستی اړیکی لری ددغه فرمان تطبیقول یی خوښه نه وه څکه معامله پکی ړنګه شوه لوی څارنوال ته ییتیلفونی تماس پیدا او زما قضیه په بل اړخ واړول شوه توقیف حکم ی صادر کړ او زه بندی شوم فوری جبار نعیمی دتلویژیونونو له لاری اعلام وکړ جچه که څوک ور پسی وګرزی او دده اسناد معتبرو او رګانوته یوسی هغه به هم بندیشی کله چه مسله روښانه لکه لمر غوندی وه زما دوستان الکوته ور غلل چه څارنوال صیب یو څل حکم صادروی بیا خپل حکم کی خلک بندیاندی داڅرنګه اجرات دی وګوری دقت وکړی دا دافغانستان جمهوری دولت لوی څارنوال وو دری کاله ی وزورولم هډوک پاته دی نوره دبدن غوښی -مغز ټول پهیوه بد خالت کی دی زما فامیل ښڅی ا ما شومان په درد رنج او قسم قسم دماغی تکلیفو دده ادجبار نعیمی دلاسه مبتلادی حتی یوه لور می د۱۱ټولګی نه چه اول نمبره وهددهخدایدا دنسوان لیسه کی ددماغی مکلیف لهلاسه نږدی ده چه مکتب ته لاړه نشی اوږد داستان ده خولنډلیکم چه زه په لوی څارنوال اودده نږدی کلیوال والی ادعا لرم وروسته به ګورو خودومره اچوایم چه دفسای سر چینه همدلته ده دغټ نه نیولی تر پیاده پدچوری ټول فساد پیشه دی او باید خلاس نشی
عالیقدر ډاکتر صاحب : محاکم دسرنه نیولی تر ټیټه بوری هم دفساد سرچینه ده یو داچه اکثره قاضیان بیسواده دی دارتباطاتو په اساس مقر شویده دیوه عادی قاضی کور داروپا نقشه ده په ما تیر شویدی دری کاله زما دوسیه په محاکمو او څارنولیو کی چکر وهی او زه هم درپه در لکه خیرات خور غوندی دروازی ټکوم حه می لاس کی نشته چه وریی کړک لهذا په مفته دوسیه نه خلاسیږی ټولوته باید اور ور واچول شی او ژوندی خلاص نشی دغه به ستا لپاره یوه غټه لاسته راوړنه وی په جهان کی به دترس غوغا پیداشی ډیر ظالم مخلوق په څارنولیواو مخاکمو کی څای په څای شویدی خدای دور باندی دفیس مرض نازل کړی چه خپل او پرادی تری بیزاره وی پام چه تراحم په ونکړیاو یو هم په مخاکمو-څارنوالیو کی پاته نشی که کوم يو پاته شو بیا دفساد دتکثیر امکان شته
سارنوالی د فسادونو مور او د هر ډول فساد منبع ده. اشرف غنی احمدزی باید د څارنوالانو د خپل سرو کړنو مخه په جدي توګه و نیسی او پرېنږدي چې څارنوالي د خصوصي سکټور په شرکتونو کې په بېځایه مداخلو په هیواد کې د اقتصادي پرمختګ او رشد په وړاندې خنډونه را پیدا کړي
زه دمحترم جمهورريس صاحب احمدزی څخه هيله کوم چي درسنيو بل خصوص دتاند ويپ سايټ ليکنواود تبصرواو نورنشراتوانتقادی بخشونه خپله ولونی او په نظر کی يي ونيسی ،زه پوهيږم چي ريس صاحب جمهور ډير مصروف دی خو بيا هم په لومړيو کي ورته ضرورت دی چي په لنډه توګه ورته پام وکړی او يا هم يو شخص په دی هکله مسول کړی تر څو ورځنی معلومات دمطبوعاتو څخه په لنډ متن سره راټول اوستاسو حضورته يي راوړی.زما په اند دخلکو مشوری ستاسو دبرنامو دتطبيق لپاره لاری پرانيزی . البته دفلسفی يواصل نقددی،بيا نو همدا نقد دی چي اصلاحات منځ ته راوړی. وبخشی دلته ما دتاند په هکله ځکه وليکل چي ليکنی او تبصری د ښو ملی کدرونواوليکوالو له خو ليکل کيږی . کامياب اوسی