تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د هیواد او هیوادوالو د امنیت ساتنه به په هر قیمت چې وي ساتنه وکړي.

ولسمشر غني دا خبره د کابل د استقلال لېسې د پرونۍ تروریستي حملې په لړ کې له ټپي شویو سره په روغتون کې د کتنې په مهال وکړه.

په دغه برید کې، چې ویل کېږي د یوه پنځلس یا شپاړس کلن ماشوم په وسیله وشو، یو بهرنی وژل شوی او ۲۰ افغان نندارچیان ژوبل شوي دي.

جرمني وايي چې وژل شوی بهرنی د دغه هیواد تبعه دی.

طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې دا برید د حقاني شبکې کړی دی.

ولسمشر غني د کابل په ایمرجنسي روغتون کې د ټپیانو د پوښتنې په مهال وویل:«زه به په هر قیمت چې وي هیواد وساتم. خلک او هنرمندان به خپل کار ته دوام ورکړي.»

د افغانستان ملي امنیت نن /جمعه/ وویل چې د استقلال لېسې برید د حقاني شبکې له لوري شوی دی.

د دغه ریاست د ویاند حسیب صدیقي په وینا په دغه ځانمرګي برید کې یو پنځلس کلن ماشوم استعمال شوی دی.

د ملګروملتو په ګډون جرمني او فراسنې دا برید په کلکه غندلی دی.

One thought on “ولسمشر غني: په هر قیمت چې وي د امنیت ساتنه کوم”

ځواب ورکول سباوون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *