تاند- ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې وویل چې د دغه ولايت په اداره کې به پراخ اصلاحات راولي او په هر ډول چې وي د فساد مخه به ونيسي.

ولسمشر غني نن له یو شمېر مخورو، د اطلاعاتو او کلتور او کورنيو چارو له وزيرانو، د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال او ځينو نورو جګپوړو دولتي چارواکو سره کندهار ته لاړ.

د کندهار قومي مشرانو او مخورو له ولسمشر غني سره په کتنه کې په خپل ولایت کې له اداري فساد، د پوهنې او برېښنا رياستونو د ناغېړيو او په عدلي او قضايي اورګانونو کې د ستونزو شکایت وکړ.

دوی غوښتنه وکړه چې ولسمشر دې په کندهار کې د هغو زورورو مخه ونيسي چې د بشپړ ولايت چارې يې ګډې وډې کړې دي.

ولسمشر غني په ځواب کې وویل چې نور د زورورو وخت پای ته رسېدلی او په دغه ولايت کې له والي پرته، بل څوک د پرېکړي حق نه لري.

د کندهار والي هم د خپلو خبرو پر مهال د دغه ولايت په ځينو ادارو کې د ستونزو يادونه وکړه، خو ډاډ يې ورکړ چې د دغو ستونزو د ختمولو هڅه کوي.

ده د کندهار له ځوانانو سره په کتنه کې وویل چې د سکالرشیپونو د ورکولو په شیوه کې به بدلون راولي. نور به د نومرو د فیصدي پر اساس نه بلکې د ازموینې له لارې بورس یا سکالرشیپ ورکول کېږي.

واک ته تر رسېدو وروسته دا کندهار ته ولسمشر غني لومړی سفر وو.

د ارګ سرچینې وايي چې ولسمشر کندهار ته دا سفر د خلکو په غوښتنه کړی.

3 thoughts on “ولسمشر غني په کندهار کې؛ نور د زورورو وخت پای ته رسېدلی”
  1. د بلخ والي خو ګل مرجانه خط راوړی او زمونږ د مفکر زور پری تر اوسه نه رسي. کله چې وخت يی ورسید بیا به له خبره خبری کوو ورسره. په درناوی

  2. د يو زورور عکس دي شاته ستا د تصوير څنګ ته ځړيږي ، د ټولو ناخوالو موږی همدغه دی او هغه دي هر ځای په
    څنګ کي روان دی ، باټي مه وله هغه څه تر خوله را باسه چي په عملي کولو کي يې توان او زور ولرې ، موږ مه بې
    باوره کوه ٠

ځواب ورکول ع٠ توخي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *