تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دفاعي برخه کې د اصلاحاتو لپاره د ملي اردو لږترلږه ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل.

ولسمشر غني، د دغو جنرالانو د تقاعدۍ د لاسلیکولو په ترڅ کې وویل«موږ اصلاحات غواړو چې جنګ او سوله وګټو. اصلاحات یوازې د اصلاحاتو لپاره نه غواړو. دا پروسه به زموږ د رڼې راتلونکې لپاره دوام وکړي.»

د افغانستان حکومت غواړي چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې زیاتې کړي او یو شمېر غیرمسلکي کسان، چې د تنظیمی اړیکو پر اساس د جنرالۍ رتبې ورکړای شوي، د دغو ځواکونو له لیکو وباسي.

د ولسمشر غني له دې هڅې سره تنظیمونو، په تېره بیا جمعیت ګوند، چې اکثره دا ډول جنرالان ورپورې تړلي، اعتراضونه کړي دي.

دغه ګوند په ځلونو د ولسمشر غني حکومت له دولتي ادارو څخه د مجاهدینو په تصفیه کولو تورن کړی دی.

ولسمشر غني کابو دوې اوونۍ وړاندې په کابل کې د ملي اردو یوې اډې ته د تګ په مهال وویل، حکومت هڅه کوي چې د افغان خاصو عملیاتي ځواکونو قابلیتونه لا زیات کړي او په لنډ وخت کې به د دې هدف لپاره یو لړ ګامونه واخیستل شي.

5 thoughts on “ولسمشر غني ۱۶۴ جنرالان تقاعد کړل”
  1. AFGHAN ARMY MUST BE EDUCATED AND PROFESSIONAL.
    ARMY OFFICERS NEED TO KNOWS ALL TECHNICAL AND THEORETICAL
    ROLLS/THAT TIME THEY CAN DEFENSE FROM HOMELAND,THANKS

  2. جمعیتیان خو د دولت انحصار غواړي اما دا هېواد د ټول ولس دی.
    دولتي دندې د لیاقت ، مسلک او وړتیا پر اساس وي ، نه د تنظیم او چور په اساس.
    که هوس دی ، هم زیاتي بس دی.

  3. د بن مصیبت اصلا د انحصار ، تالان، غصب، دبیت المال سره لوبی او قمار، دیوی ډلګی ټول ارکان باید وزیر،والی ، جنرال ،رئیس او ولسوال وی، دولتی ملکییت د فرمانونو د لاری دوی ته سپارل او خلاصه دنور ملت حتی د عادی ژوند حق غصبول او بیا اقلیت بی صلاحیت په راس کی راوستل او د ملت غولول اود هغه نه هم خادم المفسدین جوړول او منحیث حکومت کثیر الابعاد فساد او جاهلی تعصباتو ته وده ورکول هغه رذیلانه ابتکار او فعالیتونه دی چی اوس عادت ګرځیدلی او همدا تنظیم تر اوسه هم رسمیت لری او ددی ټولو رذایلو سره بیاهم ځان حقدار او په حکومت کی اهم غاصب طرف بولی او پری افتخار هم کوی
    نو هغه وزارت چی تنظیمونو ته رسمیت ورکوی باید څارنه او ارزونه هم ولری خو بد بختانه پهلوان زنده خوش است!!! تر اوسه یی یوه تنبیه به هم نه وی ورکړی؟
    دا ډول رسمیت ورکول ، لیوانو ته د ملت سپارل دی که بل څّه؟؟
    دا ډول وزیران استعفا ، نه که شرم لری باید په ټولی بی ایمانی سره ، انتحار وکړی
    نو د امنیتی قواوو د کور ، ډوډی،کالیو ، وسلو او مهماتو غله کمول د امنییتی قواوو تقویه ده او دوام یی حتمی دی

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *