د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه حکم کې د هیواد ۸ سفیران له دندو برطرفه او تقاعد کړل.

د ولسمشر غني له حکم سره سم د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ هم له کاره ګوښه شوي دي.

برطرفه او تقاعد شوي سفیران په دې ډول دي:

مسعود خلیلي، چې په هسپانیا کې سفیر و.

په جرمني کې سفیر علي احمد جلالي.

په روسیه کې سفیر عبدالقیوم کوچی

په قطر کې سفیر فیض الله کاکړ

په یونان کې سفیر عمر صمد

په کویت کې سفیر منګل حسین

په ترکیه کې سفیر عبدالرحیم سید

په ایران کې سفیر نثار احمد نور

د یادو سفیرانو ترڅنګ په پېښور کې افغان کونسل معین مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي هم څنګ ته شوي دي.

ولسمشر غني له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې له سفارتونو څخه ۴۹ نور کارکوونکي یا دیپلومات هم که په ۲ اوونیو کې یې خپل تعلیمي سندونه وړاندې نه کړای شول، وباسي.

4 thoughts on “ولسمشر غني ۸ سفیران برطرفه کړل”
  1. ماشالله ښه اقدام.باید د غلو او بی کفایته مشر (خارجه وزیر)هم له له دندی لیری شی،

  2. These actions should have taken places long time ago. These people are not able to find jobs to have income and that is why they were sticking to the government. Why would Mr Jalali want to work, he is retired. Good job Mr Ghani.

  3. سلام
    خینی کسان ددی مھارت لری چی پہ ھر رڑیم ، حکومت او سیستم کی خپل خان وساتی د مثال پہ توگہ مسعود خلیلی د ربانی د حکومت شش گانہ و چہ گانہ لہ وخت پاتی دی کلہ چی د حزب او جمعیت جگر و پہ کابل کی زور ونیوھ مسعود پہ بند کی سفیر وہ چی جعل پروپاگند ی لیکلی تبلیغات یی د امریکی یو دیر اوچت پوھنتون تہ راورسیدل شواھد وایی چی مسعود خلیلی سور پرچمی وہ او د ابن سینا لیسی شاتہ یی سیاسی حوزہ درلودہ ھغہ لہ
    مسعود خلیلی نہ دپلمات دی سونپ یو عالم د ھغہ تعلیم لہ سفارت سرہ پہ ھیخ توگہ د مقایسی ور نہ دی
    غنی بابا ولسمشر
    دا کار دی باید پہ لومریو وختو کی کری وای اوس ھم پہ دیرو سفارتونو ، کونسل گریو کی نداف، اشپز،خانہ سامان ،باغبان ،تنظیمی میراث خوارہ،
    اجیران ، اوقمار وھونکی شتون لری کہ داتول پہ تعلیمی او دپلما تی ،مسلکی او پوھی پہ لحاظ لہ چلو صا فہ وباسی باور وکرہ د بھر نیو چارو پرسونل کچہ پہ سلو کی خلورمہ برخہ ھم نہ پاتی کیزی
    تبصرہ شخصی بنہ نہ لری او نہ لہ چا سرہ د شخصی گتو پر بنا ولارہ دہ بلکی دایوحقیقت دی د سولی پہ عالی شوراکی ھم نا اھلہ، بی کفایتہ ، گونگ او د القابو ھسی پہ نوم تیکہ دار ناست دی
    دغہ ناروغی پہ افغا نانو کی سمون او سکون تہ ضرورت لری
    کہ چیری ددی کسانو لپارہ یو مسلکی تست وتاکل شی خومرہ بہ پہ تست کی بریا لی راووخی؟

ځواب ورکول حمید فاضل خیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *