تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی غواړي چې د کندوز، بادغیس، ننګرهار، هلمند او غزني چارواکي بدل کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر د دغو ولایتونو چارواکي د دې لپاره بدلوي چې په دغو ولایتونو کې د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د ولایتونو په ملکي او پوځي وضعیت کې اصلاحات راولي.

د ولسمشر ویندوی نظیف الله سالارزي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې په دغو ولایتونو کې به جکپوړي دولتي چارواکي ژر تبدیل شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې خاص استازي فرانزمایکل میلبین وویل:«ولسمشر غني فکر کوي چې په وسله والو ځواکونو کې هم اصلاحاتو ته اړتیا ده.»

ده همداراز وویل:«وسله والو ځواکونو ته دا کمزورتیا په میراث رسېدلې ده چې تکړه او مستعد کسان وړاندې تګ ته نه پرېښودل کېږي.»

ولسمشر غني په ولایتونو کې د تبدیلیو د راوستلو پرېکړه وروسته له دې کړې چې وسله والو طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو په تېره بیا پلازمېنه کابل کې بمي او ځانمرګي بریدونه زیات کړي دي.

دې ډلې په تېرو دوو اوونیو کې په کابل کې لس حملې کړي دي.

ولسمشر غني د هیواد پر امنیتي ستراتیژۍ له الف څخه تر یا پوري د بیا کتنې امر کړی دی. ټاکل شوې ده چې د بیا کتنې بهیر به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

0 thoughts on “ولسمشر غواړي چې د ۵ ولایتونو چارواکي ژر بدل کړي”
  1. داول ولسمشرنه می داغوښتنه ده چه هرڅه کوی اول ددوهم ولسمشرسره مشوره کوه اویا اجازه تری اخله بیا هغه کارکوه پدی سره به تریوڅو میاشتوپوری قدر ولری اوکه ته دهغی له اجازی پرته کوم اقدام کوی اوهغه یی بیرته درباندی ردوی داستا قابلیت اومنجمنت ترسوال لاندی څه چه دماشومانوسره برابروی اوس هم که ته دذکرشویوو ولایتونوچارواکی بدلوی ددوهم ولسمشرموافقه واخله چه بیا ستا فرمان خاوری نکړی

ځواب ورکول zahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *