توریالی ملیار

ولسمشر وترټئ، ویې ګواښئ، په تېږو یې وولئ، جاغې یې  پرې وشلوئ، پرمخ یې په څپیړو ووهئ، لاریونونه ورباندې را وباسئ او په ارګ ورپورته شئ، تاسې ته ازادي دا حق درکړئ تاسې ته همدغه ولسمشر دا حق درکړئ، تاسې ته مدني حقوقو دا واک درکړی او تاسې ته بشري حقونو دا اختیار درکړی نو مه ویریږئ هر هغه څه وکړئ چې کولی شئ!

تر ګریوان یې ونیسئ او ترې وپوښتئ چې ولې دې ټوټاپ له بامیانو تېر نه کړ دا ستاسې حق دی، تاسې پوهېږئ چې ولسمشر سخت متعصب دی له تاسې سره ضد لري ځکه یې په تاسې نه تېرويلندن کې مو چې وښکانځه څومره خوند یې ورسره وکړ هیڅ ځای یې خپل کار ته پرېنږدئ!!

او هې!دا نورو ته هم وایم ولسمشر په مرګ وګواښئ تاسې خو کابل کې کلونه کلونه جهاد کړئ په زغرده ورته ووایئ چې که ټوټاپ مزي دې له سالنګ تېر نه کړل ژوند به دې په خطر کې وي، د سنبلې ۱۸ را رسېدونکی دی دسمالونو موورته تر سرونو تاو را تاو کړئ، خپله اصلي څېره مو ورته بربنډه کړئ، وسلې پرې را وباسئ او ټول ولس ته ټکان ورکړئ!

هې!دا ځانونو ته چې زړور وايي دوی ته هم وایم چې خبر شئ، ولسمشر سلما بند پرانیست هرات ته یې خپله وطني برېښنا ورکړه مه یې پرېږدئ په کاڼو یې وولئ او باید په کاڼو مو ویشتلی وای ولې هرات ته بند جوړوي؟ ولې یې تاسې ته نه جوړوي او تاسې لا دا سپین سترګی ګورئ چې پرانیستلو ته یې کافر صدراعظم هم را وستلی و د سلما برېښنا نو تاسې ته څه ګټه لري؟؟

 هې! چُپ وګړو په تاسې هم غږ کوم ولسمشر چا بهار بندر پرانیست خبر یاست که نه د چا بهار ګټه خو نیمروز او فرا ته رسیږي نو ولې یې دغه بندر په یوه داسې هېواد کې نه پرانیست چې تاسې ته یې ګټه اوښتې وی، ولسمشر خو تاسې ته هیڅ هم نه دي کړي نو ولې خپل حق د سوټي او ټوپک په زور نه غواړئ په دې باید پوه شئ چې هغه د تاسې لپاره یو متعصب او خاین ولسمشر دی!

 هې! ګورئ دابله ډله هم خبروم،لږ بیدار شئ چې ولسمشر له تورخمه ننګرها ته ریل راولي او د وسپنې پټلۍ جوړوي،را ودانګئ او په زغرده ترې وپوښتئ چېولې خاینه دا کار د کولو دی چې تا ملا ورته تړلې، ولې تاسې ته د رېل پټلئ نه جوړوي چې په په پینځو دقیقو کې کابل ته را ورسېږئ ولسمشر د همدې لپاره دا کار نه کوي چې تاسې کابل ته رانشئ او ژوند مو په سختیو کې تېر شي!

 په تاسې ګنګسو هم غږ کوم د کاسا زر مزي په پنجشېر تېرېږي اخر ولې په دې ولایت تېر شي دا خو ستاسې حق دی ستاسې حق بل چا ته ورکوي هلئ همدا مو وخت دی چې په پنجشېر یې درنه تېر نه کړي ولسمشر متعصب او خاین دی تر پښو مو لاندې کوي او یوې وړې ولسوالۍ ته دومره ډېر ارزښت ورکوي!

هې هې! دا بلې وېدې ډلې ته وایم،  تاسې ته مې څو ځله ویلي خو په تاسې نه لګي خبر شئ ولسمشر په کابل کې ستر اسلامي پوهنتون جوړوي دا د اسلام په نامه جوړوي خو مقصد یې دا دی چې دا پوهنتون ستاسې په سیمه کې جوړ نه شي هلی  راشئ مرنجان غونۍ له بیخه وباسئ  چې زور مو ورته مالوم شي!

 وی تاسې خو مې هم هېر وئ!؟ په سوړو ننوتلي وئ د چا درته پام نه وي خبر نه یئ چې ټاپې پروژه یې له تاسې کږه کړې ده ګورئ له هراته یې په فراه، هلمند او کندهار وباسي نو په دې کې ستاسې ګټه څه ده مخې ته یې ودرېږئ داستاسې حق دی چې مخې ته یې لکه پولادي دیوال داسې تم شئ د خدای د پاره دا ستره پروژه ولې په تاسې نه تیروی تاسې ورته له سره افغانان نه ښکارئ، همدا یې وخت دی د دغه ستر خیانت مخه ونیسئ!!

ګورئ هې نا خبرو په تاسې هم یو غږ کوم! خبر یئ چې ولسمشر له خپل موقف څخه په ناروا ګټې اخیستنې بامیانو کې د لمر برېښنا جوړوي ګورئ دومره سپین سترګی شوی چې ان کندهار کې یې هم دغه کار ته ملا تړلې ده مګر تاسې یې داسې هېر کړي یئ لکه لکه له وخته تېره او یوه زړه افسانه، نو تاسې بلا وهلی یئ چې ورته ووایئ حق زموږ دی او موږ خپل حق په زور درنه غواړو، ګورئ، دغه سړی ماته مالوم دی په پوست پاک نه دی خوښه مو خپله، له زوره کار واخلئ چې د کندهار او بامیانو د برېښنا هېندارې تاسې ته دروړي!

ګورئ ولسمشر یوه بله خطرناکه پروژه هم تر کار لاندې لري هغه ستاسې پخوانی دوست او اوسنی دوښمن، لیونی مشونګک هم اوس کابل ته راولي، ګورئ پرې نه ږدئ چې راشي ولې ولسمشر له تاسې سره په جنګ دی او له هغه سره سوله کوي دا نشي کیدلی د حکمتیار مخه ونیسئ که نه مالوم دار چې حکومت پرې پیاوړی کیږي نو د ولسمشر د سولې د خطرناک بهیر مخه ونیسئ که له طالبانو سره یې سوله وکړه نو ولا که چاته داسې ښکاره شئ لکه یو ناخود!!

ریښتیا دا نور ویده خو لا تر اوسه را پورته نه شول! وېښ شئ هو ویدو خبر یئ چې ولسمشر لسګونه د اوبو بندونه جوړوي ګورئ دا بندونه خو ستاسې ځمکې په اوبو کې ډوبوي ستاسې کورنه په اوبو لاهو کوي نو مه پرېږدئ چې دغه خیانت درسره وکړي مخه یې ونیسئ که نه ژوندي مو په اوبو غرقوي د دغه ستر خاین کړه وړه ماته مالوم دي د همدې لپاره یې ټوټاپ برق تاسې ته نه درکاوه چې د بند او برق په بهانه مو به اوبو کې غرق کړي!

ګورئ! ولسمشر یو بل خیانت هم کوي، بیا ونه وایئ چې تا خو خبر نه کړو، په بامیانو او غور، هرات ته سړک بیايي نو د دې پر ځای ولې د تاسې کنډو کپرسړکونه نه جوړوي قسم خورم چې له تاسې سره د پلار نیکه دښمني لري سړک داسې پرې بند کړئ چې بیا د سړک جوړولو خوب هم ونه ویني!

ګورئ هې نا خبرو په تاسې هم یو غږ کوم! دغه خاین ولسمشر د پنجشیر او بدخشان د قیمتي ډبرو کانونو ته داسې پلانونه جوړ کړي چې په ولا کې یې بیا د تاسې پلار هم ورڅخه خرڅ کړئ نو هلئ ژر کوئ که نور مو زور نه رسیږي طالبان درسره یو ځای کړئ او د ولسمشر پلانونه دا سې شنډ کړئ لکه د بېنن سېوان پلانونه مو چې شنډ کړل!

اې اصلي مخورو او ځايي پاچایانو! که همداسې وېده پاتې شئ نو په ولا که د کوکنارو بوټی په سترګو ووینئ، ډلې ډلې مو بندیانوي، وژني مو، د تریاکو په جګړه کې د اسلام له نومه نور هم کار واخلئ دا تنکي ځوانان د څه لپاره دي داسې ګډوډۍ پرې جوړې کړئ چې ولسمشر په چیغو چیغو له دې پاچاهئ تېر شي!

ګورئ هې پیسه دارانو تاسو ته هم یوه خبره کوم تاسو خو ځانونو ته هوښیاران وایئ خو خبر نه یئ چې د پیسو بوجۍ چا درباندې ودرولې همدغه اشرف غني دونیا ته اعلان وکړ وې پیسې به موږ ته راکوئ موږ یې مصرفوو وې دوی ته یې په هیڅ صورت نه شئ ورکولی؟ هې خبر شئ که نه دا سړی مو غرقوي، د فساد په نامه ګټلې روزي مو بېرته درنه اخلي، له تاسې سره خو پیسې شته همدا یې وخت دی ورته مصرف یې کړئ دا بیکاره ځوانان د څه لپاره دي داسې یوه مظاهر پرې جوړه کړئ چې له وېرې یې ماغزه ورېږدي او که څوک په مظاهره کې مري هم نو ستاسې اولادونه خو نه دي بلا مو ورپسې!!

وۍ مجاهدینو تاسې مې له یاده وتلي وئ!؟ دغه ولسمشر اوس د تاسې د کارنامو د له منځه وړو هوډ کړی خبر یئ چې دارلامان ماڼۍ جوړوي او په سپین سترګۍ یې دې خیانت ته هم بډې وهلې دي، مه یې پرېږدئ په دې کې خو ستاسې د مبارزې او مجاهدې سترې تاریخي نښې پرتې دي په دې کې خو ستاسې یادګارونه نغښتي، دا خوستاسې د جهاد د سختو ورځوغمجن انځوردی، په دې ماڼۍ کې ستاسې وینې تویې شوې سرونه مو پکې قرباني شوي تاسې پکې د نورو وینې هم بهولې دي، دی اوس همغه ستاسو له یادګارونو  ډکه ماڼۍ رغوي چې تاسو په راکټونو ویشته، مزایل مو پرې اورول، بمبارد مو پرې کاوه، همغه له ګناهونو ډکه ماڼۍ بیا جوړوي، هغه ماڼۍ چې تاسې یې په ورانولو ملی قهرمانان شوئ نو مه پرېږدۍ دغه ستر یادګار مو د خلکو له سترګو لیرې کړي په حکومت کې خو هسې هم ځای نه درکوي اوس مو نښې نښانې هم له منځه وړي.

 اوس خو باید پوه شئ چې ولسمشر ستاسې د کارنامو قاتل دی، خاین دی او متعصب دی!

5 thoughts on “ولسمشر متعصب او خاین دی!!/ توریالی ملیار”
  1. ملیار صیب ستا په زړه پوري او حقیقت لوڅونکي لیکنه مي ولوستله پزړه پوري او د څیرواو حقایقو بربنډونکي ده، که څه هم دغو ډلو او ټپلو دومره مایسه کړي يو چې ګومان کوو چې په دوی هیڅ خبره تاثر نکړي، هیڅ شي د ننګ او شرم په نامه نه پیژنې او هیڅ ډول چیغه يي تر غوږو نه ورسې خو بیا هم دوي ته همداسې چوکې او اشاري په کار دي ګوندي وي چې غوږونه او ماغزه يي کار وکړي او د نورو د خدمت په ځاي خپل وطن خپل وبولي. او د دي هیواد خلکو، خاوري، قانون او حکومت ته په معززو او د خپلو
    خلکو او هیواد په سترګو وګوري

    په قلم دي افرین او برکت شه

  2. مګراولسمشریوډیر ښه کار هم کړیدۍ چی د کاری نظارت یوه غوره بیلګه یی ګڼلۍ شو اوهغه دا چی د وردګو د پنامه پوهنتون ورکړه شوی هغه ۲۰۰۰جریبه ځکمه اوس دده او یا هم ددوی؟!له برکته په ۵۰۰ جریبه بدله شویده، اوبله دا چی هغه تخصیص چی یی دخیرات په دود دی پوهنتونګی ته ورکړۍ وو هغه د همدی پوهنتونګی د احاطی ددیوال لپاره هم بس نه شو.دییییته ټولنیز نیاو وایی!!! چی د ارګ میشتو لخواددی طالبانو !؟ مانا وردګیانو په وړاندی یی کوی؟! بیا نو هماغه طالبانی وردګو د خپلوواسکټود زړو جیبونو څخه یو څه ورته را ټولی کړی نو د ارګ میشتو واکمنو دغه کارنامه یا کړنه د ستایلو ده چی د طالبانی وردګیانو سره یی کړیده اوداد اقتصادی اوپرمختیایی برابرۍ ښه بیلګه ده.

  3. له تاند ورځپانى په مننى ،
    اوماليارصاحب ته دلابرياوو دلابرياوو هيله کووم ،
    خو يوشى چى ترى ويره لرم ،
    هغه داچى زمونګ وګړى ډيرى نالوستى دى خداى ج مکړه غلط تعبير تررى وانخلى ،،،،،

  4. بی خونده تکراری الفاظ د لیوال ضعف بیانوی
    مطلب باید په تکراری کلمه ونه لیکل شی. هیچ راشی , تاسو ته وایم ورتیا … بله بله.

ځواب ورکول سلام ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *