ولسمشر صیب! زه به درته یو نکل وکړم: زما یو ملګری و. ملا و. دا ملا صیب د شمالي و. ښه کاکه و. میلمه پال او بې تمې سړی و. تعویذونه یې کول. هغه به د خپلو استادانو عجیبه نکلونه کول. یوه ورځ یې ویل: استاد مې قصیده پخوله. یوې لرې دښتې ته لاړ.له ځانه یې درې کرښې را تاوې کړې او بیا یې اورادونه شروع کړل. یو دم دوه کسان راغلل، یو له ده اخوا کښیناست او بل دېخوا. دواړو ډانډس (مالوچ شیندلو اله) ولګول او مالوچ شیندل یې شروع کړل. دواړه خوا د مالوچو لوی غرونه ودریدل، یو دم دواړه خپلو کې وران شول او له جیبه یې اورلګیتونه راوویستل. مالوچو ته یې اور ورته کړ، لمبې شوې خو استاد مې له کرښو ونه وت. بیا: د یوې کمزورې مرغۍ غږ شو. استاد پاس وکتل. یوه وړه او خواره مرغۍ وه. د ده پر سر ولاړه وه او غټه ډبره یې منګولو کې نیولې وه. استاد مې خپلو اورادونو ته ادامه ورکړه. له کرښو ونه وت. مرغۍ هم ورکه شوه. بیا: یو ناڅاپه له مخامخ غره ویرونکي سیلابونه راغلل، مخامخ په چټکۍ را خوشې ول. خو استاد مې له ځایه حرکت ونکړ. وروسته، د پیریانو مشران راغلل او استاد ته مې تسلیم شول او قصیده یې پخه شوه. هغه ویل: که استاد مې له کرښو وتلی وای، قصیده یې خرابیده. یا به لیونۍ شوی و او یا به له منځه تللی و. نو: ډاکټر صیب اشرف غني! د خپلو ژمنو او د قانون له کرښو بیرون نشې. دا وهمونه لنډ مهالې وي، یوازې مقاومت غواړي. وهم اچوونکي به ټول درته تسلیم شي. خو که خدای مکړه وه ویریدې او له کرښو بیرون شوې، نو: بیا دې قصیده خرابیږي او بیا….

محمد نعمان دوست، جلال اباد جمعه،اخره عرفه د اکتوبر ۳مه

4 thoughts on “ولسمشر ښاغلي ډاکټر اشرف غني ته د نعمان دوست لیک”
  1. نعمان جانه ؟
    ستا ليكنه مى ولوسته دير خوند ءي راكر او دير به خاي او دوخت او زمان سره سمه ليكنه ده او دا يو واقعي دليل دي جه بعضي حركتونه خو موده مخكي به ستركو وليدل شول احمدزي يواخي مه بريزدي أودّ كمك خخه لاس به سره نه شي

  2. کله چی افغانان د خپل ملی مشر په شاوخوا راټول شوی او دهغه اوامرو ته یی لبیک ویلی دی نو بیا تر اصفهانه او دهلی رسیدلی دی. نن انشاالله چی زمونږ ځوانان او سپین ږیری هوښیار شویدی او خپل ملی قاید به یواځی نه پریږدی. د ښاغلی دوست صاحب لیکنی ډیر خوند وکړ او پرځای وړاندیز یی کړی دی هیله ده چی زمونږ هیواد وال د تفرقی پرځای یوالی ته لاسونه سره ورکړی او هغه مغرض کسان چی غواړی زمونږ ملی وحدت خراب کړی ، سمی لاری ته راوبولی او که دهدایت نه وی په خپله به منزوی او وشرمیږی.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *