حقمل مسعودزی/ پکتيا

په پکتيا کې د  يو شمېر مدني ټولنو استازو، قومي مشرانو او ځوانانو د دې ولايت د والي جمعه  خان همدرد په وړاندې يوه اعتراضيه غونډه کې له د ندې د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

د دې غونډې د ګډونوالو چې شمېر يې شاوخوا درې سوو (۳۰۰) تنو ته رسېده، په خپلو خبرو کې  وويل، جمعه خان همدرد په پکتيآ کې نږدې شپږ کاله د ولايت په دنده پاتې شو، خو په دې دومره موده کې يې د سستي له کبله اکثره لويې پروژې ودرېدلې، په ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی، د قومونو تر منځ يې بې اتفاقي رامنځته کړې، په رسمي وخت کې د چارواکو غير حاضري د حاضري په نسبت زياته وي، د ولايتي چارواکو ترمنځ په لويه کچه نفاق موجود دی او ورته نورې ستونزې او نيمګړتياوې هغه څه دي چې د پکتيا اوسېدونکي يې د ناراضۍ غږ را پورته کېدو ته مجبور کړل.

د غونډې د ګډونوالو په وينا؛ دوی جمعه خان همدرد د يو سوداګر په توګه پېژني، نه د يو والي په توګه.

دوی له مرکزي دولته جدي غوښتنه وکړه، چې د پکتيا لپاره دې ژر، تر ژه بل والي وګماري، تر څو د ګډوډيو مخنيوی وشي.

د غونډې ګډونوالو جمعه خان همدرد يوازې په بې کفايتۍ تورن نه کړ، بلکې نوموړی يې په اداري فساد کې ښکېل وباله او زياتوله يې، چې د ګردېز ـ غزني تر منځ د غځېدلې لويې لارې د جوړېدو قرارداد د والي د شرکت له خوا شوی و، چې د امريکا د پراختيايي ادارې له خوا ورته پنځه دېرش ميلونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي وو، خو د فساد له کبله يې د جوړېدو چارې تر اوسه په ټپه ولاړې دي.

شکايت کوونکو د مچلغو بند، د خوست ـ ګردېز د لويې لارې نه جوړېدا او د انتقالي برېښنا د پروژې پاتې کېدل او ځينې نورې لويې پروژې پاموړ يادولې، چې منظوري يې پخوا شوې وه، خو د اوسني والي همدرد په وخت کې يې چارې ودرېدلې او يا سستې شوې دي.

دوئ وويل هر کال د حکومت له خوا يو مليون امريکايي  ډالر د  پکتيا بزګرانو ته د نشه يي توکو د نه کر په بدل

کې ورکول کېږي ، خو يادې پيسې د همدرد له خوا په ټولګټو پروژو او ودانيو لګول کېږي چې والي ته ځينې نږدې  کسان يې وياړ په والي همدرد پورې تړي.

قومي مخور ، د يو شمېر مدني ټولنو غړي او ځوانان د پکتيا د والي جمعه خان همدرد په اړه په داسې حال کې اعتراضيه غونډه کوي، چې له دې وړاندې يې هم په ضد يو لاريون شوی و.

جمعه خان همدرد چې په پکتيا کې شپږ کاله د ولايت دنده اجرا کړې، دا وخت ترې اکثره خلک ناراضه برېښي، چې د ناراضۍ لاملونه يې د والي خپل سري کارونه، ډېر وخت په نورو کارونو بوختيا، د اداري فساد لوړېدا او ځينې نورې ستونزې بلل کېږي.

19 thoughts on “ولسمشر کرزيه! پکتياوال له جمعه خان همدرده خلاص کړه”
  1. د تاند چلونکو او کتونکو ته سلامونه ! په پورتنی عکس کی ټول د مرکز ګردیز د یوې خاصې ډلې کسان ناست دی، دا اعتراضیه غونډی ټولی د شخصي ګټو لپاره دی ، ځینی ګردیزیان او یو ډوپه انسان چی بله د معیشت لاره نده ورته پاتی د نوراحمد ریښتیا وال په نوم هغه دی اور ته لمن وهی او هر چاته وايي چی استاد سیاف راسره وعده کریده چی یو دوه مظاهری د جمعه خان همدرد په ضد وکړه ، له هغه نه وروسته به تا د پکتیا والي مقرر کړم . خپلو ځینو دوستانو ته یې لکه ( خواني جهاني ) او نورو ته یی وعدی ورکړی چی تابه معاون کړم او یا به دی د پلاني ځای ولسوال مقرر کړم . زما په نظر دا ټولې جعلي غونډي دي ، اصلي خبره په پکتیا کې د حزب اسلامي او اتحاد اسلامي د تنظیمونو تر منځ سیالي ده .

  2. سمسوره وروره ته دا پورته لمر هم نه ګوری !!!!!!!!!!!!!!

    دحقمل مسعودزی دلیکنی څخه په مننی سره چی د مظلوم او بی سرپرسته پکتیاوالو غږ یی تر تاند ملی او ولسی ویبپاټی پوری راورسولو.زه دیوه پکتیاوال په صفت غواړم څرګنده کړم چی جمعه خان همدرد چی د تیر وخت یو ښه تاریخ لری، اوس چی پدی وخت کی دولسمشر سلاکار.دپکتیا والی اود حزب اسلامی یو نامتو غړی دی . والی جمعه خان کومه (34مه) برخه بودجه چی پدی شپږو کالو کی پکتیا ته را وړی ، حتی د یوه کال د بودجی د پر مختیایی پروژو کارونه چی په نورو ولایتونو کی شویدی په پکتیا ولایت کی که بی غرضه قضاوت وشی ، جمعه خان پدی لویو بهرنیومرستو او کورنی بودجي سره هیڅ ندی کړی . یوازی خپل ځان او ملګری یی خوشحال ساتلی. د سمسور خان يه ځواب کی باید ووایم چی دپکتیاوالواعتراضیه غونډی او لار یونونه سیاسی نه بلکه ددوی روا غوښتنی دی دا دحزب اسلامی او سیاف مسله نده چی ته هغی ته سیاسی رنګ ورکوی ، سمسورجانه زه تا نپیژنم کیدای شی چی ته د جمعه خان مدافع ملګری او یا یی دوست وی. تا په پټو سترګو قضاوت او بی ځایه دفاع کړیده ، که رښتیا دتا خبره وی نو جمعه خان باید دیوه حزبی ، پښتون ، یوه پاک مسلمان افغان پتوګه پکتیا ډیره ښه آ باده کړی وای ترڅو په حزب اسلامی د خلکو باور زیات شی او دحکمتیار صاحب د راتلونکی ولسمشر پتوګه د خلکو زړونه وګتی . مګر داسی نده دوی یوازی د څان او بهرنیانو دپاره کار کوی . او دهیواد په ورانولو او انسانی تباهی کی ښه مهارت لری.

  3. عجب ساده خلګ دي د کرزي څخه د کومک او مرستي غوښتنه کوي چې والي ليري کړي ځکه چي والي يو سوداګر
    دی٠ تاسي نه ياست خبر چي په افغانستان کي دټولو سوداګرو مشر او رهبر څوک دی؟ دکرزي څخه نيولې بيا تر هر
    رئېس او مدير پوري څوک نه دي سياسي سوداګر؟ د دغه نظام اساسي ستني همدغه نارواسوداګري، فساد او چوردی
    ، کرزی بيچاره په زړه کي خاندي وائې زه چي جمعه خان همدرد ليري کړم يو بل څوک خو به هلته دوالي په صفت
    دراستوم نو څه فکر کوی چي دابه څوک وي ، دوستم بيکاره دی څنګه دی؟ سياف څنګه دی ؟ ضيا مسعود څنګه دی؟
    همدغه خلګ دي چي زه خپل نظام په چلوم پورته او کښته ئي کوم تاسي مي هم سر ګرمه ساتلي ياست او پسله ١٢ کالو
    څخه لا هم پوه سوي نه ياست زما څخه د کومک هيله کوی؟ افسوس

  4. دسمسورله خبری سره زه موافق یم دغه غوندی دشمالی ټلوالۍ دیوڅوګوډاګیانولخواترسره کیږی تر څو،په راتلوونکی کی په پکتیا کی داسی والی راشی چه دپښتنوپرضد اووسی اوپدی سره بیرته هغه دخرځی ددانتقالی دوری دلمړی اودوهم کال یادونه چه په پکتیا کی دپښتنو پر ضد څه وشول بیا راتازه کړی.حقه خبره خوداده چه هرسړی منفی اومثبت اړخونه لری خودجمه خان همدرد مثبت کارونه زیات دی اودټولونه غټ مثبت بدلون یی چه په پکتیا ولایت کی راوستوهغه دپښتنوتقویت وو نسبت دشمالی ټلوالې ګوډاګیانوته، که نه نودطالیبانوداسلامی عمارت درانسکوریدووروسته دپښتنووضعیت دګردیزپه ښارکی ډیر خراب وو تره هغه چه دغه ستر اتل والی دپکتیا ولایت ته راغی.زه خوداوایم چه وروسته دفیض محمد خان څخه دغه دوهم والی دی چه دپکتیا ولایت لپاره وړ سړۍ دی.دپښتنودټولوقومونودیووالی اوتلپاتی بریا په هیله

  5. زه د سمسور صیب له خبرو سره سل په سلو کی موافق یم.
    کومی پروژی چی په مطلب کی یادی شوی دی هغه د پاکستانی غلامانو له لوری درول شوی دی نه د همدرد له خوا.
    طالبان په پکتیا کی نه مکتب پریږدی نه سړک او نه هم بل څه سی

  6. زه پدې ډیر افسوس کوم چې خلک ولې د یوفاسد کس که هغه هر څوک وي والي وي که وزیر او کوم بل څوک ملاتړ او په طرفداري یې خبرې کوي. داچې د پکتیا خلک د یو فاسد والي په وړاندې تراوسه چوپه خوله پاتې دي او پاته به وي علت یې دادی چې ددغه ولایت ډیری خلک خواري کښ او په خپلو ورځنیو کارونو بوخت دي او دې نه ندي خبر چې په ولایت کې څه تیریږي، کوم کارونه شوي او کوم ترلاس لاندې دي. همدا اوس پدغه ولایت کې د تعلیم کچه ډیره ټیټه ده. ولسوالیو ته غځیدلي سرکونه ندي پاخه شوي، حتی په ښار کې سرکونه په اساسي ډول ندي پوخ شوي. داچې خلک اوس پدې پوه شوي چې دغه والي صاحب تراوسه ددغه ولایت خلکو ته کارندې کړی، ډیر په ځای کار ده او زه له دغه خلکو څخه په کلکه غواړم چې خپل دغه مبارزې ته ادامه ورکړي او دغه فاسد والي دې لرې کړي. زما غوښتنه له پکتیاوالو څخه داده چې خپلې سالمې غوښتنې دې له جمهوررییس او سیمه ایزارګانونو رییس سره شریکې کړي نه له حزبونو سره.

  7. د والي همدرد پرضد لاریون سیاسي دسیسه ده او
    ددې ترڅنګ هغه مشکلات چې په پکتیا کې شتون لري لکه د مچلغو بند د نه جوړیدا او یا ګردیز غزني د لوېې لارې نه جوړیدا او نور، دا ټول د مرکزي دولت یعنې د اوبو او بریښنا د وزیر، د فواید عامي وزیر او د کورنیو چارو وزارتونو او په هغو کې د سمت پرستۍ او قوم پالنې له کبله دي، نه خپله د ولایت د مقام د ټنبلۍ له کبله.
    دیته ورته زیاتې بیلګې په نورو پښتون میشتو ولایتونو کې لیدلی شو.
    د کڼړ پر سیند د اوبو بریښنا بند نه جوړیږي مګر له سلګونه کیلومټره لرې تاجکستانه بریښنا را واردیږي.
    د بدخشان د ولسوالیو ترمنځ سرکونه په پاخه شکل جوړیږي خو د پکتیا لولې لارې لا کریړ شوي ندي.

    په بامیانو کې د میلیونونو ډالرو په لګښت لمریزې بریښنا پروژې په لار اچول کیږي خو په وردګ ولایت کې د کابل کندهار لوېې لارې د جوړیدو پرته بله هیڅ پروژه نده پلې شوې.

    په پروان تاجیک میشتو سیمو کې د صنعتي کرنې زیاتې پروژې پلې شویدي خو په پکتیکا کې لا خلک اصلاح شوي تخونه نشي موندلی

    مزار نن له کابل وروسته دوهم لوی او د پرمخ تللی هیواد دی حال دا چې څو کاله پخوا جلال آباد تر ټولو ښه و، دا پدې دلیل نده چې ګل اغا شیرزی خپل کار نه کوي. بلکه دلیل ېې دادی چې مرکزي دولت د جلال آباد د پراختیا لپاره دومره پاملرنه کوي لکه څومره چې نن مزار ته کیږي.

    د پښتنو د یو والي او سمون په هیله

  8. سلامونه

    د تاند له چلوونکو ډېره مننه چې دا خبر ييې خپور کړی دی. باور په خدای وکړئ چې له جمعه خانه خلک نور پوزې ته راغلي، غصب، بدبيني او قومي اختلافات يې دومره پراخ کړي، چې لوی – لوی قومونه بديو ته سره تړي.
    او دا څوک چې د سمسور په نوم څه وايي، ډېره بد کوي.
    قانوناُ هم بايد جمعه خان نور له پکتيا ولاړ شي، ځکه چې د جمهور ريس دوره پينځه کلنه وي او د نوموړي دا شپږم کال دی.
    دا چې نوموړی په پکتيا کې تر اوسه پاتې دی، لامل يې دا دی چې د دې سيمې خلک ډېر درانه دي، د يو پښتون په توګه يې- هغه هم داسې پښتون چې شمال رټلی وي- وساته، کنه که بل يو وای له مخکې به يې په کاڼو او کوتکو د تېرې په کنډو ور اړولای وای.
    ښه ماته ووايه:
    د جمعه خان علميت څومره دی؟
    – آیا پکتيا يې ګل او ګلزار کړه؟ که پکتيا ته يې کار کړی وي، ثبوتونه يې وړاندې کړه!
    هغه له يوه بې سواده او ټوپکسالار پرته نور هيڅ ندی.
    د حزب اسلامي له نوم نه سوء استفاده کوي، کنه دا خو ټولو ته معلومه ده چې يو وخت د جنرال دوستم ياور و.
    پاتې شوه، د دغو درنو پکتياوالو خبره چې تاسو تهمت پرې لګولی.
    دا هسې ستاسو يو تبليغ دی چې ګويا دې خلکو ولايت ته سترګې پټې دي، هغوی ولاکه د ولايت په کيسه کې هم وي؛ کنه د دوی له ډلې څخه يې تر ټولو کمزوری کس هم کولای شي چې له جمعه خان څخه ښه ولايت وکړي.
    او بله دې د تنظيمي سيالۍ خبره کړي. داسې هيڅ څه نسته او دا دواړه تنظيمونه هيڅ مشکل نلري؛ خو اوس د جمعه خان خلک خپلې شخصي او د بې کفايتۍ موضوع ته ګوندي رنګ ورکوي.

    رښتيا ده چې وروستۍ زمانه ده، هغه ځکه چې نااهله خلک واکمنان شوي او اهل له ساحې اېستل شوي.
    خدای دې پر دې قوم ورحمېږي.

  9. Salam.
    Da yaw haqiqt dai chi jumakghan hamdard de welayat twan au liaqat nalaree au na de hewad ahsaas….da poo 6 kalo ke hez wanakral,,,kha ba we somra zar che kedai she bale khwata wlar she…paktya hum der pooh ,Alem khalaq laree kha meshran laree bal paktyawall de wali she.laka po balkh ke Ata.M.noor ,ya Dr Surabee Bamyan ,ya Toryala weisa Kandahar….Paktyawal hum haq laree che de khpal welayat sakha wali walaree..dranawai

  10. د همدرد له مخالفینو سره به یی ومنو چی همدرد ښه سړی نده خو پدی نورو پښتون میشته ولایتونو کی ولی کار نکیږی ؟ شهید محمد حکیم تڼیوال خو ترټولو ښه سړی وو د هغه په وخت کی ولی پرمختیایی پروژی نه پلی کیدی؟
    خبره د والی نده بلکه په اکثره پښتون میشته سیمو کی هیڅ کار نه ترسره کیږی او دلیل یی هم لعنتی د خدای په قهر ککړ طالب ده ځکه طالب د افغانستان او افغانانو تباهی غواړی که سل ځله والیان سره بدل رابدل کړی ترڅو طالب ژوندی وی کوم فرق به موترسترګو نشی

  11. نیک هدایت صاحب سلامونه:خبره دی سمه ده خوایا پکتیاوال به دخپل ولایت څخه کوم یوکس دوالی په توګه ومنی څکه کچیری ځدران اویاطوطاخیل اویا دبل پښتون قوم مشر والی شی نوجوته ده چه دشمال ټلوالۍ یوڅوګوډاګیا ن به یی ونه منی اوکه په همدی شان ددی شمال ټلوالی ګوډاګیانوڅخه څوک والی شی نوپوه شه چه خبره ګلجانۍ کیږی دپکتیاوالولپاره دبل ولایتکس به ښه وی نسبت دی ته چه دخپل ولایت څخه وی لنډ مثال به دوخت پخوانۍ والی خدای بخلۍ فیض محمدلوګرۍ

  12. که دا درحمت باران وی او د زحمت باران وی پکتیاوال د تری خلاص شی نور دا څه ډول کړنی دی چی کوی یی دپکتیا لپاره خو دا دزیاتره هغو چاپلسو پکتیاوال مشرانو برکت دی چی نن ورځ همدرد صاحب زمونږ والی دی او دپکتیا د پرمختیا لپاره هلی ځلی کوی

  13. تاسو څه فکر کوی چی کله مونږ همدر صاحب تورن کوو دابه ښه کار کوو زما په اند داخو زمونږ خپل کار دی چی داسی خلکو ته مو موقع ورکړی چی زمونږ پر قومونو باداری کوی او خپلی ګټی کوی

  14. ملگرو ستاسو تولو استدلال پر جای ده مگر اوس چی د جمعه خان همدرد پر ضد لاریونونه یو سیاسی دسیسه ده د حقمل صاحب نه مننه چی یله شپز کاله ورسته راویش شو حکه چی په بلند منزلو کی یی یو نومر زمکه ورنکره دا تول چی په اعتراضیه غونده کی یی گدون درلود خپل اهداف لری د پکتیا غم د هیچا سر هم نشته او د هغه خلک دی چی والی صاحب ته یی د غور والی لقب ورکره
    او والی صاحب خو بد معاش ده کله دصحت عامی ریس واهی او کله د شزو چارو ریسه دوبی ته بایی د چکر او عیاشی لپار او تر سو چی شایسته جان زوندی وی پکتیا نه ابادیری

    دیره بشنه غوارم چی پشتو په سیستم کی نلرم

  15. سلامونه
    ملګرو بېلا بېلې تبصرې کړې دي هره يوه يي په خپل ځای ارزښت لري ، جمعه خان شپږ کاله پکتيا کې دنده تر سره کړه خو تر اوسه پوري ښکاره لاس ته راوړنه نلري
    تر دې وړاندې يي پکتياوال يوازې په دې تش ژمنو تېر ايستلي دي کومې غوښتنې چې د پکتياوالو وې تر سره يي نه کړې يوازې پکتياوال د پښتون په نوم غلط کړي چې زه پښتون یم ، که چيرې همدرد په تېرو څو کلنو کې د پښتنو لپاره يو علمي کار کړی وي بيا دي هم و وايي يوازې دا کار يې کړی چې پښتانه څخه دسپر په ډول وکاره وي او بس
    زما په فکر سره مخکې تر دې چې د همدرد په ضد لاريونونه وشي د لاريون مسوولينو په کلکه له جمعه خانه وغوښتل چې دوئ نه غواړي چې همدرد بدنام شي نو په خپله خوښه دي له پکتيا لاړ شي خو ځينو کسانو والي ته غلطې مشورې ورکړې او والي هم د اعتراض کوونکو خبرې ونه منلي هغه وو چې دوئ مجبور شول چې لاريون او اعتراضيه غونډې وکړي
    زما په فکر سره همدرد خپل حيثت له لاسه ورکړی او هيڅوک به هم دې ته زړه ښه نکړې چې دی د والي په صفت وغواړي
    ځکه چې پکتيا کې يي بګرونډ خراب شو نو نور د هيڅ ولايت خلک به يي د ځان د اوږو پيټی نکړي
    او د حقمل مسعودزي ريپورټ د خلکو د زړونه اواز دی که موږ داسي ژورناليستان ولرو په فساد کوونکو به د فساد لارې ودريږي

  16. Pakteen sahib za qasam kawom chi haqmal masoodzai hiskala ham da insan hela na sati aw na ye ham da komri tama kari v har wakht ye mufsid charwaki ghandali di.

  17. Pakteen sahib za qasam kawom chi haqmal masoodzai hiskala ham da insan hela na sati aw na ye ham da komi nomri tama kari v har wakht ye mufsid charwaki ghandali di.

  18. ګرانو وروڼو زما سلامونه قبول کړی زه غواړم چی یو څو موضوعات ستاسو ته وړاندی کړم جمعه خان همدرد ۶ کاله په پکتیا کی تیر کړل ماشومان یی هم پیژنی خو زه د همدرد په اړه خبری نه کوم زه د پکتیا والو په باره کی خبری کوم په پکتیا کی ډیر زیات قومونه اوسی لکه احمد زی، ځاځی ،منګل نیازی ،ګردیزی او داسی نور خو دا قومونه بیدون له شکه بی اتفاقه دی چی هر څوک یی په خپل سر فعالیت کوی متحد ندی جمعه خان همدرد د بل ولایت سړی دی نن به دلته وی صبا به نه وی مونژ تاسی په پکتیا کی اوسی پکتیا به داسی بولو لکه یو کور مونژ او تاسی په یوه کور کی ژوند کوو یوه او بل سره به مخامخ کیژو او د پکتیا کړیدلی ملت ته به خدمت کوو بایدداسی د یو په بل ضد خبری وه نه کو او له ټولو می داهیله ده چی د خپل ځان دګټی لپاره پکتیا مه ورانوی په اتفاق اوسی په . په درنښت
    نجیب الله نیک

ځواب ورکول انجینر اقبال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *