د حامدکرزي په نامه د اتحاد علماء افغانستان پرانستی لیک

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لاهله و الصلوة على اهلها، اما بعد.
قال عز وجل :وَإِذۡ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُۥ لِلنَّاسِ وَلَا تَكۡتُمُونَهُۥ. الآية . سورة آل عمران ١٨٧وقال عز وجل: وَلَن تَرۡضَىٰ عَنكَ ٱلۡيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمۡۗ . الآية . سورة البقرة ١٢٠وقال عز وجل: ۞يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ ٱلۡيَهُودَ وَٱلنَّصَٰرَىٰٓ أَوۡلِيَآءَۘ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٖۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمۡ فَإِنَّهُۥ مِنۡهُمۡۗ الآية . سورة المائدة ٥١
قال النبي عليه السلام: الدين النصيحة……. الحديث : و قال : إن الله لا يجمع امتي على ضلالة……الحديث وقال: لا تجتمع امتي علي ضلالة ……..الحديث
د اتحاد علماء افغانستان غونډه د شیخ عبدالله الذاکري په مشري جوړه سوه لاندې څونصائح او وصيتونه د کابل د موجوده ادارې مشر حامد کرزي ته ولیکل سول
د تبليغي جماعت مشر مولانا الياس رحمه الله او د هندوستان د هغه وخت لومړي وزير (نهرو) د کوچنيوالي سره شناخته وو،کله چي نهرو وزيراعظم سو مولانا صاحب د ده ملاقات ته ورغلى(نهرو) يې ډير احترام وکړ او مولانا صاحب ته یې وويل چې :زه د هندوستان وزيراعظم يم اوس ته امر وکړه چي زه ستا څه خدمت وکړم، مولانا صاحب په جواب کي ورته وويل چې زه له تا څخه هيڅ نه غواړم ،او ما و تاته تحفه راوړې ده هغه دا چي ته د اسلام مقدس دين قبول کړه په دارينو کي به عزتمن سي، نهرو چې دا خبره واوريده تروش او تريو سو او مولانا صاحب ته يې وويل چي زه به په دې باب فکر وکړم، مولانا ورته وويل د اسلام د مقدس دين دعوت موځکه درکړ چې په آخرت کي به بيا گيله نه کوي چي د دارينو د کاميابي او سرمايه وتاته معلومه وه تاولي ماته دعوت رانه کړ،مولانا رخصت سو او قصه ختمه سوه، چون امر بالمعروف او نهي عن المنکر فرض دي، فلهذا لاندي څولارښوونې درته وليکل سوې هیله ده په غور یې وگوري!

(١)افغانستان د صدر اسلام څخه بيا تر نن ورځي پوري حر او مستقل پاته سوى دى د هيچا غلامي یې نه ده منلې د چنگيز، انگريز ، شوروي وغيره، مستکبرينو اونورو مقابلي يې گټلي دي محمود غزنوي عليه الرحمة د مشرکانو په لوى مرکز هندوستان کي دهغوى لوى معبود سومنات دړې وړې کړ او اسلامي حکومت یې جوړ کړ د غزنوي د فتح وروسته اته سوه (٨٠٠) کاله د هند پر ټوله قاره تر تبت پوري د مسلمانانو حکومتونه راغلي د نن څخه دوه سوه کاله ترمخه کله چه انگريزانو پر برصغير تجاوز وکړ د مسلمانانو حکومت په هند کي چپه سو.(٢) په دا نژدي قرن کي د انگريزانو لویې امپراطورۍ درې ځله پر افغانستان یرغل وکړ د افغانستان ملي مجاهدينو دا نړيوال استعمار په ګونډوکړ او په نتجه کی یې ټول جهان یي له شره خلاص سو. (٣)د نن څخه پنځه دېرش (٣٥) کاله ترمخه روسانو پر افغانستان تیری وکړ اود افغانستان وسائل او اسلحه هم د روسانو او خلقيانو په لاس ورغله ،افغانانو په تبر ، تېشه ، لور اواره جهاد شروع کړ د الله جل شانه په نصرت او دميلينونو بچیانو په قرباني د روس کمیونستي مسلک او قدرت محوه او نابود سو ، د منځني آسياء جمهوريتونه تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان اکراين وغيره دولتونه د اويا (٧٠) کلني غلامي څخه د روسانو آزاد سوه شرقي او غربي المانونه متحد سوو او د برلين ديوال چپه سو. (٤) په سنه ۲۰۰۱ میلادي کي د څوارلس سوه(١٤٠٠) کالو راهیسی اسلامي مرکز افغانستان ته ددنيا فرعونيان راغله ،په دې اسلامي مرکز کي یې قرآن مجيد وسوځوي او نبي اکرم صلي الله عليه وسلم ته دمفسد او ترهګر نوم العیاظ بالله ورکړ سو، بي حسابه کفري کلېساوې جوړي سوې چې په نتجه کي په لکونو افغانان له خپله دینه واوښتل او عسویا ن سول ،دا ډول زموږ دې تاریخي دښمن دهیواد ډير زاړه او واړه نر او ښځي قتل کړه اواو س لا هم دوام لري ،ته نه پر قرآن مجيد خفه سوي ،نه په نبي عليه السلام ، نه په کفري کليساؤ او نه د افغانانو په قتل او بي عزتۍ وغيره. خو افسوس چې ته بیا هم ددې فرعونيانو په څنگ کي ناست یې او ددوۍ ظالمانه تجاوز د افغانستان په خير بولي ،او ددوۍ د پاته کيدلو لپاره د امریکی په اشاره جرگي راغواړې او اکثره هغه اشخاص چې په پرون کي د روسانو په څنگ کي ولاړ وه افغانان یې قتلول او په نن کي د امريکا ډول ته اتڼ کوي هغه راغواړي , او رياست یې صبغت الله ته ورکوې حال دا چي هغه د جرگي ترجوړيدو د مخه په ډاگه نارې وهلې چي زه د امريکادغوښتنو و منلو ته تيار يم ،او دستخط کوم که نورو اعضاؤ د جرگي او يا کرزي دا شرمیدلی تړون لاسلیک نه کړنو زه د افغانستان څخه وزم تاداسي د امريکايانو مخلص او محب د جرگي د رئيس په توګه انتخاب کړ، او تا خپله د جرگي په افتتاحيه وینا کي په ډير وضاحت او شدومد سره وویل چې د امريکا پاته کيدل په افغانستان کي او د دوي غوښتني منل د افغانانو لپاره خير او په گټه دي که څه اشخاص په دې جرگه کي واقعي مسلمانان افغانان موجود وه هغه په اقليت کي وه فيصله په اکثريت وسوه او افغانستان پر امريکايانو خرڅ سو. او پرکفارو د اسلام مرکز افغانستان خرڅول د خپلي ميرمني د کفارو په قبضه کي د ورکولو په شان دي.د نبي عليه السلام ارشاد دي چي د بېدینۍ مقابله پلاس وکړه او که دلاس قدرت نه لري په ژبه يي ترديد کړه او که د ژبي قدرت نه لري په زړه کي نفرت ځني وکړه او فاصله ځني و نيسه او دا هغه ضعيفه ايمان دي. د اسلام د مقدس قانون ماده ده چه فرمائي :الرضى بالکفر کفر.د اسلامي فقهي یوه مسئله ده چې
که يو سړي ووایې چې کافر تر مسلمان په دې يوه کار کي ښه دي چه د مزدور تنخوا نه گرځوي په دې وينا هم کافر کيږي. تاتارخانيه . جلد-٥ ، صفحه-٥٢٠. خلاصة الفتاوی ج:۴ ص: ۳۸۷. او که څوک ووایې چه نصرانيت ښه دي تر يهوديت او يا يهوديت ښه دي تر نصرانيت په دي خبره هم کافر کيږي، بلکه داسي ويل پکار دي چه يهوديت شردي تر نصرانيت او يا نصرانيت شر دي تر يهوديت. شرح ملا علی القاری علی الفقه الاکبر للامام اعظم رحمه الله. صفحه:١٨٤
ته به الله جل شانه ته څه جواب وایې ؟ او و دغه اسلامي ملت افغانستان ته به ، چه په مېليونو نو شهيدان يې ورکړي دي څه جواب وایې ؟ دا دوولس کاله کیږي چې په ډیره دیلاورۍ سره د امريکايانو کردار او رفتار تائيدوي او خير یې بولې او هغه مسلمانان چي د اسلام او وطن څخه دفاع کوي او فرض عين جهاد کوي ،مفسدين بولې، ترکي، امين ، ببرک او نجيب وغيره بدبختانو د شوروي پر قوت اعتماد وکړ د افغانستان په لکونو مسلمانان یې قتل کړه آخر انجام یې څه سو د يوه قبر نه دي معلوم،ايا ته د دوي د حال څخه عبرت نه اخلي؟کماقال عزوجل: وَلَقَدۡ أَضَلَّ مِنكُمۡ جِبِلّٗا كَثِيرًاۖ أَفَلَمۡ تَكُونُواْ تَعۡقِلُونَ ٦٢ سورةيس .دا کفره ذُريه او بچیان د شيطان دي، و انسان ته وائي چه کافر سه او کله چه هغه کافر سي بيا شيطان ورته وائي زه له تاڅخه بي زاره يم ، زه ويريږم درب العالمين څخه. کماقال عزوجل: كَمَثَلِٱلشَّيۡطَٰنِ إِذۡ قَالَ لِلۡإِنسَٰنِ ٱكۡفُرۡ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّنكَ إِنِّيٓ أَخَافُ ٱللَّهَ رَبَّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ١٦ ستاسو او د خلقيانو او د پرچميانو فرق سته،اول فرق: چې د دوئ دحکومت په دوران کي يوازي شورويان افغانستان ته راغلل او دوۍ یې حمايه کول او اوس افغانستان ته د اته څلويښتو(٤٨) کفري دولتونو او منافقينو فوجونه راغلي دي، او تاسو یې حمايه کوئ او د افغانستان په خير یې بولئ.دويم فرق دادى چه خلقيانو د اغنياؤ څخه مځکي واخستلي او فقراؤ ته یې ورکړي او ستاسو د حکومت په دوران کي ټول املاک عامه چي دفقراؤ حق ؤ ستاسو د حکومت اعضاؤ غصب کړې او حتى شخصي املاک چه شرعي او قانوني اسناد یې درلودل هغه هم غصب سوي. يو ښه مثال یې د کابل د شاوخوا مځکي چا غصب کړې او چا خرڅي کړې يا د کندهار د شاوخوا مځکي چا غصب کړي او چا خرڅي کړي. دريم فرقد حکومتي بانكونو څخه په ميليونونو ډالر چا وايستله او چيرته ئي يووړه حتى خبره دي ځاي ته رسيدلي ده چه په نامه د مشرانو جرگي اعضاؤ په دا نږدی وخت کی په ډير جرأت او بی شرمی سره دا فيصله وکړه چه د تابعيت په تذکره کي دي د اسلام نوم نه ليکل کيږي ، چي بيانو يهودي ، کرسچن، کمونست او مسلمان به نه سره پيژندل کيږي. او دا به ستا په تاریخ کی لیکل کیږی. فإن کنت لاتدري فتلک مصيبة، و إن کنت تدري فالمصيبة أعظم.امریکایانو چه پر افغانستان تیری وکړی څو اهداف لری.اول ، د افغانستان اسلحه چه د روسانو په مقابله کی لاس ته راغلی وه هغه تباه کول. دویم،افغانانو چه د روس مقابله وګټله او ټول نر او ښځی د جهاد او مقابلی تجربه حاصله کړه امریکا ته دا خوف پیداسو چی دا یو باغیرته باشهامته قوم دی که چیری زمادعالمي مظالمو خلاف راپورته سی زه به هم د روس په ډول د تباهی سره مخامخ سم، فلهذا په اشتراک د (۴۸) کفري دولتونو ئی پردي ملک او قوم تجاوز وکړی. دریم افغانستان معادن او ذخائر په لاس کی راوړل. څلورم عمده هدف د روس، چین ، ایران په مقابل کی افغانستان سنګر او میدان جنګ جوړول. پورته دری اهداف یی لاسته راوړې دي او د څلورم هدف لپاره تیاری کوی فلهذا ددي هدف د لاس ته راوړلو لپاره له تا څخه د دائمی اډو او امنیتی تړون لاسلیک غواړی.د ابليس بچيانو په تاخپل کارونه وکړهاو نور دي غورځوي نوي دوستان ئي پيدا کړي دي، يوسپين ږیري د طريقت يو شيخ ته راغلى او ورته وئی ويل: بيعت د توبي کوم او ډير راباندي ناوخته سوي دي، زوړ يم، شيخ ورته وويل چه تر مرگ دمخه راغلي بياهم خير ديتاسو هم دبیان په آخر کي دايوه خبره په غور واورئاو هغه داده چي پر تيرو کارو توبه ګار اوپښیمانه سه او په راتلونکي کي فکر وکړه داسلام او افغانستان تاريخ نور مه بدناموه، و امريکايانو ته د افغانستان د خرڅيدلو لاسلیک مه ورکوه تر هغه ځايه چې قدرت دي رسيږي مقابله ئي وکړه ځکه کله چی کافران پر یو اسلامی ملک تجاوز وکړي د هغه ملک پر نر او ښځی حر او غلام جهاد فرض عین دی. دغه کتابونه دی وکتل سی.هدایه ج:۲ ص:۵۳۷، کنزالدقائق ص:۹۹، السراجیه علی هامش قاضی خان ج:۲ ص:۳۸ ، المبسو‌ط للسرخسی ج:۱۰ ص:۳، فتح القدیرج: ۵ ص:۱۹۱ ، بدائع الصنائع ج:۷ ص:۹۸ ، التاتارخانیه ج:۵ ص:۲۲۱ ، تبیین الحقائق ج:۳ ص:۲۴۱ ، مجمع الانهر ج:۲ ص:۴۰۷ ، عالمګیری جلد:۲ ص:۱۸۸، ردالمحتار ج:۳ ص:۲۴۰ وغیره.
من آنچه شرط بلاغ هست باتو درگفتم توخواه از سخنم پندگيري وخواه ملال

تصدیقات علماء کرام

6 thoughts on “ولسمشر کرزي ته د طالبانو دعلماوو د اتحاد د مشرعبدالله ذاکري لیک”
  1. ذاکری صاحب نور هر څه لیکلی دی، خو دا یی ندی ویلی چی که د امریکایانو سره تړون لاسلیک نه شی نو طالبان به هم له جګړی لاس واخلی. پکار خو دا وه چی ذاکری صاحب لومړي کرزی صاحب ته دا ډاډ ورکړی وای چی طالیان جوړی ته تیار دی خو کرزیه ته تړون مه لاسلیک کوه. نو که یوی خوا کرزی امریکایان له افغانستان څخه وباسی او تړون ورسره لاسلیک نه شی او بله خوا طالبان د زور له لاری قدرت ونیسی او چپه غوبل ګډ کړی نو ذاکری صاحب به بیا څه وکړی. نو ذاکری صاحب په ځای ددی چی کرزی صاحب ته دا دومره ایتونه واوروی پکار وه چی طالبانو ته یی دا لیک لیږلای وای او طالبانو ولس ته دا ډاډ ورکړی وای چی د امریکایانو سره د تړون نه لاسلیک کیږی موږ وسله پر خمکه ږدو او د حکومت سره یو ځای کیږو.
    نو که چیری طالبان د کرزی حکومت ته د جګړی څخه د لاس په سر کیدو ډاډ ورنکړی کرزی به ضرور دا تړون لاسلیک کوی او ټول مسولیت به یی د کرزی نه بلکی د طالبانو په غاړه وی.

  2. د طالبانو علمأ هم د طالبانو د جنګیالو په څیر له سیاسي شعوره پرته د خپلې خیټې بړاس وباسې.

    د نجیب، کارمل، ترکي او امین د ناکامۍ خبره مو کړیده، ولې مو د مجاهدینو د خونړیو جګړو او وحشتونو خبره نده کړې؟
    تاسو ړانده طالبان پدې باور لرئ چې کچیرې امریکایان دلته نه وي، د افغانستان پښتون له تاجیک هزاره له ازبک او سني له شیعه خونړۍ جګړې نه کوي؟
    تر ټولو لوی شر همدا تاسو طالبان یاستئ؟
    د تاجیکانو ښځې مو په پنجاب او عربو خرڅې کړې، او دا دی زور ېې نن له موږ وزي؟

    په دا دوولس کاله کې طالبانو دومره جهالت په پښتنو خور کی چې د سیالو قومونو له سیالۍ ېې ویوست. بیغیرتو! خویندې او میندې مو د ولادت لپاره ډاکټره نلري، تر ټولو زیات ماشومان ستاسو مري، تر ټولو زیات همدا تاسو جاهل او بیسواده پاته سواست، بیا هم د طالب او جهاد خبره کوئ.

  3. یوه طا لب یا ملاه جه دغه لیک را استولی دی دغه طا لب د یو وار خفله دغه مغز فه کار واچوی چه زه دچا غلام یم اود چا ګوداګی یم بیا د وروسته دغه لیک زمون ګ ر یس جمهور ته را استوی

  4. د لیکنې ته مې هم خندا راغله هم ژړا دومره اپلتې یی لیکلې دي چې یو هیڅ فکر نه کیږي دا جاهلان اوس هم فکر کوي چې اوس به هم زموږ جاهلانه چوف او منتر په د ټولنه تاثیر وکړي د ښاغلي د اول د ځانه پوښتنه وکړي چې دد مور ویندانو امریکایانو راتګ ته چا لاره هواره کړه هغه د مور مېړه مو کلک ساتلی وو اچې هغه هم سیاسي لوبه وه د ښاغلي هېر دي چې خیرن طالب چا قدرت ته ورسولو خو همدغه انګلیس ، امریکا ، سعودي او پاکستان پروژه وه او اوس دوی د غلامی خبرې کوي .
    دومره ښکرور دروغ یی ویلي چې هیڅ فکر نه کیږي وایی بې شمېره کلیساوې چوړې شوې ههههه ته مهرباني وکړه یوه راوښیه ؟؟؟ ستاسې د جاهلیت دوره مو هم ښه په یاد ده اوسني جاهلانه او وحشي کړنې مو هم د سر په سترګو وینو چې د مور د مېړو امریکایانو سره مو لاس یو کړی او د پښتانه د نسل ورکولو ته مو ملا تړلې ده.
    د افغانانو نور د وحشي طالب د نامه څخه استفراق راځي.

  5. طالبه خداي كه به مولا شي فه باكستان كي فروت يي زده كوي دمرك جلونه. زه بابافه دغه تمسيل دتول اوس فوهيزي دزروقدردزركرسره وي دكرزي قدرموزسره شته تاسوته جي فنجاب قدرمندي

  6. په تاسف همدا اوس په شمالی وزیرستان که طالبان اوملکی خلک دپنجاب دظلم ښکاردی ولی مولانا صاحب ورته یو څه نه وایی امریکا خوداڅو کاله راغلی ولی هلته خو 50 کاله کیږی چه دانګریز قانون جاری دی [[[واوری پنجابیانو نورمو دا تورمخی سیاست دمنلووړندی]]]هلته خو مونږ نه پوهیدو چه تاسی دجهاد دمقدسی کلمی ترسیوری لاندی زمونږ تباهی ته نښلولی وه اوس به که دخدای پاک رضا وی دګوادربندربه هتماْ زمونږ په ګران هیواد پوری اړه ولری خدای موتباه اوبرباد کړه

ځواب ورکول Khalid akhonzada ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *