لومړی سلام او بیا په خورا درناوي دغه کلام :

ښاغلیه ولسمشره ستاسو به پام وي، چې نننۍ نړۍ د معلوماتو نړۍ ده او هېڅ خبره پټه نه پاتې کېږي، ځکه نو باور لرو چې هغه څه به هم په خفا کې پاتې نشي چې ددې وطن د بربادلو لپاره د پالیسیو په نامه د پردو تر شا روان دي.

دغې باور سره تړلې خبره ده چې راتلونکی تاریخ به ارو مرو د نن ورځې روڼ انځور  وکاږي او بیا به نو،  نه نسب وي او نه هم منصب چې حقیقتونه سانسور کړي.

ښاغلیه ولسمشره! په رسنیو کې مو د بلا ډېرو لوریو څخه تاسو ته کښل شوي او خپاره شوي سرخلاصي لیکونه  ولوستل چې د هېچا سرونه یې خلاص نه کړل؛ اما  دا لړۍ بیا هم روانه ده، نه ورباندې ستاسو سر خلاص شو او نه هم د لوستونکو. بنأ ومو غوښتل چې د سرخلاصو او سرګنګسو خبرو نه تېر شو او نېغ په نېغه تاسو ته د افغانستان د راتلونکې په اړه څو سلا مشورې درکړو:

ښاغلیه تاسو ته پته ده چې، افغانستان اوسمهال د تاریخ له بېسارې حساسې شېبې تیرېږي،  سمه ده چې ددې حالاتو په رامنځ ته کېدو کې د لویدیځ رول برجسته دی؛ اما د حکومت او ستاسو دریځونه پکې هم د یو مهم فکتور په توګه له پامه نشي غورځېدای.

افغانان نه هم تاسو ته او نه هم لویدیځ او اروپا ته کومه خاص اسره  لري، بلکې په دې ګروهمن شوي دي، چې یوازې لوی خدای به یې یو وخت توبه قبوله کړي او دې روان عذاب څخه به خلاص شي.

ښاغلیه ولسمشره! افغانان چې د نړۍ د بدماشانو په منګولو کې هره ورځ د خپل آبرو او عزت کوم خونړی پور پرې کوي، ددې مانا کله هم دا نده چې دا خلک په زړه کمزوري شوي دي، بلکې دا ددې قوم نجابت دی، چې زغم څخه کار اخلي، ځکه دوی ستاسو له مجبوریتونو ښه خبر دي، نو د زغم کاسه یې پراخه کړې ده، دوی ستاسو بېواکي او ستاسو بېوسي تر تاسو ډېره محسوسوي، ځکه چې هر اسماني کاڼي ته یوازې ددې بېچاره ولس سر جوړ دی نه ستاسو او یا ستاسو د اکاډمېکې کابېنې  او ور پورې تړلي دولت.

ښاغلیه ولسمشره! موږ پوهېږو چې ستاسو کابېنه د څو ګوتو په شمېر وزیرانو پرته  د مطرحو هېوادونو په فرمایشاتو جوړه شوې ده او په دولتي سیستم کې مو نه قومي انډول په پام کې نیولی او نه هم سمتي. خلک په دې عقیده دي، چې ستاسو حکومت نړۍ ته د اختلاس او بې عدالتۍ نوې نوې تجربې وړاندې کړې، چې پخوا یې ساری نه لیدل کېږي.

ستاسو د اوږدې واکمنۍ په موده کې ددې هېواد زخمونه د کوشېر پر ځای لا پسې وشړېدل او داسې اداره باندې راضي شوې چې ؛(تورې دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي.)

ښاغلیه؛ ستاسو د واکمنۍ پرمهال نړیوالو په افغانستان کې د یو شمېر وجدان پلورو افغانانو په مټ داسې کانې وکړې چې د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو کرکجنې کانې ګنل کېږي؛ اما تاسو څخه پکې د لاسپاک په توګه کار واخېستل شو او هر څه چې وو، خو ستاسو لس کلنه دوره یې د افغنستان تر ټولو بدنامه دوره یاده کړه او اوس چې مو د واکمنۍ وخت مخ په ختمېدو دی، نو باید په دې وروستیو شپو ورځو کې هغه څه وکړې چې له پېله یې در څخه تمه کېده (خو چا ورته پرېنښودې) او هغه تمې دې وطن ته ثبات او سوکالي راوړل وو، چې نه خو پکې لویدیځ رېښتونی و او نه هم له تاسو راچاپېره نا انډوله کړۍ!

په تلو تلو کې که غواړئ چې دې ولس او ددې ولس تاریخ ته مو مخ سپین شي، نو په لاندې سلا مشورو فکر وکړه او د حرف او عمل ترمنځ که د واټن کمېدو ته وهڅېږې غوره به وي.

۱-  ټول هغه کسان چې د افغانستان د ورانولو په نیت او ددې ولس د وژلو په نیت په ځان پورې د نورو په لمسه بمونه تړي او د ملي امنیت په زندانونو کې پراته دي، د نورو د عبرت په نیت، په برالا توګه د یو جاني او قاتل په توګه اعدام کړه. ځکه دا کار ستا یو بل وطندار ملا عمر هم کړی و، چې هاغه مهال په جرم پسې سزا یقیني وه، نو جرایم د نشت برابر شوي وو، د غله لاس غوڅېده او قاتل قصاص کېده، نو هم امنیت و او هم  ډاډ؛ اما ستاسو په حکومت کې غلو ته منصبونه ورکول کېږي او قاتلینو ته برائت، چې دا یوه هېښونکې پرتلنه ده.

۲ –  له غلامۍ څخه د ازادۍ یو شېبه سل وارې غوره وګڼه او د بې مانا  ژوند څخه  پر وطن سر ښندنه قبوله کړه، څو وکړای شې غله ته غل ووایې او بل ته بل. که سوله ا و ثبات  یو سپیڅلی ارمان وي، نو کرکټرونه یې هم باید سپېڅلي وي.

۳ دافغانستان په کړکېچ کې کله له سړېدو او کله د تودېدو له بېکاره سیاست نه لاس واخله او سنجیده پرېکړې وکړه، چې نه پکې افغانان له ګاونډیانو سره دښمنان شي او نه هم نړېوالو ته سر ټیټ کړي.

۳ – له عدلي او  قضایی ارګانونو څخه هغه غله او بې ایمانه قانون پلورونکي وشړه، چې په ډېره سپین سترګۍ د مظلوم افغان په وینو د خپلو کورونو ډېوې بلوي او د بې ګناه او بېوسو افغانو  وژونکو ته برائت ورکوي.

۴ یو دریځ ونیسه، یا له ګاونډیانو سره یوې هوکړې ته ورسېږه او یا امریکا ته اډې ورکړه. په دغه منځ و منځکوره حالت سره نور د خپل ولس د جنازو ګراف راښکته کړه. په دې مسئله کې خورا ډېر احتیاط خپل استاد وګرځوه.

۴ د امریکا او برتانیې پرځای پر خپل هاغه ولس باور وکړه او تکیه ورته ووهه، چې د ټاکنو پرمهال یی په غوڅ اکثریت سره پر تاسو باور کړی وو.

۵ د یو مسلمان افغان په توګه  ټولو هغو مواردو ته مخه ښه ووایه، چې په یوه او بل نامه یې د کمېسیونونو په نامه زموږ غښتلي او لرغوني اصیل فرهنګ او دودونو ته ګواښونه ورپېښ کړي دي.

که تاسو په خپلو سیاسي  تګلارو کې بدلون راولئ او  لږ تر لږه مو خپل ولس ته په  هره موقع رښتیا وویل، نو ښایي کامراني مو په برخه شي او که همداسې په حقیقتونو سترګې پټول روان وي، نو ډېره به ګرانه شي، چې یا ستاسو نوم تاریخ ته سپین شي او یا مو ولس د نیکمرغه برخلیک خاوند شي.

7 thoughts on “ولسمشر کرزي ته څو سر خلاصې مشورې/ سباوون”
  1. سلام:
    بعد له سلام ځخه دا وایم چه ای کرزی صاحب نور نو دا مظلوم ملت ددی جنجالو ځخه وساته. ته پوهیږی د هیچ پادشاه په وخت کی داسی مرګ خاصتاْ په پښتون ملت ندی تیرشوی خدای ته اوګوره او دا مظلوم ملت اوژغوره.
    لطفاْ ورونو د تاند هر یو موضوع ته اقلاْ دو تکی نظریه ولیکی دا ستاسو ویب پاڼه ده خپل پښتون توب مو مه هیروی ولی دومره بی غیرته شوی یاست تاشو د کابل پریس په نوم سایت ته لار شی اوبه ګوری چی ټول هزاره ګان یو معمولی موضوع ته هم یو نظر ورکوی لطفآ نور نو بیدار شی د خوب ځخه بیدار شی. وسلام په دی هیله چی پښتون قوم به هوښیار شی. او یو بل خبره هغه دا چی لطفآ په انتخاباتو کی ونډه واخلی او که نه نو خپل آینده به اووینی چی ځه درسره کیږی. وسلام

  2. که کرزی دا لیکنه ولولي وایي به چې، بارا ته لېونی سوی یې که څه درباندې سوي دي؟ چې مجرم راباندې اعداموې نو اول یې باید له فهیم او خلیلي نه پیل کړم ځکه چې دغو دواړو چارپښو خو له ټولو نه ډېر قتلونه کړي دي.

  3. زما قدرمنه وروره سباوونه، ستا مشورې په ریښتیا د هیواد او ملت په ګټه دی، خو کرزی دلته نه د ملت په خوښه او نه د ملت د سوکالۍ لپاره دلته ناست دی. هغه د افغان خاورې د ټولو تاریخی دښمنانو د غوجلې هغه غلام دی چه د افغان خاورې د ټولو دښمنانو ناوړو مرامونو ته ېی ټټر وهلی او په عملی کولو کښی یی تر بل هر سیال مخکښ دی

  4. حامد کرزي ته مشوره ورکول ښه کار دی،خو اوس ډيرناوخته دی.
    کرزی ډير ښه مشاورين لري خو تاثير يې ځکه لږ دی چي د کرزي د وس ژبه غوڅه ده .
    وطن اشغال دی!!! فرمايشات اشغالګر ور کوي نه کرزی،نه زه او ته . شاه شجاع هم په همداسي حالت کي وو، من موهن سنګ په خپلو ياداښتونو کي د شاه شجاع بې وسي او محکوميت او مظلوميت ډير ښه تشريح کړيدی،ببرک کارمل هم د کرزي په شان بې واکه وو.
    اشغالګرو د افغانستان په حکومت کي څو حکومتونه جوړ کړه، چي د افغانانو د ژوند په ټولو اړخو کي آزادي غوښتونکي قومونه ،شخصيتونه ترور کړي…
    اشغاګرو د خپلو مخالفينو په منځ کي هم خپلي ډلي فعاله کړيدي چي هوښيار او پر وطن مين مشران ترور کړي.
    د کرزي لويه ګناه دا ده چي د بدنامه ډلو (نظار،جمعيت، وحدت ،اتحاد،جنبيش…)سره يې دولس کاله ګذاره وکړه ،او هغوی يې مليارډران کړه.
    اوس دا بدنامي ډلي دومره قوي سويدي چي د افغان ولس زور نه په رسيږي!
    د کرزي دا ګناه افغانان هيڅکله نه بخښي، ده بايد په لمړۍ مياشت کي استعفاع کړې وای.

  5. كه كرزي دا خبري عملي كري هم د هيواد گته او هم د ده ! او كه يي عملي نه كري لكه د كارمل په سير به يي راتلونكي وي

  6. ګرانه وروره ډیر ښه وړاندیزونه دی کرزی ته کړی دی خو افسوس دادی چی ډیر زیات ناوخته دی، اشغالګرو خپلی موخی پری عملی کوی او د پښتون دښمن ته په دولت کی بلکل صلاحیت او حکمرانی ورکړل شوی دی، ده بیچاره هیڅ هم نه شی کولای، تاسو ورته سرخلاص او بربڼډ لیک ورلیږلی چی ددی مطلب لوستلو ته به خدای زده چی وخت هم پیدا کړی یا نه نو تاسو به د حاجی صیب فرید د ولسی جرګی پخوانی غړی خبری چی مخامخ کرزی ته کړی که کرزی منلی وای نو د هغه خبره به یی منلی وای ورته وایی چی زه اوس پوه شوم چی ته ډیر مظلوم یی، تا سره هیڅ صلاحیت او قدرت نشته. نو وروره کرزی څخه اوس خطا شوی هر څه یی له لاسه وتلی نو ځکه وایم چی بیخی ناممکنه خبره ده چی کرزی دا خبری اوس عملی کړای شی

  7. اسلام علیکم ګرانو هیوادلو هیله لرم چی جوړ او روغ به یاست ګرانو وروڼو الله ج دی زموږ او ستاسی ملک را جوړ کړی او تاسی دی الله ج سروړی لری وروڼو ډیر ښه لیک هم دی او ښه نظرونه هم دی مګر افغانان ښه فیقر لری خو په عملی ډګر کښی چی داخیل شی بیایی سترګی پټی شی ددی مظلوم ولس په زخمو یو الله ج خبر دی که مسلمان په خبر شی بیا داسی ظلم نه ورسره کوی لکه وس چی ورسره روان دی .که کرزی دی او که یی کابینه ده ټوله دخپل ځان لپاره کارکوی نه ددی ولس لپاره که زما ده منی هیڅ دمشهوری ضرورت نشته کرزی هم انسان دی الله عقل او فکر ورکړی دی زما او ستا خبره نه اوری هغه چی ځان ته وګو ری اوبیا ستا لیکنی ته نو وبه خاندی چی دی وماته مشهوره راکوی چی زه یو ریس جمهور اوته افراد یی زه ډیر ښه پوهیږم افغانستان او دا پښتون قوم څنګه بربادیږی دی ښه پوهیږی . مګر دی هم ندی ملامت د مرګ څخه بریږی خو دا و دته نه ده معلومه چی د الله ج ټاکلی موده پره شی هیڅ څوک هم دی له مرګ څخه نشی بچ کولای نووای یا ژوند دغیرت او یا مرګ د شهادت وس هم ناوخته ندی توبه يه هر و خت کښی قبلیږی اول دی دی د فهیم او خلیلی څخه راشروع کړی بیا دانور غلو پوری خو زه نه پوهیږم چی دی ولی زنی بریږی خو ولاکه غیرت هم لری جی وای بیا به یاغیان شی هغه یی غیرت وو چی طالبانو دپنشیر درکونه هم چیر کړه

ځواب ورکول Sabir Arman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *