تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هغه تورونه رد کړل چې ګنې د ده مرستیال کریم خلیلي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلي کړې ده.

پرون د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړیو یوه اډیو یا صوتي پیغام خپور کړ او ادعا یې وکړه چې دا د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال کریم خلیلي غږ دی چې د اشرف غني احمدزي په ګټه درغلي تشویقوي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي د دوشنبې په ورځ د عبدالله د ټیم له لوري خلیلي ته منسوبه اډیو رد کړه او هغه یې جعلي وبلله.

د ډاکتر اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم هم دا اډیو رد کړې او هغه یې جعلي بللې ده.

د عبدالله ټیم دا اډیو وروسته له دې خپره کړه چې د انتخاباتو کمیسیون د یکشنبې په ورځ د عبدالله د څارونکو له ګډونه پرته د رایو تفتیش پیل کړ او ولسمشر کرزي اعلان وکړ چې نور د رایو په تفتیش کې ځنډ ورته د منلو نه دی.

کرزي وویل چې باید د روانې میاشتې ترپایه د رایو تفتیش بشپړ شي.

ځیني دیپلوماتان وايي چې ښايي د روانې میاشتې تر پایه د رایو تفتیش بشپړ نه شي.

0 thoughts on “ولسمشر کرزي خپل مرستیال کریم خلیلي ته منسوبه اډیو جعلي وبلله”
  1. داجه به كريم خليلي دا تهمت لكول كيزي عبدالله دي لك خه ستركي خلاصي كري جه اول معاون دجا به كته كار كوي ، د يونيس قانوني او بسم الله خان انخورونه به مختلفو جلسو كي دعبدالله سره يو خاي خباره شوي ولي به هغي ستركي بتوي او به كريم خليلي بي خايه تعرض كوي مننه درءيس جمهور خخه جه دخبل معاون ءي به خاي دفاع كري
    ريس جمهور ،ريس جمهور دي حق لري جه قانوني دفاع وكري ،نور نو ددوي به مخ خه بإتي شول

  2. که چرته دا ویدیو جعلی وی نو بیا ولی ددی تولیدوونکو ته سزا نه ورکول کیږی؟ دوی تل د قانون څخه سر غړونه کړی او باید چی مجازات شی

  3. ګرانو لوستونکو! اسلام علیکم و رحمه الله
    زه باید ووایم چی عبدالله دومره د ماتی تر تاثیر لاندی راغلی دی چی اوس خپله عبدالله او ټیم یی په اوتو او بوتو سر دی، پرون ما د بریالی ارسلایی خبری واوریدی ویل یی چی مونږ په پروسه کی ځکه ګډون نه کوو چی کمیسیونونه نامشروع دی، حکومت په کی لاس لری، او ان چی خارجی ناظرین او څارونکی یی په دی تورن کړ چی ټول اشرف غنی ته کار کوی، وایی چی یو څوک خپله غل او تقلب کاره وی په نورو داسی ګمان کوی نو ځکه دغه ټیم لکه لیونی سپی کله یو ته خوله واچوی او کله هم بل ته، خو خپله دوی دومره د ذهن کمزورتیا لری چی اوونی مخکی ددوی په ګټه خارجی متقلبین چی د همدی ټیم له خوا پروسی ته د غلو په شان داخل شوی وو ونیول شول او بیا دوی دا ټول تورونه په ډیر بی سترګی په نورو پوری کوی
    د همدی عبدالله له لاسه او قانون شکنی په وجهه دی هیواد ته څومره زیان او تاوان ورسیده حتی چی حکومت اعلان وکړ چی عایدات ۲۶ سلنه راټیټه شویده پانګه اچونه راکمه شویده او حتی پآنګه له داخله و بهر ته په تیښته ده نو دا ټول ددی جناب له لاسه، دی به خلکو ته ناری سوری وهلی چی ( از یک یک رای شما دفاع میکنم خود را فدا میکنم) چی دا ټول درواغ وو او اوس ټولو ته په ثبوت ورسیده چی د خپل ځان په غم کی وو چی کومه چوکی برخی ته ورسیږی. نو زما غیرتی ولسه! ځار موشم نور په دغو غلو، چپاولګرو، خاینینو، غاصبینو، داړه مارانو او قاتلینو اعتبار مه کوی کوښښ وکړی چی یو ولسی او د کلک نظام حکومت جوړ شی او تاسو د هغی ملاتړ وکړی

  4. ګرانو لوستونکو! اسلام علیکم و رحمه الله

ځواب ورکول محمد نسیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *