تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په نوي ډیلي کې د سوریې له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې په دغه هیواد کې د بشریت پرضد پربوږنده جنایتونو ژوره خواشیني وښوده.
ښاغلي کرزي، چې په یوه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، د سوریې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«د سوریې خلکو د نړۍ د ځینو هیوادونو او د سیمې د یو شمېر دولتونو په خاطر، چې غواړي متمدنه سوریه ویجاړه کړي، خورا لوړه بیه پرې کړې ده.»
کرزي په سوریه کې د انسانانو پرضد پرجنایتونو ژوره خواشیني ښکاره کړه، ویې ویل چې دوی دا بدې ورځې د یو شمېر هیوادونو د ناسمو دریځونو په خاطر ولیدې.
د افغانستان ولسمشر وویل:«څه چې په سوریه کې تېرېږي د ژورې خواشینۍ وړ دي. سوریه قرباني ده او سوریه وال تر ټولو لوی بایلونکي.»
د سوریې د تېرو څه باندې دوو کلونو په جګړو کې د دغه هیواد واکمن رژیم هم د قدرت د ساتلو لپاره له هیڅ راز تشدد او زورزیاتي څخه ډډه نه ده کړې.
د رژیم په وړاندې سخت دریځو په تېره بیا هغوی چې له نورو هیوادونو څخه دغه هیواد ته د «جهاد» په نوم تللي داسي ظلمونه کړي چې نورمال انسانان یې تصور کولی نه شي.
د سوریې په کورنۍ جګړې کې چې په ۲۰۱۱ م کال پیل شوې ده تر اوسه پوري تر یو لکو زیات خلګ وژل شوي دي او تر دوو ملیونو زیات کسان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د سوریې په روانه جګړه کې لږترلږه ۱۱ زره مېرمنې وژل شوې دي، پر څه باندې ۷۵۰۰ جنسي تېري شوي دي.
راپورونه وايي چې د دغې جګړې په ترڅ کې تر ۱۱ زرو ډېر سوري ماشومان هم وژل شوي دي.
سعودي عربستان، ترکیه، اردن، مصر، قطر، متحده عربي امارات او ډېر نور سني هیوادونه د سوریې د رژیم مخلف دي خو ایران، عراق او د لبنان حزب الله د سوریې د رژیم ملاتړ کوي ځکه چې د سوریې واکمنان اسماعیلي مذهبه دي چې شیعه ګانو ته ځانونه نژدې ګڼي.
کرزیه د خپلو غلطیو مخه ونیسه، حکومت دې اصلاح کړه، د فساد مخه ونیسه، او بیا پر نورو تبصره کوه.