تاند: خبریال (ابوبکرجبارخېل)- ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ د مشورتي لويې جرګې د جوړولو او د تياري بهير د امنيت د ټینګښت په موخه د امنيتي کميټې د جوړولو په باب حکم صادر کړ.
ولسمشر کرزی په داسې حال کې د لویې جرګې د امنیتي کمېټې د جوړولو حکم ورکوي، چې روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ یې خبریالانو ته وويل چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د مشورې لپاره به د یوې میاشتې په ترڅ کې لویه جرګه را وغواړي.
ولسمشر کرزي ويلي له امریکا سره د دې تړون لاسلیک ته نږدې شوي، خو لا هم يو شمير شرايط شتون لري چې امریکا دې ومني او په خبره یې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک وروستۍ پریکړه د افغانانو په لاس کې ده او له همدې امله به تر یوې میاشتې پورې لویه جرګه را وغواړي.
ښاغلي کرزي زیاته کړه، که امریکا د افغان حکومت شرایط ومني، نو د تړون لاسلیک د هېواد په ګټه ده. هغه زیاتوي: (( د افغانستان خلک غواړي چې له لویدیځ او امریکا سره په معامله کې وي، خو دا ملګرتیا او معامله باید د افغانستان ملي ګټې تضمین کړي، د افغانستان ملي ګټه امنیت دی، افغانان باید هم د ترویزم او طالبانو له حملو څخه خوندي وي او هم د امریکا او د هغوی د متحدینو له بمباریو او سړغړونو، همدا دلیل دی چې تراوسه موافقې ته نه یو رسیدلي، انشاالله د یوې میاشتې په ترڅ کې به لویه جرګه را وغواړو او هره پریکړه چې خلکو وکړه طبعي خبره ده چې حکومت یې مني.))
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست وايي ولسمشر په دې حکم کې د مشورتي لويې جرګې د ډاډمن امنيت د ټینګښت او د لازمو تدابیرو او همغږۍ په خاطر مراتب منظور کړي دي، چې د کمېټې مشر د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي ټاکل شوی دی.
دغه راز د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست کارپوه لوى پاسوال محمد اسلم مسعود د کمیټې د مرستیال، د ملي امنيت د لوى رياست اوپراتيفي مرستيال بريد جنرال محمد مسعود اندرابي، د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون مشر تورن جنرال افضل امان، د لوړ رتبه دولتي رجالو د ساتنې او امنيت د رياست اوپراتيفي مرستيال بريد جنرال سيد اسدالله مشکوري او د ولسمشر د شخصي محافظت د رياست مرستيال بريد جنرال عبدالاحمد د کمېتې د غړو په توګه ټاکل شوي دي.
د سرچینې په وینا امنيتي کميټه موظفه ده چې د لويې جرګې د جوړولو د بهير امنيت په خپل کاري لومړيتوب کې ونيسي او د مشورتي لويې جرګې د جوړولو د ډاډمن امنيت د ټینګښت لپاره دې لازم او سملاسي تدابیر ونيسي او بیا دې عملي کړي.
سرچینه ډیروي امنيتي کميټه موظفه ده چې د دغه حکم په نافذيدو سره چې د جرګې په حريم پورې د اړوندو ودانيواو تاسيساتو ډاډمن امنيت تامين او د لويې جرګې د جوړولو سيمې ته په نږدې سیمو کې امنيتي پوستې جوړې او د هغه د اجرااتو څخه په جدي توګه څارنه وکړي او همداراز کميټه د خپلو اجرااتو د څرنګوالي په باب په دوامدار ډول د مشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د تياري د کميسيون دارالانشا مشر ته رپوټ ورکړي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې یو شمیر غړي د دې جرګې د جوړېدو هرکلی کوي. سناتور هدایت الله رهايي وویل: (( د لويي جرګې جوړول یو ښه اقدام دی او افغان دولت هم باید امنیتي توافقاتو د یوې لويی جرګې په رابللو سره ترسره کړي ځکه چې افغانستان په اساس شرایطو کې دی او داافغانستان خلک مجبور دي په راتلونکی کې د یو قوي او نړېوال هېواد په څنګ کې وي که څه هم ځینې کړۍ موجودی دي چې هڅه کوی لويه جرګه جوړ نه شي خو د لويي جرګې جوړول د افغانستان د خلکو په ګټه ده.))
په ورته وخت کې امریکا لا هم هیله منه ده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتی تړون په اړه هوکړه به په راتلونکو څو اونیو کې ترسره شي او وايي چې په دې اړه پرمختګ هم شوی دی.
دا تړون به هرومرو امضا کیږی، کرزی غواړی چه ځان له دی نه خلاص کړی او ټول مسولیت د لوی جرګی په غاړه واچوی، ولی خلک ټول پوهیږی چه په دغه جرګه کی به ټول د کرزی پلویان ناست وی نه د خلکو استازی
The US and Pakistan want to sign the security pact by Karzai because when Taliban become part of future government it will make it easy for ISI.