د انتخاباتو خپلواک کمیسون

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسون غړي نن /دوشنبه/ وټاکل او په دې توګه د ټولټاکنو له خپلواک کمیسونه د فضل احمد معنوي رخصتېدو ته لار اواره شوه.

د وزیرانو د شورا د دارلانشا ویندوی رفېع فردوس رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر کرزي د غوراوي د کمیسون له لوري له اووه ویشت کسیز لیست څخه عبدالرحمن هوتکي، ګلالۍ اڅکزۍ، شریفه زرمتۍ، احمد یوسف نورستاني، سریر برمک، لیلا احراري، عزیز بختیاري، محمد حسین ګرزیواني او سلیمان حمید د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د غړیو په توګه ټاکلي دي.

په یادو کسانو کې له محمد حسین غزنوي پرته، چې پخوا هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسون غړی و، نور ټول نوي کسان دي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون غړي د هیواد د ولسمشر له لوري د شپږو میاشتو په مخه ټاکل کېږي او د کمیسون مشر او سکرتر د دغه کمیسون د دغو نهو غړیو له لوري غوره کېږي چې تازه ولسمشر ټاکلي دي.

د غوراوي کمیسون له ډېرو بحثونو وروسته د ۲۸۹ تنو د نومونو له منځه د ۲۷ کسانو نومونه پرون ولسمشر ته ولېږل څو د هغوی له منځه د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته ۹ غړي وټاکي.

د غوراوي په کمیسون کې د سترې محکمې رييس، عبدالسلام عظیمي، د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار، د اساسي قانون د څار د کمېټې مشر ګل رحمان قاضي او د بشري حقونو د خپلواک کمیسون ريیسه سیما سمر شامل ول.

One thought on “ولسمشر کرزي د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون ۹ غړي وتاکل”
  1. ډیر د تاسف ځای دی چی د هیواد ۶۰ سلنه پښتنو څخه پکی یوازی ۳۰ سلنه کسان ځای شویدی. بیا په پښتنو کی هغه کسان چی په ملي روحیه سمبال وی او د حق غوښتنه کولای شی څوک ندی ځای شوی. لیدل کیږی چی کرزي دلته هم پښتانه د مصلحت ښکار کړیدی.

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *