تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د دفاع له وزارته وغوښتل چې په انتخاباتو کې بې پرې واوسي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر کرزي نن ماسپښین د ویدیو کنفرانس له لارې د ملي دفاع وزارت مشرتابه، لوی درستیز، او قومندانانو ته وویل چې د انتخاباتو د لومړي پړاو په شان د رای ورکوونکو امنیت وساتي او په خپله په انتخاباتو کې کاملاً بې طرفه پاتې شي.

ولسمشر کرزي وروسته له دې له دفاع وزارته په انتخاباتو کې د بې پرې پاتې کېدو غوښتنه وکړه چې په انتخاباتو کې د دفاع وزارت د لاسوهنې د احتمال په اړه راپورونه خپاره شول او د عبد الله عبدالله د انتخاباتي ټیم په دفتر کې د دفاع وزیر او د ولسمشر د لومړي مرستیال د پټې غونډې عکسونه افشا شول.

10390503_10152251778604773_9155263424216766581_nهمداراز ویل شوي چې دفاع وزیر بسم الله خان محمدي د دفاع وزارت هوايي ځواک ته ویلي چې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي څارونکو په وړلو – راوړلو کې خنډ پېښ کړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي:«ولسمشر وویل راتلونکي انتخابات د افغانستان لپاره ډېره مهم او تاریخي اهمیت لري او د افغانستان د راتلونکې ثبات او سوکالي ورسره تړلې ده.»

کرزي همداراز د دفاع وزارت چارواکو او قومندانانو ته وویل:«هر کاندید چې انتخابات وګټل د دې هیواد بچی دی او موږ و تاسو یې ملاتړ کوو.»

ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې په هغو سیمو کې د امنیت د ټینګولو هڅه ونه کړي چې اشرف غني احمدزی پکې زیاتې رایې ګټي. او حتي داسي ادعاوې هم شوي چې په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې د دولت له وسله والو مخالفانو غوښتل شوي چې خلک په انتخاباتو کې ګډون کولو ته پرې نږدي.

خو ولسمشر کرزي نن د دفاع وزارت چارواکو او قومندانانو ته په ویدیويي وینا کې وویل:«زما هیله دا ده چې د لومړي پړاو په شان د دوهم پړاو انتخاباتو امنیت هم له ټولو امکاناتو څخه په استفادې، جدي هڅو او د اغېزمنو امنیتي اقداماتو په وسیله وساتئ، خلکو ته په انتخاباتو کې د ګډون ښه لاره اواره کړئ او په انتخاباتو کې خپله پوره بې طرفي وساتئ.»

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وسله والو قواوو درستیز ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې په انتخاباتو کې د نه مداخلې په اړه به د ده څلوېښتم نمبر فرمان بشپړ تطبیق کړي او په انتخاباتو کې به د خلکو د ډاډمن ګډون لپاره شرایط برابر کاندي.

0 thoughts on “ولسمشر کرزي له دفاع وزارته وغوښتل چې په انتخاباتو کې بې پرې واوسي”
  1. ډیره مننه کرزی صیب الله دی پخپل حفظ کی وساته
    هیلمند یم چې نور هم په خپلو ټولو قومندانانو فشار راوړی تر څو د ځینو شریرو له شره خپل بې او مظلم ملت وساتې او هغوی بیا تا تر قیامته پخپلو زړونو کې وساتې

ځواب ورکول بنده کی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *