تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له کاندیدانو څخه وغوښتل چې د ټاکنو مشروع نتیجې ومني.

ولسمشر کرزي تېره شپه په خپله رادیويي وینا کې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات په هیواد کې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لور ته یو بل مهم ګام ووباله، ویې ویل چې دې ټاکنو پر ولسواکۍ د افغانانو باور ثابت کړ.

ده وویل، د انتخاباتو بل پړاو د رایو شمېرل، د شکایتونو ثبتول او څېړل دي چې دواړو انتخاباتي کمیسیونونو پرې کار پیل کړی دی.

کرزي هیله څرګنده کړه چې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به پر خپل ټاکلي وخت اعلان شي او نوی ولسمشر او حکومت به د هیواد د ودانولو او سوکالۍ لپاره ګامونه واخلي.

د افغانستان ولسمشر د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیونه وغوښتل چې د خلکو له هیلې سره سم د انتخاباتي بهیر پاتې پړاوونه له قانون سره سم په مستقل او شفاف ډول پر مخ بوځي څو د خلکو اراده تمثیل شي.

ده له کاندیدانو هم وغوښتل چې د ولس رایو ته درناوی وکړي او د انتخاباتو مشروع پایلې ومني څو هیواد د ثبات، اعتماد او ولسواکۍ بل پړاو ته داخل شي.

کرزي دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې د ده لومړي مرستیال وړمه ورځ د ملي مشارکتي حکومت د جوړېدا غوښتنه وکړه.

یونس قانوني وویل چې د ټولو کاندیدانو په ګډون دې داسي حکومت جوړ شي چې هیڅ کاندید د باللو احساس ونه کړي.

د ښاغلي قانوني څرګندونې د ځینو کتونکو اوکاندیدانو له مخالفت سره مخامخ شوې او ویې ویل چې که په پام کې وه چې مسارکتي حکومت جوړېږي انتخاباتو ته څه ضرورت و.

0 thoughts on “ولسمشر کرزي له کاندیدانو وغوښتل چې د ټاکنو مشروع پایلې ومني”
  1. محترم كرزي صاحب كه جيري داسي واقعي سياست دي بخوا غوره كري وي دديرو بدبختيو مخه به نيول شوي وه واقعي انتخابات به به داسي جعلي شكل مخ ته نه تله.
    زه صرف به احترامانه توكه تاسي خخه سؤال كوم .
    هغه خوك جه غواري به در غلي او جعل كاري خان دجمهوري رياست مقام ته ورسوي ته خبله قضاؤت وكره جه هغه به به كوم حالت ملت ته خدمت وكري داجه ته دهغو سره كمك كوي مسوليت بعدي تاته هم متوجه دي دخبل تاريخ ورقه كه به زرين خط وليكي بحتره به وي نه جه به تور قلم وليكل شيء دولت داري اوشركت داري سره فرق كوي
    جلالزوي

    1. ښاغلی جلال زی صا حب سلا مونه او درنا وی مې ومنی.ښاغلی جنرال صا حب! زما په اند کرزې خپل رسالت تر یوه حده ادا کړ خو کمونیستانو په (۱۴) کلونو واکمنې کې دسو له ییز واک سپا رل ، وانتخابا تو ته زمینه برا برول ( که یې انتخا با ت هم کول ددوی دپیر کا مل لینین او بریژنیف پر ډول یې کول) ، چې دکمو نیستې نظام کار وو په دغه (۱۴) کلونو کې صرف دخپل اولس وژل وه دخان ، سید ، پیر او ملا په نامه چې دهغوی دبد بختیو دتخم کر لو ثمرې موږ تر او سه پورې څکو. تا سې دځینو خلګو په اصطلا ح بختور وا ست چې په اروپا کښې هو سا ژوند لری. په تیرو(۳۵) کلونو چې کوم خلګ په وا ک کې را غلې دې یا به دډیرو شتو او سر ما یې خا وند وې او یا به به یې په غرب کې دخلقې ، مجاهد اوطا لب په نا مه سیا سې پناه اخیستې وې

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *